په غور ولايت كې د افغان ځواكونو كومانډويي قطعې په عملياتو كې ۷ وسله وال طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپيان دي.
د افغانستان د كومانډويي قطعې وياند مهدي قادري په دې اړه كليد ته وويل، د غور په پسابند ولسوالۍ كې د طالبانو قومندان ملا تيمور غوښتل چې له خپلو وسله والو سره پر افغان نظامي او ملكي تاسيساتو بريدونه وكړي، خو بيګا شپه ۱۲ بجې افغان كومانډويان سيمې ته رسېدلي او تر سهاره يې په جګړه كې ۷ وسله وال وژلي او ۸ نور ټپيان شوي دي.
مهدي قادري زياته كړه، په عملياتو كې افغان ځواكونو او ملكي خلكو ته هېڅ زيان نه دى رسېدلى او سيمه له وسله والو پاكه شوې ده.
طالبانو بيا په دې اړه څه نه دي ويلي خو دا په داسې حال كې ده چې د غور پسابند ولسوالي له تېرو دوه ورځو راهيسې څو ځله د د وسله والو تر بريدونو لاندې راغلې او طالبانو په سيمه كې پرتې څو پوستې هم د لنډ وخت لپاره نيولې وې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ