په تېرو ۲۴ ساعتونو كې په هرات كې د ګڼو ټرافيكي پېښو له كبله ۱ كس مړ شوى او ۲۵ نور ټپيان شوي دي
د هرات د حوزوي روغتون وياند محمد رفيق شيرزي كليد ته وويل، په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د ټرافيكي پېښو له كبله حوزوي روغتون ته د هرات له ښار او ولسواليو څخه يو جسد او ۲۵ ټپيان ور وړل شوي دي.
رفيق شيرزي زياته كړه، په ټپيانو كې د ۳ تنو وضعيت د اندېښنې وړ دى.
د كليد موندنې ښيي د سږني كال له پيله تر اوسه د هېواد په لويديځ كې ۴۰ كسه له ټرافيكي پېښو مړه شوي او نږدې ۳ زره نور ټپيان شوي دي.
په لويو لارو د ټرافيكي نښو نه شتون، غير معياري سړكونه، د ډريورانو لخوا د ټرافيكي قوانينو نه مراعتول او په هېواد كې ورځ تر بلې د نقليه وسايطو زياتوالى هغه څه دي چې په دې وروستيو كې د ټرافيكي پېښو د زياتوالي په مهمو عواملو كې شمېرل كېږي.