د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، چې پولیسو یې په یوې هینو ډوله موټر کې بار له یو نیم زر کیلو ګرامه زیات خام چرس نیولي دي.
چارواکي وایي، دغه نشه یي توکي یې د تورخم جلال اباد په لویه لاره ترلاسه کړي دي.
د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقیوال نن په یو خبري کنفرانس کې وویل، دغه ۱۵۵۳ كېلو ګرامه خام چرس د جلال اباد ـ تورخم لويې لارې ساتونکو د غني خیلو ولسوالۍ په مارکو سیمه کې له یو هینو ډوله موټر څخه نيولي دي.
نوموړی وایي، دغه نشه یي توکي په ډېر مهارت سره د بوسو په بوجیو کې ځای پرځای شوي وو چې په تړاو یې دوه مشکوک کسان هم نیول شوي دي.
د امنیه قومندانۍ ویاند زیاتوي، چې پولیسو د یو لړ نورو پلټنو پرمهال د سرخرود ولسوالۍ په مربوطاتو کې له یوه کور څخه ۹ کیلو ګرامه چرس ترلاسه کړي دي.
د ننګرهار امنیتي چارواکي په داسې حال کې د نشه یي توکو د نیولو خبر ورکوي، چې په دې وروستیو کې د ښار ترڅنګ په یو شمېر ولسوالیو کې د پولیسو پلټنې زیاتې شوې دي.