ads

له ښځو سره تاوتریخوالی له زغم وتلی

د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې ورځ په ورځ ډېرېږي. په تر ټولو وروستۍ پېښه کې چې په بادغیس ولایت کې رامنځته شوه پر یوې ۹کلنې نجلۍ جنسي تېری و. ویل کېږي چې پر دغې ۹کلنې نجلۍ ۱۱ تنو جنسي تېری کړی چې ۴ تنه یې پولیس او پاتې نور یې سیمه ییز وسله […]

نویسنده: The Killid Group
26 مرغومی 1394
له ښځو سره تاوتریخوالی له زغم وتلی

د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې ورځ په ورځ ډېرېږي. په تر ټولو وروستۍ پېښه کې چې په بادغیس ولایت کې رامنځته شوه پر یوې ۹کلنې نجلۍ جنسي تېری و. ویل کېږي چې پر دغې ۹کلنې نجلۍ ۱۱ تنو جنسي تېری کړی چې ۴ تنه یې پولیس او پاتې نور یې سیمه ییز وسله وال دي.
د بادغیس د ولایتي شورا رئيس فرید اخي زي دغه پېښه تایید کړې او وايي چې په جوند سیمه کې رامنځته شوې ده، هغه وايي د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې ورځ په ورځ ډېرېږي. په تر ټولو وروستۍ پېښه کې چې په بادغیس ولایت کې رامنځته شوه پر یوې ۹کلنې نجلۍ جنسي تېری و. ویل کېږي چې پر دغې ۹کلنې نجلۍ ۱۱ تنو جنسي تېری کړی چې ۴ تنه یې پولیس او پاتې نور یې سیمه ییز وسله وال دي.
د بادغیس د ولایتي شورا رئيس فرید اخي زي دغه پېښه تایید کړې او وايي چې په جوند سیمه کې رامنځته شوې ده، هغه وايي: (( د نجلۍ پلار پخوا مړ شوی، ورور هم نه لري، وسله والو تر جنسي تېري وروسته بیا خپل يوه ملګري ته د ۷۵۰ زره افغانيو په بدل کې په جبر په نکاح کړې ده. له پېښې وروسته د نجلۍ مور او نيا مرکز ته راغلل او دلته يې قومندانۍ او ولايتي شورا ته شکايت وکړ.))  د بادغیس ولایت امنيه قومندان مل پاسوال عبدالرووف هم پېښه تاييد کړې ده. نوموړی په دې اړوند د پولیسو د پلټنو خبره هم کوي، خو دا نه وايي چې ایا د دغو جنایتکارانو په نیولو بریالي شوي او که نه؟
دغې پېښې په کابل کې د مدني ټولنو غبرګون هم راوپاراوه. د افغانستان ځوانانو د مدني ټولنې رئيس فردین فدايي چې د دغې وحشتناک جنایت په اړه یوې خبري غونډې ته خبرې کولې، وویل چې په هېواد کې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی نور اوج ته رسېدلی دی. نوموړی وايي چې په تېرو څو ورځو کې یو شمېر ښځې د تاوتریخوالي له ډېرو شدیدو ډولونو( جنسي تېریو) سره مخ شوې دي: (( د ښځو پر وړاندې جنایتونه، تجاوز او پرله پسې تاوتريخوالی موږ ته د منلو وړ نه دی.)) فردین فدايي دولت پړ بولي چې د ښځو د تاوتريخوالي قضيې په سمه توګه نه څېړي او مجرمين نه محاکمه کوي، هغه وايي: (( د بادغیس پېښه یو ستر جنایت او وحشت دی، دولت باید تجاوز کوونکي محاکمه کړي؛ که نه نو موږ به پراخې مظاهرې وکړو.))

خونړۍ کال
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمسيون روان ۱۳۹۴ لمریز کال د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له اړخه یو خونړۍ او زړه بوږنوونکی کال بولي. دا اداره وايي چې د وري له لومړۍ د تلې تر پایه د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۲۹۵۰ پېښې یې ثبت کړې دي. د دې کمسيون وياند ډاکټر رفيع الله بيدار وايي چې په دغو پېښو کې، وهل ټکول، د غړو پرې کول او د تاوتریخوالي نور وحشتناک ډولونه هم شامل دي: (( په ځينو سیمو کې په ښځو او ماشومانو جنسي تېري شوي دي، ناموسي وژنې شوې دي. زموږ دفتر په اووه مياشتو کې په مرکز او ولايتونو کې د جنسي تېریو ۳۰ پېښې او د ناموس په نوم د وژنو تر سلو پورته پېښې ثبت کړې دي.)) د بیدار د معلوماتو له مخې د وژنو تر ټولو پورته ګراف په ترتیب په هرات، بادغیس، بغلان او تخار ولایتونو پورې اړه لري، خو تر ټولو زیات جنسي تېري بیا په فاریاب او بغلان ولایتونو کې د ښځو او ماشومانو پر وړاندې ترسره شوي دي.
د نفقې نه ورکول، د ښځو د ګټې خوړل، د ښځو پر جایداد خېټه اچول، بې موجبه طلاق ورکول، ځورونه، په کم عمر کې د نجونو ودونه، جبري ودونه، په بدو کې د نجونو ورکول، له کوره تېښتې ته د ښځو اړ کول، د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي نور ډولونه دي چې ښاغلي بیدار یې یادونه وکړه.
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمسیون د ښځو د حقونو همغږې کوونکې لطیفه سلطاني د ښاغلي بیدار د خبرو په تایید وايي چې سږکال د ناموس په نوم ۱۹۰پېښې له دوی سره ثبت شوې دي چې په دې کې د ښځو د سنګسارولو درې پېښې هم شاملې دي. ویل کېږي چې د سنګسار پېښې اکثره د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو او یا هغو ساحو کې ترسره کېږي چې حکومت په کې حاکمیت نه لري.

د ځان وژنې هڅې
پر ناموسي وژنو سربېره، ډېری مهال له ښځو سره تاوتریخوالی د دې سبب شوی دی چې د ځان وژنې هڅې هم وکړي. له هرات څخه خپاره شوي راپورونه ښيي چې سږکال په دغه ولایت کې ډېرو ښځو د ځان وژنې هڅه کړې ده. د هرات حوزوي روغتون یوازې د روان ۱۳۹۴ لمریز کال په لومړیو دوو میاشتو کې د ځانې وژنې د هڅې ۶۰ پېښې ثبت کړې دي چې درې یې نارینه او ۵۷ یې ښځې دي. له دغو ۶۰ پېښو څخه ۷ یې په مرګ تمامې شوې دي. د هرات د ولایتي روغتون وياند محمد رفيق شېرزي کلید ته ویلي: ((ځينو د موږکانو دوا، ځينو زهري توکي او ځينو يې د ځان په راځړولو سره د ځان وژنې هڅه کړې وه.)) نوموړي زیاته کړې چې دا شمېرې د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۹۰ په سلو کې زیاتوالی ښيي.
په هرات کې د ځان وژنې د هڅې تر ټولو تازه قضیه د یوې ۳۵ کلنې میندوارې مېرمنې ده. دغې مېرمنې زهري توکي خوړلي وو، خو مخکې تر دې چې زهر یې ووژنې د خاوند چاقو ترې ژوند واخست. د هرات روغتون وياند د دې پېښې په تاييد سره وویل چې د دغې مېرمنې جسد د هرات د پای منارونو له سيمې روغتون ته انتقال شوی و.
د ځان وژنې د هڅو پر پېښو سربېره د روان لمریز کال له پیله تر اوسه په هرات کې ټول ټال د تاوتریخوالي ۲۰۴ پېښې له بشري حقونو او عدلي  ادارو سره ثبت شوې دي. په دغو پېښو کې د ۱۸۳ پېښو دوسیې څېړل شوې او محکمې ته استول شوې دي. د هرات څارنوالۍ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د منع کولو ادارې څارنواله ماري مهنیار وايي: (( د روان کال په ۹ میاشتو کې ۲۲ ناموسي وژنې دي، دا شمېر تېر کال ۱۸ و. د پېښو ۸۰ په سلو کې عاملین نیول شوي.))

د بندي ښځو برخلیک
یو شمېر ښځې بیا له کوره د تښتې په تور په زندانونو کې دي. د ای ډبلیو پي ار خبریاله ارزو محمدي د بېلګې په توګه د بغلان ولايت زندان ته سر وهلی. نوموړې لیکي چې د بغلان په بنديخانه کې ۲۸ ښځې بندي دي. دا بنديانې وايي چې په زندان کې د ځورولو  فرهنگ یې  ژوند ور تریخ کړی دی. دوی وايي چې په دې اړه شکایت هم  نشي کولی. يوه بندۍ مېرمنه وايي چې ځینې  بنديانې له چارواکو سره د نژدې اړيکو په لرلو پر نورو بندیانو زور چلوي: ((دا بنديانې په زور پر نور ښځو خپل کارونه کوي. هغوی زندان ته موبايل تليفونونه راوړي او پر بنديانو يې په زور پلوري. که څوک يې امر ونه مني؛ نو وهي او ډبوي يې.)) دا زنداني مېرمنه زیاتوي: ((هغه ښځې چې د زندان له کارکوونکو سره تړاو لري، د زندان له کارکوونکو سره د اړيکو له پاره پر نورو بنديانو زور راوړي. د زندان د يوه کارکوونکي له خوا پر يوې ښځينه بندۍ په زوره جنسي تېری شوی.)) هغې وويل، د غچ اخستلو له ډاره د دې مېرمنو يا ساتونکو يوه نوم هم نشي اخستلی.
یوه ۲۰ کلنه ښځه له تېر يوه کال راهيسې د بغلان په زندان کې مازې له دې کبله بندي ده چې له کوره تښتېدلې ده. هغې په ځانګړې ډول د يوې بندۍ نوم ياد کړ چې شاوخوا پنځوس کاله عمر لري او نورې بنديانې ځوروي. هغې وويل: ((کله چې زه لمونځ کوم، هغه پر ما ملنډې وهي. کله چې ډوډۍ خورم، پر ما خاندي. وايي، لک د څاروي په څېر ډوډۍ خورم. هغه ما ځکه ګواښوي چې هره خبره يې ومنم. شکايت نشم کولای، ځکه د زندان چارواکي يې تر شا ولاړ دي.))  خو د زندان رئيس، محمد حنيف حيدري بیا د بنديانو دا ډول ادعاوې بې بنسټه بللې دي، هغه وايي چې په زندان کې دننه ارام چاپېريال واکمن دی او نوموړی له بنديانو سره د ښه چلند ډاډ ورکوي.

اقدامات
د زنداني ښځو شکایتونه او د کابل له ښځینه زندان څخه د جمهور رئیس اشرف غني لیدنه بالاخره د دې سبب شوه چې د زنداني ښځو د ستونزو د څېړلو په هدف جمهور رئیس یو حکم صادر کړي. د دغه حکم تر صادرېدو وروسته سترې محکمې د زنداني ښځو د شکایتونو د څېړلو په خاطر یو پلاوی وټاکه. د سترې محکمې رئیس سیدیوسف حلیم وویل، د دې له پاره چې د زنداني ښځو په قضیو کې عدالت رعایت شوی او که نه، هراړخیزه څېړنه کېږي. د جمهوري ریاست په حکم کې راغلي چې ستره محکمې دې، د کابل د اناثیه محبس د محکومینو دوسیې او د تورنو شکایتونو د څېړلو له پاره یو پلاوی وټاکي او نتیجه دې جمهوري ریاست ته وړاندې کړي. جمهور رئیس اشرف غني له هغه وروسته د کابل له ښځینه زندان څخه لیدنه وکړه چې په دې وروستیو کې ((انجمن پیوند افغانان)) په یوه تحقیق کې ادعا وکړه چې زنداني ښځې حقوقي اسانتیاوو او مدافع وکیلانو ته لاسرسی نه لري. دغه بنسټ دا تحقیق په کابل، بلخ، هلمند، هرات او کندهار ولایتونو کې له زنداني مېرمنو سره د مرکو پر بنسټ چمتو کړی و. په دغه تحقیق کې همداراز راغلي چې عدلي ادارې لکه محاکم، عدلیه وزارت او ستره محکمه، د ښځو جزايي سیستم ته لومړیتوب نه ورکوي. دا تحقیق همداراز ښيي چې ښځې د توقیف له مودې تر ازادۍ پورې، ځورول کېږي. دم ګړۍ د زرګونه ښځو په ګډون ټول ټال ۲۸زره تنه د هېواد په زندانونو کې بندیان دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA