ads

افغانستان د كركټ په تمريني لوبه کې هالنډ ته ماتې ورکړه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د جمعې په ورځ د نړيوال شل اوريز جام په لومړۍ تمريني لوبه کې د هند په موهالي ښار کې د هالنډ کرکټ ملي لوبډلې ته د ۱۶ منډو په توپير ماتې ورکړه. د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د جمعې په ورځ د نړيوال شل اوريز جام په […]

نویسنده: The Killid Group
15 کب 1394
افغانستان د كركټ په تمريني لوبه کې هالنډ ته ماتې ورکړه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د جمعې په ورځ د نړيوال شل اوريز جام په لومړۍ تمريني لوبه کې د هند په موهالي ښار کې د هالنډ کرکټ ملي لوبډلې ته د ۱۶ منډو په توپير ماتې ورکړه.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د جمعې په ورځ د نړيوال شل اوريز جام په لومړۍ تمريني لوبه کې د هند په موهالي ښار کې د هالنډ کرکټ ملي لوبډلې ته د ۱۶ منډو په توپير ماتې ورکړه.

د لوبې پچه د افغان لوبډلې لوبډلمشر وګټله او د توپوهنې پرېکړه يې وکړه.

افغانستان په ټاکل شويو شل اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۲ منډې جوړې کړې او هالنډ ته يې د ۱۵۳ منډو هدف وټاکه.

د افغان لوبډلې له لوري توپوهنه کې سميع الله شينواري ۴۲، اصغر ستانکزي ۲۵، شفيق الله ۲۴ او ګلبدين نايب ۲۳ منډې جوړې کړې.

خو هالنډي توپوهونکو په ټولو شل اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۶ منډې جوړې کړې، چې ورکړل شوى هدف ترې پاتې شو او لوبه يې د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې ته د ۱۶ منډو په توپير وبايلله.

افغانستان به سبا دويمه تمريني لوبه د عمان په وړاندې ترسره كړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA