ads

ختيځ: تر يو ميليون زياتو ماشومانو ته د پوليو واكسينو كمپاين پيل شو

د ننګرهار د عامي روغتیا ریاست مرستیالې مقدسې معراج په ننګرهار كې د پوليو ضد واكسينو د كمپاين په مراسمو كې وویل، دوی به په دغه درې ورځني کمپاین کې په ټول ختیځ زون کې لس لکه او پنځوس زره له پنځو کلونو څخه کم عمره کوچنیانو ته د پولیو دوه څاڅکي او د ویټامین ګولۍ ورکوي، چې په ډله كې يې د ننګرهار شاوخوا اووه لكه ماشومان هم راځي

نویسنده: The Killid Group
8 وږی 1395
ختيځ: تر يو ميليون زياتو ماشومانو ته د پوليو واكسينو كمپاين پيل شو

روغتیایي چارواکي په ټول افغانستان كې د پوليو ضد كمپاين له پيل سره وایي، لاهم د ننګرهار د څلور ولسوالیو شاوخوا ۲۴ زره کوچینان د پولیو له واکیسنه بې برخي پاتې كېږي.
د ننګرهار د عامي روغتیا ریاست مرستیالې مقدسې معراج په ننګرهار كې د پوليو ضد واكسينو د كمپاين په مراسمو كې وویل، دوی به په دغه درې ورځني کمپاین کې په ټول ختیځ زون کې لس لکه او پنځوس زره له پنځو کلونو څخه کم عمره کوچنیانو ته د پولیو دوه څاڅکي او د ویټامین ګولۍ ورکوي، چې په ډله كې يې د ننګرهار شاوخوا اووه لكه ماشومان هم راځي.
نوموړې وایي، دغه کمپاین به د څلور زره صحي کارکوونکو له لوري تطبیقېږي چې له جملې ۶۴ مانیټوران، ۲۹۲ سوپروایزان، ۵۶ کواردیناتوران او ۳۶۰۰ رضا کارن دي: (( دوی به د درې ورځو لپاره په بیلا بیلو ولسوالیو کې دغه کمپاین تطبیق کړي، ماشومانو ته د واكسينو تر څنګ اى ويټامين هم وركول كېږي.))
په ورته وخت کې بیا ولایتي چارواکي وایي، ټولو ادارو، د ښار او ولسواليو مشرانو، ديني عالمانو او دولتي مسوولينو ته يې دنده سپارلې چې د پولیو کمپاین په تطبیق کې همکاري وکړي.
د ننګرهار مرستیال والي محمد حنیف ګردیوال همدا خبره كوي: (( دا كمپاين د ټول افغانستان لپاره دى، په ننګرهار كې به هم شپږ لكه نوي زره ماشومانو ته دا واكسين تطبيقېږي، زما له ټولو دوستانو نه چې په دې برخه كې همكاري كولى شي، نو د زړه له كومې دې د واكسينو په تطبيق كې برخه واخلي.))
د ننګرهار روغتیایي چارواکي په داسې حال کې د ننګرهار په شمول ټول ختيځ كې د پولیو کمپاین پرانیسته کوي، چې سږ كال په ټول هیواد کې د پولیو له اتو مثبتو پېښو څخه څلور يې هم په كونړ كې ثبت شوې دي.
چارواکي وايي، د ننګرهار اچین، هسکه مېنه، کوټ، لعل پوره، حصارک او د سرخرود ولسوالۍ هغه سيمې دي چې د پولیو کمپاین پر وړاندې په کې خنډونه موجود دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA