د عامې روغتیا وزارت د خصوصي سکټور مرستياله ډاکټر ناجيه طارق کندهار ته په څلور ورځني سفر تللې او د كندهار د روغتيايي ستونزو په اړه يې له والي سره ليدلي دي.
د کندهار له ولایت مقام څخه کلید ته په رالیږل شوې خپرپاڼه کي ویل شوي چې ناجيه طارق پرون د كندهار له والي ډاكټر همايون عزيزي والي سره د ليدنې پر مهال وويل، دغه ولايت ته يې د سفر هدف د روغتيا په برخه کې د خصوصي سکټور پياوړي کول، له خصوصي روغتونونو څخه ليدنه، د روغتونونو تر منځ همغږي رامنځته کول او د خدماتو د کيفيت لوړول دي.
ناجيه طارق ويلي، تر چهارشنبې پورې به په کندهار کې د خپلو رسمي فعاليتونو لپاره پاتې وي او په دې موده كې به د ځايي اوسېدونكو ستونزې، نيوكې او وړانديزونه هم واوري.
د کندهار والي ډاکټر محمد همايون عزيزي بيا وويل، د عامې روغتيا وزارت دې د درملو د کيفيت د تشخيص لپاره يو معياري لابراتوار جوړ کړي، څو د بې کيفيته درملو مخه ونيول شي.
نوموړي همدرانګه غوښتنه وکړه چې د خصوصي سکټور تر منځ باید قوي همغږي رامنځته شي او په سم ډول د خصوصي روغتونونو څارنه وشي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ