ads

د پكتيا جاني خېلو ولسوالي سقوط شوه

چارواکو كليد ته د تماسونو په ترڅ كې منلې چې دا ولسوالي له سختې جګړې وروسته سقوط شوې خو دوى وايي چې د جاني خېلو د بېرته نيولو هڅې يې هم پيل كړې دي.

د پکتيا د والي وياند نقيب احمد اتل كليد ته د ټلیفون په کرښه وويل، د جانې خېلو ولسوالي له تېرو څو میاشتو راهیسې محاصره وه چې تېره شپه تر سختې جګړې وروسته د وسله والو لاس ته ورغلې او افغان ځواكونو له دغه ځايه تاكتيكي شاتګ كړى دى

نویسنده: The Killid Group
6 وږی 1395
د پكتيا جاني خېلو ولسوالي سقوط شوه

د پکتيا د جاني خېلو ولسوالي او ورسره اړوند د پولیسو پوستې د وسله والو طالبانو لاس ته ورغلې دي.

چارواکو كليد ته د تماسونو په ترڅ كې منلې چې دا ولسوالي له سختې جګړې وروسته سقوط شوې خو دوى وايي چې د جاني خېلو د بېرته نيولو هڅې يې هم پيل كړې دي.

د پکتيا د والي وياند نقيب احمد اتل كليد ته د ټلیفون په کرښه وويل، د جانې خېلو ولسوالي له تېرو څو میاشتو راهیسې محاصره وه چې تېره شپه  تر سختې جګړې وروسته د وسله والو لاس ته ورغلې او افغان ځواكونو له دغه ځايه تاكتيكي شاتګ كړى دى: (( جاني خېلو ولسوالي له تېرو څو ورځو راهيسې پرله پسې تر بريدونو لاندې نيولې وه، تېره شپه زموږ امنيتي ځواكونو د جاني خېلو له امنيتي پوستو نه تاكتيكي پرشا تګ كړى دى، خو تازه دمي سرتېري رارسېدلي، اوس دوى سره منسجم شوي او هڅه كوي هغه پوستې چې افغان قواو ترې تاكتيكي شاتګ كړى دى، بېرته ونيسي.))

د والي ویاند وویل، په دې جګړه کې پنځه پولیس وژل شوي، پنځه نور ژوبل شوي او د دوی دوه عرادې وسایط هم تخریب شوي دي.

نوموړى همدا راز په جګړه كې د ګڼ شمېر وسله والو طالبانو د وژل كېدو ادعا هم كوي، خو كره شمېره يې په ډاګه نه كړه.

د پکتيا د ولايتي شورا غړي تاج محمد منګل هم په دې اړه کلید ته وویل، د تېرې شپې په جګړه کې تر دوو سوو پورې د دولت وسله والومخالفینو او تر پنځوسو پورې دولتي سرتېروته مرګ ژوبله اوښتې: ((  د وسله والومخالفینو په وژل شويو کسانو کې مشهور پاکستانی قومندان حافظ رشيد او نورمهم کسان هم شامل دي.))

خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د جاني خېلو د جګړې په اړه بيا رسنيو ته ويلي، دا ولسوالي يې په بشپړه توګه لاندې كړې او لسګونه امنيتي سرتېرو ته د مرګ ژوبلې اړولو تر څنګ يې ګڼ مهمات هم د وسله والو لاسته ورغلي دي.

د يادونې وړ ده چې د پكتيا جاني خېلو ولسوالي له تېرې يوې نيمې مياشتې راهيسې د طالبانو له خوا محاصره وه چې د جمعې په ماخستن ناوخته له سختې جګړې وروسته سقوط شوه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA