د پکتيکا په مټاخان ولسوالۍ کې د لومړي ځل لپاره د مطالعې د فرهنګ د ترويج په هدف ګرځنده کتابتون جوړ او د ولسونو له تود هرکلي سره مخ شو.
په دغه ګرځنده کتابتون كې بېلابېل ديني، ادبي، علمي، سياسي او نور ټولنيز کتابونه نندارې ته کېښودل شول.
د پكتيكا د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولين وايي، چې د دا ډول ګرځنده کتابتونونو له جوړولو يې هدف دا دى، چې د ولسواليو خلک د مطالعې له فرهنګ سره اشنا کړي.
د پکتيکا والي محمد الياس وحدت له دغه كتابتون څخه د ليدنې په مهال خوښي څرګنده کړه او له کتاب سره د مينې پر ډېرولو يې ټينګار وکړ.
هغه هيله څرګنده کړه، چې هېوادوال نور د ټوپک پر ځاى له کتاب او قلم سره مينه ډېره کړي، چې په هېواد کې د مرګونو لړۍ پاى ومومي او ټول افغانان د سولې او ورورولۍ په فضا کې ژوند وکړي.
د يادولو وړ ده، چې له ياد کتابتون څخه د مټاخان ولسوالۍ سلګونو خلکو، چې ماشومان، ځوانان او زاړه په کې شامل وو، ليدنه وکړه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ