د هلمند په نادعلي او ګرشك كې د افغان ځواكونو په ځمكنيو او هوايي عملياتو كې ۴۵ طالبان وژل شوي، ۳ ټپيان او ۱۸۸ كړۍ ډول ډول خښ كړي ماينونه يې هم كشف او له منځه وړل شوي دي.
د هلمند له ۲۱۵ ميوند قول اردو له مطبوعاتي دفتره كليد ته رالېږل شوې خبرپاڼه كاږي چې دا عمليات په ۲۴ ساعتونو كې د نادعلي او ګرشك په يو شمېر سيمو كې ترسره شوي دي.
د خبرپاڼې په حواله، په نادعلي ولسوالۍ كې د عملياتو پر مهال ۴۰ وسله وال وژل شوي، ۱۷۴ ماينونه كشف او خنثى كړاى شوي او يو باب د وسلو او ماينونو ډيپو له منځه وړل شوى دى.
سرچينه د ګرشك په اړه هم كاږي چې په دغه ولسوالۍ كې د افغان ځواكونو په عملياتو كې ۵ وسله وال طالبان وژل شوي، ۳ ټپيان دي او ۱۴ كړۍ ماينونه تر كشف وروسته له منځه وړل شوي دي.
خو وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.