ads

د افغاني غاليو صنعت مخ په ځوړ دى

افغاني غالۍ چې نړيوال شهرت لري او زموږ د هېواد له مهمو صادراتي توكو څخه دي، د حكومت د بې پروايي له كبله له زياتو ستونزو سره مخ دي او دا اندېښنه شته چې دا صنعت ورو ورو له منځه ولاړ شي.محمد شفيع نسيم زاده له پنځلسو كلونو راهيسې د كابل ښار د نجيب زراب […]

نویسنده: The Killid Group
3 کب 1394
د افغاني غاليو صنعت مخ په ځوړ دى

افغاني غالۍ چې نړيوال شهرت لري او زموږ د هېواد له مهمو صادراتي توكو څخه دي، د حكومت د بې پروايي له كبله له زياتو ستونزو سره مخ دي او دا اندېښنه شته چې دا صنعت ورو ورو له منځه ولاړ شي.
محمد شفيع نسيم زاده له پنځلسو كلونو راهيسې د كابل ښار د نجيب زراب په ماركېټ كې د افغاني غاليو د پلورلو دوكان لري چې په خبره يې د افغاني غاليو بازار هېڅكله د نن په څېر د خرڅلاو له پلوه له ځوړ سره مخ نه و. افغاني غالۍ چې نړيوال شهرت لري او زموږ د هېواد له مهمو صادراتي توكو څخه دي، د حكومت د بې پروايي له كبله له زياتو ستونزو سره مخ دي او دا اندېښنه شته چې دا صنعت ورو ورو له منځه ولاړ شي.
محمد شفيع نسيم زاده له پنځلسو كلونو راهيسې د كابل ښار د نجيب زراب په ماركېټ كې د افغاني غاليو د پلورلو دوكان لري چې په خبره يې د افغاني غاليو بازار هېڅكله د نن په څېر د خرڅلاو له پلوه له ځوړ سره مخ نه و.
نوموړى وايي، په تېرو كلونو كې به د مياشتې زر متره غالۍ د توليدوونكو له خوا د خرڅلاو لپاره وروړل كېدې او د خرڅلاو بازار يې هم ښه و، خو په دې وروستيو مياشتو كې ۱۰۰ متره غالۍ هم ورته نه وروړل كېږي: “خرڅلاو نه لرو او لوى خنډونه په دې لار كې د خلكو د اقتصادي او امنيتي وضعيت خرابوالى دى، له بله پلوه له تركي او ايراني غاليو څخه دولت ماليه نه اخلي، په داسې حال كې چې دولت غواړي په افغاني غاليو محصول زيات كړي.”
نسيم زاده زياتوي چې پاكستان د لسو كلونو لپاره افغاني غالۍ له ماليې معاف كړي، ځكه غواړي افغان غالۍ اوبدونكي خپل هېواد ته راجلب كړي.   
دا په داسې حال كې ده چې د سوداګرۍ او صنايعو خونې مرستيال خان جان الكوزى هم د شته ستونز په منلو سره وايي، د جهاد په وخت چې خلك په كډوالۍ كې په كمپونو كې وو، دې صنعت ډېر پرمختګ وكړ او ښه پاملرنه ورته وشوه، ځكه دې صنعت ته ډېره اړتيا وه: “يوه تخته غالۍ په دېرش او څلوېښت زره كلدارو خرڅېدله چې په هغه وخت كې ډېرې پيسې وي، اوس د يوې تختې غالۍ اوبدل دوه يا درې مياشتې وخت نيسي، د موادو مصرف پكې زيات راځي او د پخوا په پرتله په كمه بيه پلورل كېږي، د غاليو رنګ له نورو هېوادونو څخه راوړل كېږي، ورځ تر بلې مالداري ختمېږي او وړيو ته لاسرسى هم ستونزمن كېږي.”
نوموړى دا هم وايي چې د غاليو د مينځلو او قيچي كارۍ لپاره ځاى نه لري او كله چې د دې كارونو لپاره غالۍ پاكستان ته ځي، نو پاكستان يې اكثره پخپل نوم نورو هېوادونو ته صادروي، ځكه حكومت په تېرو كلونو كې دا ظرفيت دننه په هېواد كې جوړ نشو كړاى.  
الكوزى د يادو ستونزو د حل لپاره ځينې وړانديزونه هم لري: “د غاليو اوبدل بايد له بدوي حالته ووځي عصري حالت ته، نوې نقشي او ډيزاينونه رامنځته شي، د ښځو روغتيا ته پاملرنه وشي، ځكه دا د ډېر ارزښت وړ صنعت دى چې په افغانستان اوږد تاريخ لري او حكومت بايد ورته پاملرنه وكړي، د بازار موندنې امكانات بايد د حكومت او خصوصي سكټور له لورې دې صنعت ته برابر شي.”
د سوداګرو ستونزې
كه څه هم زموږ هېواد د لاس په وسيله د اوبدل شويو غاليو له پلوه د سيمې د هېوادونو په منځ كې شهرت لري، خو د دې صنعت مالكان تل د حكومت او خصوصي سكټور ترمنځ د همغږۍ له نشتوالي سر ټكوي.
د افغاني غاليو يو سوداګر محمد نسيم وايي، په دې وروستيو كې هېڅ يو بهرني سوداګر د افغاني غاليو د رانيولو لپاره د نجيب زراب ماركېټ ته مراجعه نه ده كړې او افغانان هم د افغاني غاليو د اخيستلو توان نه لري، نو له همدې كبله د غاليو د خرڅلاو بازار مخ په ځوړ دى.   
د نوموړي په اند، دوه علتونو په هېواد كې د غاليو بازار له ركود سره مخ كړى، هېواد نه بهر د توليد شويو موادو د استولو لپاره د دولت نه همكاري او په ارزانه بيه هېواد ته د ايراني او تركي ماشيني غاليو واردېدل: “موږ سوداګر په هېواد کې ټرانسپورټي امكانات نه لرو او په ګمركونو كې له موږ سره همكاري نه كېږي.”
په ورته مهال بيا د هېواد د غالۍ اوبدونكو د اتحاديې مشر عصمت الله وايي، د زياتو علتونو له كبله د افغاني غاليو صنعت له ماتې سره مخ دى. 
د نوموړي په خبره، افغان سوداګر په خپل كار كې د اسانتياوو د رامنځته كېدو لپاره خپل سوداګريز توكي لومړى پاكستان او له هغې لارې نړيوالو بازارونو ته وړي او دا كار د دې سبب كېږي چې افغاني هويت له منځه ولاړ اوغالۍ په پاكستاني هويت نړيوالو بازارونو ته وړاندې شي. 
د ايراني او تركي غاليو تود بازار
د افغاني غاليو زيات شمېر سوداګر وايي چې په تېرو كلونو كې د دې غاليو ۵۰ فيصده توليدات په هېواد كې پلورل كېدل، خو اوس تركي او ايراني غالۍ د افغاني غاليو په ډيزاين د هېواد بازارونو ته راوړل كېږي او د افغاني صنعت ځاى نيسي.
د افغاني غاليو سوداګر محمد نسيم وايي، تركي سوداګر د افغاني غاليو انځورونه اخلي او له يوې اوونۍ وروسته تركي غالۍ په كم كيفيت او ټيټې بيې بازارونو ته راځي او افغانان يې هم د بيې د كموالي په خاطر اخلي.
د سوداګرو په اند، ازاد بازار ښه دى، خو په وروستيو كلونو كې بازار د دولت له كنټرول څخه وتلى او يو شمېر سوداګرو د بې كيفيته او ارزان بيه توكو په واردولو سره كورني بازارونه له لويو ستونزو سره مخ كړي دي.
د دوى په وينا،  په وار وار سره يې د سوداګرۍ او صنايعو وزارت ته په افغاني بڼه د بهرنيو توكو د واردولو په اړه شكايتونه كړي، خو د دې ستونزې د حل لپاره هېڅ چارواكي اقدام نه دى كړى.

له ستونزو ډك صنعت
د خويندو په نوم د غالۍ اوبدلو او لاسي صنايعو د توليدي شركت مشره بي بي شيرين اكبري چې پنځلس كاله يې له كار څخه تېرېږي وايي، د طالبانو په دوره كې چې دوى پاكستان ته كډوال شول، نو هلته يې له خپلې كورنۍ سره په غالۍ اوبدلو پيل وكړ او وروسته بيا كله چې بېرته هېواد ته راستنه شوه، له يوه بانك څخه يې پيسې پور كړې او خپل شخصي كار ته يې دوام وركړ.
نوموړې زياتوي: “پخوا به مو په وړو كارګاوو كې د ملي شخصيتونو انځورونه، د هېواد نقشه او بېلابېل انځورونه اوبدل او اوبدل شوې غالۍ به مو د بګرامیو بازار ته وړلې، نو زيات مينه وال او اخيستونكي يې درلودل، خو اوس افغاني غالۍ بازار نه لري، په پېښور كې هم چې مو غالۍ اوبدلې، نو د پاكستان په مارك به په بازارونو كې پلورل كېدې، خو اوس زه پخپله د غاليو د قيچي كارۍ، مينځلو، رنګ وركولو او نورو برخو ماشينونه لرم او كله چې د غاليو كار بشپړ شي په نندارتونونو كې په ګډون سره يې خرڅلاو ته وړو.”
د هغې په خبره، دا چې د غاليو د خرڅلاو بازار سوړ شوى، نو دې هم د لاسي صنايعو نورو برخو ته مخه كړې ده.
نوموړې وايي، د غالۍ اوبدلو كار په افغانستان كې په معياري ډول نه دى، خاورې او دوړې يې روغتيا ته زيات زيانونه رسوي.
اكبري زياتوي، د غاليو د خرڅلاو بازار دوه كاله دمخه هم ښه و، خو تېر كال او سږ كال هېڅ بازار نه لري: “پخوا به مو د مياشتې ۱۰۰ متره غالۍ شاګردانو ته د اوبدلو لپاره وركوله، خو اوس يوازې دوه درې تنه شاګردان لرم چې د مياشتې ۲۰ يا ۱۰ متره اوبي.”
د هغې په وينا، خپلې ستونزې يې له چارواكو سره شريكې كړې دي، خو څوك يې غږ نه اوري: “د سوداګرو ښځو په فدراسيون كې غړيتوب هم لرم، خو يوازې د نندارتونونو د ګډون زمينه راته برابروي، په نندارتون كې ګډون هم له ستونزو سره مل وي، ډېره لوړه كرايه راباندې راځي، په هند كې د نندارتون د يوې غرفې كرايه شاوخوا څلور نيم زره ډالره ده چې موږ دا پيسې نه شو وركولاى.”
د سوداګرۍ او صنايعو وزارت چارواكي وايي، يو نيم ميليون افغانان په مستقيم او غير مستقيم ډول د غاليو اوبدلو په صنعت كې په كار بوخت دي، خو له اقتصادي پلوه له دې صنعت څخه ملاتړ نه دى شوى.
د دوى په خبره، كومې پيسې چې د غاليو له صنعت سره مرسته شوې، ښايي د ۵۰ ميليونو افغانيو په شاوخوا كې وي.
دوى زياتوي، د غاليو د مينځلو او قيچي كولو يوازې دوه فابريكې د امريكا له خوا د هېواد په دوو ولايتونو كې جوړې شوې دي.
دوى د دې صنعت د پراختيا لپاره شوې هڅې كافي نه بولي او پر لا زياتو هڅو ټينګار كوي.
خو د سوداګرۍ او صنايعو وزارت وياند مسافر قوقندي بيا وايي چې له ۲۰۱۱ كال راپدېخوا په هېواد كې د غاليو توليد او صادرات مخ په ودې دي او دا چې له ۲۰۰۷ څخه تر ۲۰۱۱ پورې دا صنعت مخ په ځوړ و، علت يې دا و چې د افغاني غاليو بيه لوړه وه او د نړۍ اقتصاد هم د ركود په حال كې و چې پر دې برخې يې هم ناوړه اغېز كړى و.
د هغه په خبره، د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د هېواد په پنځو ولايتونو كې د غاليو د ۵ صنعتي فابريكو لپاره ځمكه ځانګړې كړې او كار يې په جريان كې دى.
دى زياتوي، د هغه درې كلن پلان پر بنسټ چې د ۲۰۱۸ كال تر پايه يې جوړ كړى، تر راتلونكو دوو مياشتو پورې به په هېواد كې داسې فابريكې پرانيزي چې د غاليو اومه مواد به په لوړ كيفيت توليدوي.
قوقندي وايي: “د مالي مرستو په برخه كې هم په نظر كې لرو چې په كمو قسطونو پورونه وركړو او د بازار موندنې په برخه كې موږ په نورو هېوادونو كې ښه بازارونه لرو، خو ستونزه دا وه چې په وخت سره مو غالۍ ټاكلي هېواد ته نشو رسولاى او دوه مياشتې ځنډ به پكې راته.”
نوموړى زياتوي، دوه مياشتې وړاندې يې له يوه بهرني هوايي شركت سره تړون لاسليك كړ چې له مخې به يې يوه تخته شپږ متره افغاني غالۍ په ۷۲ ساعتونو كې په ۲۸ ډالرو د نړۍ تر ټولو لرې هېوادونو ته ورسېږي. 
د قوقندي په وينا، د افغاني غالۍ له صنعت څخه د ملاتړ په درې كلن پلان كې بېلابېل وزارتونه ونډه لري او پيسې هم ورته ځانګړې شوي چې د ۲۰۱۸ كال تر وروستيو پورې به د دې پلان په پلي كولو سره د غاليو د صنعت او د غالۍ اوبدونكو وضعيت كې ځانګړى بدلون رامنځته شي.
له بلې خوا د سوداګرۍ نړيوال سازمان سره د افغانستان يو ځاى كېدل هم د دې سبب شوي چې د افغانستان توليدات له تبعيض پرته د نړۍ ۱۶۳ هېوادونو ته واستول شي چې د سوداګريزو توكو مهمه برخه هم غالۍ دي.
د افغاني غاليو امتياز د پاكستان په برخه
افغان سوداګر د سوداګريزو توكو د مستقيم لېږد لپاره له زياتو ستونزو سره مخ دي او دا د دې سبب شوي چې له كلونو راهيسې دا سوداګر خپل سوداګريز توكي پاكستان ته لېږدوي او د كراچۍ په بندر كې له كمو اسانتياوو څخه په ګټې اخيستنې خپل توكي نړيوالو بازارونو ته انتقالوي.
خو همدا ستونزه د دې سبب شوې، افغاني غالۍ چې د نړۍ په نورو هېوادونو كې د لوړ امتياز لرونكې دي د پاكستان په نوم او نښان نړيوالو بازارونو ته وړاندې كېږي او امتياز يې هم هغه هېواد اخلي.
په فارياب ماركېټ كې د افغاني غاليو يو سوداګر محمد نبي وايي، ۱۲ كاله كېږي چې د غاليو په سوداګرۍ بوخت دى، خو غالۍ په ډېرو ستونزو او لوړې بيې نورو هېوادونو ته استوي.
د هغه په وينا، د يوې ۶ متره غالۍ لپاره ۱۰۰ ډالره كرايه وركوي او هېڅ ګټه ورته نه پاتې كېږي، په داسې حال كې چې دولت دا مسووليت لري چې د غاليو د لېږد لپاره اسانتياوې رامنځته كړي.
نوموړى زياتوي: “موږ د ښه كيفيت لرونكې وړۍ د غالۍ اوبدلو لپاره لرو، خو كومه پرمختللې دستګاه يې د پروسس لپاره نه لرو، ځكه نو افغاني وړۍ ځلا نه لري او وړۍ له ايران، چين، بلجيم او نورو هېوادونو څخه واردېږي.”
د هغه په خبره، په وروستيو دوو كلونو كې يې يو مشخص نښان چې د افغاني صنعت څرګندويي كوي، جوړ كړى او د خپلو غاليو په يوه څنډه كې يې د “ساخت افغانستان” كليمې په غاليو كې اوبدلي چې په هېڅ صورت له منځه نه ځي.
په ګمرك كې د فساد شتون
له بلې خوا د افغاني غاليو سوداګر وايي چې دوى د غاليو د لېږد لپاره په ګمرك كې له ستونزو سره مخ وي او كله چې غواړي څو تختې افغاني غالۍ بهر ته د لېږد په هدف ګمرك ته واستوي، د ګمرك مامورين نه يوازې دا چې همكاري ورسره نه كوي، بلكې ستونزې هم ورته جوړوي.
د افغان سوداګر محمد نبي په خبره، له يوې تختې غالۍ څخه په ګمرك كې ۵۰۰ ډالره اخيستل كېږي چې په دې توګه سوداګر د خپلو مالونو د لېږد توان نه لري.
هغه زياتوي: “زموږ د هېواد ګمركونه د هر انتقالي جنس د بيې درې برابره پيسې اخلي او د جنس د انتقالولو مسووليت هم پخپله د سوداګر پر غاړه دى، له همدې كبله سوداګر تل خپل مالونه د كراچۍ بندر له لارې لېږدوي.”
د غالۍ اوبدونكو اتحاديه په ۱۳۴۶ كال كې جوړه شوه او هدف يې د ويزې او د غالۍ د سوداګرو لپاره د نورو اسانتياوو برابرول وو.
د يادې اتحاديې مشر عصمت الله وايي، د افغاني غاليو په لار كې تر ټولو لويه ستونزه نړيوالو بازارونو ته د غاليو غير مستقيم لېږد دى او ټول چارواكي په دې خبر دي، خو د حل لپاره يې كوم اقدام نه كوي.
نوموړى د شته ستونزو په منلو سره زياتوي چې په وروستيو كلونو كې يو شمېر ستونزو ته رسيدګي هم شوې، د بېلګې په ډول په ننګرهار، فارياب او هرات ولايتونو كې د صنعتي ښارګوټو بنسټونه اېښودل شوي او كارونه يې دوام لري.
د هغه په وينا، په تېرو كلونو كې افغاني غالۍ له اوبدلو وروسته د پروسس لپاره ګاونډيو هېوادونو ته استول كېدې، خو اوس په هېواد كې په نړيوالو معيارونو برابرې د غاليو د پروسس فابريكې فعالې شوې دي: “په كابل ښار كې د غاليو د پروسس ۲۸ فابريكې شته او په ډېر نږدې راتلونكي كې به په بلخ ولايت كې هم جوړې شي، د فارياب، ننګرهار او بلخ ولايتونو په صنعتي پاركونو كې به د غاليو د مينځلو كار پيل شي.”
۷۵ فيصده كموالى
د غاليو سوداګر وايي چې د غاليو د بازار ركود د دې صنعت پر توليداتو هم اغېز كړى او ۷۵ فيصده كموالى په كې راغلى، خو  خو دولت او د سوداګرۍ صنايعو وزارت د دې ستونزې د حل لپاره كوم ګټور كار نه دى كړى.
د سوداګرو په وينا، له ۲۰۰۱ كال څخه وړاندې افغان كډوالو په ګاونډي هېواد پاكستان كې د غاليو په اوبدلو كې فعاله ونډه درلوده چې په كال كې ۲ ميليون متره غالۍ بهرنيو هېوادونو ته استول كېدې، ځكه پاكستان به هم د انتقال په برخه كې اسانتياوې ورته برابرولې.
خو دوى زياتوي، اوس د غاليو د توليداتو كچه راټيټه شوې او د تېرو ديارلسو كلونو په بهير كې دولت په دې اړه كوم عملي ګام نه دى پورته كړى.
په ورته مهال بيا د هېواد په شمال كې غالۍ اوبدونكې ښځې هم دولت د غاليو صنعت ته په نه پاملرنې تورنوي او وايي، كه دې ارزښتمن صنعت ته پاملرنه ونشي، نو له منځه به ولاړ شي.
ذبيده په مزار شريف  ښار كې د غالۍ اوبدلو په يوه فابريكه كې له  ۳۰ تنه نورو ښځو سره په دې كار بوخته ده چې ډېرى دا ښځې كونډې دي او د كورني اقتصاد پرمخ وړل د دوى پر غاړه دي.
دا ښځې وايي، سره له دې چې غالۍ اوبدل ستونزمن كار دى او روغتيا ته يې هم زيان رسوي، خو د ورځې له ۵۰ افغانيو څخه كمې پيسې ترلاسه كوي.
په مزار شريف ښار كې د ښځو د تړون په نامه  د ټولنيز بنسټ مشره شكيلا حيدري هيله منه ده چې ښځو ته د غاليو د طرحې، رنګولو او ډيزاين په برخو كې وركشاپونه جوړ شي او هغوى پخپله وكولاى شي له كورني يا بهرني شركتونو سره قرارداد ولري او زياته ګټه ترلاسه كړي.
د يادونې ده چې د هېواد په شمال او شمال ختيځو ولايتونو كې د غالۍ اوبدلو ۱۲۰ فابريكې شته چې يو  نيم ميليون  افغانان په كې په كار بوخت دي او ۹۰ فيصده كارګران يې ښځې جوړوي.
د شمال ذون د غالۍ اوبدونكو د اتحاديې سرپرست عبدالمنان بلخي وايي: “موږ په دې هڅه كې يو چې د دولت په مرسته نړيوالو بازارونو ته لار ومومو او له نږدې څخه له پلورونكو سره په تماس كې شو، ځينې ښې طرحې او نقشې راوړو، ترڅو د غاليو توليدوونكو ته لوړ حقوق وركړو.”
پايله
په هېواد كې شته فساد د دې سب شوى چې افغان غالۍ په كمه بيه وپلورل شي، په معياري او پرمختللې بڼه دا صنعت پرمختګ ونكړي، نړيوالو بازارونو ته د غاليو د لېږد په لار كې ستونزې رامنځته او په ارزانه بيه د هېواد بازارونو ته د نورو هېوادونو غالۍ راوړل شي.
د دې ترڅنګ بل هغه علت چې له كبله يې ډېرى غالۍ اوبدونكو له دې صنعت څخه لاس اخيستى، د ډول ډول ناروغيو رامنځته كېدل دي. غالۍ اوبدونكي په تنفسي، جلدي او يو شمېر نورو ناروغيو اخته كېږي.
دوى د خپل كار په بدل كې ډېر كم مزد ترلاسه كوي، ځكه نو د دې صنعت بازار ورځ تر بلې مخ په ځوړ دى او دولت او اړوند چارواكي ورته جدي پاملرنه نه كوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA