د غزني د واغظ ولسوالۍ لسګونه اوسیدونکو نن د پولیسو له لوري د یوه ملکي وګړي د وژلو په غبرګون لاریون كړى او د كابل- كندهار لويه لار يې هم د ټرافيكو پر مخ د ۴ ساعتونو لپاره تړلې وه.
لاریون کوونکو ادعا کوله چې تېره ورځ مازیګر مهال د یادې ولسوالۍ په احمد خان کلا سیمه کې د پرتې پوستې پولیسو په لوی لاس پر یوه ۱۷ کلن ځوان چې د دولسم ټولګي زده کوونکی و، ډزې کړي او هغه یې وژلی دی.
د وژل شوي کس پلار سورګل کلید ته وویل، زوی یې پر فصلونو اوبه لګولې وې چې د كلي د پوستې سرتېرو پرې مازيګر شاوخوا پنځه بجې ډزې وكړې او هغه يې وواژه.
نوموړي له حکومتي چارواکو څخه غوښتنه وکړه، چې د زوی قاتلین يې له دندو ګوښه او مجازات کړي.
د غزني والي انجنیر عبدالکریم متین په واغظ ولسوالۍ کې د یاد کس پر وژل کېدو د خواشینۍ تر څنګ کلید ته وویل، له څو ورځو راهیسې د دولت وسله وال مخالفین د واغظ ولسوالۍ د سقوط پلان لري، چې په وینا یې د ملکي وګړو له کورونو او کلیو څخه امنیتي پوستې په نښه کوي.
نوموړي زیاته کړه، د دغې پیښې د څرنګوالي په اړه یې د څېړنې په موخه د امنیه قومندان په مشرۍ یو پلاوی ټاکلی دی او که جوته شوه چې امنیتي سرتېري په کې لاس لري نو ژر تر ژره به یې د قانون منګولو ته وسپاري: (( له یوې اوونۍ راهیسې داسې را پورونه دي، چې له ځینو نورو ولسوالیو څخه هم په واغظ کې وسله وال را ټول شوي او د سقوط پلان یې لري، هلته سخته جګړه روانه ده، له دوو ورځو راهیسې د ملي اردو او پولیسو کومکي او تازه دمه ځواکونه هم هلته تللي دي، نو په جګړه کې د ښکېلو غاړو ترڅنګ طبعا ملکیانو ته هم تلفات اوړي، د دې پیښې په اړه به جدي څېړنه وشي او که چېرته ثابته شوه، چې امنیتي ځواکونو په کې لاس لرلی نو د قانون منګولو ته به یې وسپارو.))
د یادوني وړ ده، چې له څو میاشتو راهیسې د واغظ ولسوالۍ اوسیدونکي په خپلو سیمو کې د امنیتي ځواکونو له زور زیاتیو او بې ځایه ډزو څخه شکایتونه کوي، خو تر اوسه یې چارواکو د مخنیوي په برخه کي هیڅ راز اقدامات نه دي کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ