ads

دفاع وزارت: افغان ځواكونو په ۲۴ ساعته ګډو عملياتو كې ۶۱ وسله وال وژلي دي

د ملي دفاع وزارت وايي، چې د هېواد په بېلا بېلو سيمو كې د امنيتي ځواكونو په ګډو عملياتو كې ۶۱ وسله وال مخالفين وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي. د دې وزارت له مطبوعاتي دفتره نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دغه عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د […]

نویسنده: The Killid Group
5 غبرګولی 1395
دفاع وزارت: افغان ځواكونو  په ۲۴ ساعته ګډو عملياتو كې ۶۱ وسله وال وژلي دي

د ملي دفاع وزارت وايي، چې د هېواد په بېلا بېلو سيمو كې د امنيتي ځواكونو په ګډو عملياتو كې ۶۱ وسله وال مخالفين وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.
د دې وزارت له مطبوعاتي دفتره نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دغه عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د كونړ، لغمان، ننګرهار، بغلان، بلخ، كندوز، كندهار، هرات او يو شمېر نورو ولايتونو په مربوطاتو كې ترسره شوي دي.
د ملي دفاع وزارت د عملياتو په مهال د ملي اردو د ۸ تنو سرتېرو وژل كېدل هم تاييد كړي دي.
د دولت وسله والو مخالفينو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA