د افغانستان په ګډون د نړۍ د ١٦ هېوادونو د ١٩ کلنو کرکټ نړيوال جام سيالۍ نن په بنګله دېش کې پيل شوې.
د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک وويل، يادې لوبډلې په څلورو ګروپونو وېشل شوې دي.
هغه زياته کړه، چې افغانستان د دې لوبو په ليست كې په ب ګروپ کې له پاکستان، سريلانکا او کاناډا سره دى. افغانستان به خپله لومړۍ لوبه سبا له پاکستان سره کوي. د افغانستان په ګډون د نړۍ د ١٦ هېوادونو د ١٩ کلنو کرکټ نړيوال جام سيالۍ نن په بنګله دېش کې پيل شوې.
د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک وويل، يادې لوبډلې په څلورو ګروپونو وېشل شوې دي.
هغه زياته کړه، چې افغانستان د دې لوبو په ليست كې په ب ګروپ کې له پاکستان، سريلانکا او کاناډا سره دى. افغانستان به خپله لومړۍ لوبه سبا له پاکستان سره کوي.
هوتک وايي، چې افغان لوبـډلې دې لوبو لپاره بشپړ تيارى نيولى، تر دې مخکې يې په هندوستان او هېواد کې دننه ښه تمرينات کړي دي او د دې سياليو په يوه تمريناتي لوبه کې یې ايريلنډ ته ماتې ورکړې وه.
نن د دغو لوبو په لړ کې بنګلدیش جنوبي افریقا او انګلستان، فیجي ته په سترو توپیرونو ماتې ورکړې.