ads

بريتانيا په سعودي عربستان د وسلو پلورلو ملاتړ وكړ

بريتانوي حکومت په سعودي عربستان د وسلو پلورلو ملاتړ کړى او په يمن کې يې د حوثي وسله والو د ځپلو هوډ څرګند کړى. د رپوټونو له مخې، د بريتانيا لومړي وزير ډېويډ کاميرون دغه اعلان وروسته له هغې کړى، چې تر دې وړاندې اروپايي پارلمان د يوې هوکړې له مخې په سعودي عربستان په […]

نویسنده: The Killid Group
17 کب 1394
بريتانيا په سعودي عربستان د وسلو پلورلو ملاتړ وكړ

بريتانوي حکومت په سعودي عربستان د وسلو پلورلو ملاتړ کړى او په يمن کې يې د حوثي وسله والو د ځپلو هوډ څرګند کړى. د رپوټونو له مخې، د بريتانيا لومړي وزير ډېويډ کاميرون دغه اعلان وروسته له هغې کړى، چې تر دې وړاندې اروپايي پارلمان د يوې هوکړې له مخې په سعودي عربستان په وسلو پلورلو بنديز لګولى دى.

بريتانوي حکومت په سعودي عربستان د وسلو پلورلو ملاتړ کړى او په يمن کې يې د حوثي وسله والو د ځپلو هوډ څرګند کړى.

د رپوټونو له مخې، د بريتانيا لومړي وزير ډېويډ کاميرون دغه اعلان وروسته له هغې کړى، چې تر دې وړاندې اروپايي پارلمان د يوې هوکړې له مخې په سعودي عربستان په وسلو پلورلو بنديز لګولى دى.

کاميرون ويلي، سعودي عربستان ته به د وسلو پلورلو لړۍ جاري وساتي او په يمن کې به له حوثي وسله والو سره مقابله کې له دغه هېواد سره مرسته کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې سعودي عربستان اعلان وکړ، چې له فرانسې څخه د درې ميليارد ډالرو په ارزښت اخيستونکې وسلې به لبنان ته نه، بلکې د خپلو ځواکونو په واک کې ورکړي.

سعودي حکومت لبنان ته د ميليونونو ډالرو مرسته وروسته له هغې وځنډوله، چې د دغه هېواد حزب الله ډله له ايران سره په همکارۍ د سعودي د ګټو په له منځه وړلو تورنه شوه.

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA