د ملي امنیت عمومي ریاست وایي، چې مؤظفینو یې په ننګرهار کې اته داعش او طالب وسله وال نیولي دي.
د ملي امنیت له عمومي ریاست څخه نن په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې مؤظفینو یې په جلال اباد ښار کې د داعش ډلې ته د جلب او جذب مسوول عبیدالرحمن چې مشهور په بادام و، له درې تنو نورو سره یو ځای نیولی دی.
خبرپاڼه دغه راز وایي، د ملي امنیت ځواکونو د یو لړ ځانګړو عملیاتو پرمهال څلور وسله وال چې د ماینونو په خښولو، چاودنو او نورو ترهګریزو فعالیتونو کې يې لاس درلود نیولي دي.
سرچینې د دغو نیول شویو کسانو ځای د جلال اباد ښار مربوطات یاد کړي او نومونه یې عبدالرازق، شیرمحمد، ضیاالحق او ذاکر مشهور په بزرګ ښودلي دي.
په خبرپاڼه کې د نیول شویو کسانو د نیول کیدو کره نیټه هم نه ده په ډاګه شوې.
داعش او طالب وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.