د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، تېره ورځ ناوخته د دې ولايت په غني خېلو ولسوالۍ کې د بې پيلوټه هوایي، برید په ترڅ كې ۸ وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقیوال کلید ته وویل، د غني خېلو ولسوالۍ د ۲۹ مې ویالې په سیمه کې د بې پيلوټه هوایي برید له امله ۸ وسله وال وژل شوي خو ولسي وګړو ته كوم زيان نه دى اوښتى.
بل لورته بیا د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد کلید ته له نا معلوم لوري د ټلیفون په کرښه وویل، چې په غني خیلو ولسوالۍ کې برید د دوی په ملګرو نه بلکې په ولسي وګړو ترسره شوی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ