ads

طالبان له هلمنديانو څخه د شخصي ځمكو پر سر هم پيسې ټولوي

د هلمند قومي مشران او د ولايتي شورا وكيلان شكايت كوي چې طالبان تر خپل واك لاندې سيمو كې له خلكو څخه د هغوى د خپلو ځمكو پيسې په زور ټولوي.د مارجې مشران وايي، طالبان دغلته د هر جريب ځمكې پر سر د ځمكې له خاوند څخه ۱۰۰ كلدارې اخلي او كه چا ور نه […]

نویسنده: The Killid Group
16 مرغومی 1394
طالبان له هلمنديانو څخه د شخصي ځمكو پر سر هم پيسې ټولوي

د هلمند قومي مشران او د ولايتي شورا وكيلان شكايت كوي چې طالبان تر خپل واك لاندې سيمو كې له خلكو څخه د هغوى د خپلو ځمكو پيسې په زور ټولوي.
د مارجې مشران وايي، طالبان دغلته د هر جريب ځمكې پر سر د ځمكې له خاوند څخه ۱۰۰ كلدارې اخلي او كه چا ور نه كړې نو په زور زياتي او وهلو ټكولو يې ترې وړي.
د هلمند د مارجې قومي مشر حاجي ظاهر خان په دې  اړه وايي، دا پيسې جبري دي او څوك يې چې ادا نه كړي وسله وال ګڼې ستونزې ورته جوړوي

د هلمند قومي مشران او د ولايتي شورا وكيلان شكايت كوي چې طالبان تر خپل واك لاندې سيمو كې له خلكو څخه د هغوى د خپلو ځمكو پيسې په زور ټولوي.
د مارجې مشران وايي، طالبان دغلته د هر جريب ځمكې پر سر د ځمكې له خاوند څخه ۱۰۰ كلدارې اخلي او كه چا ور نه كړې نو په زور زياتي او وهلو ټكولو يې ترې وړي.
د هلمند د مارجې قومي مشر حاجي ظاهر خان په دې  اړه وايي، دا پيسې جبري دي او څوك يې چې ادا نه كړي وسله وال ګڼې ستونزې ورته جوړوي: (( پر جريب يې ۱۰۰ افغانۍ دي زما په دېرش جريبه ځمكه يې درې درې نيم زره روپۍ حواله كړې دي، كه پيسې ور نه كړې كميسيون ته دې ور غواړي، وهي دې، ټكوي دې، شل يې دغسې كړې دي، مجبور يوو چې ور وايې ستوو. څوك چې له خپلو سيمو كډه شوي هغوى هم بايد خامخا دا پيسې ور واستوي، كه له لوږې مري هم))
د مارجې د ټولنيزې شورا غړى حاجي عبدالسلام له كلي نه لښكرګاه ته كډه شوى خو دى هم وايي چې مجبور دى كه پر كلي وي كه نه وي طالبانو ته د خپلو ځمكو پيسې وركړي: (( كه دا پيسې ور نه كړو بزګر ته مو اجازه نشته چې په ځمكه مو كښت وكړي،  دا يې پخوا نه ټولولې، مخكې چې دوى په مارجه كې وو، هم يې ټولولې، د خپلې اعاشې او اباتې مصارف پرې لنډوي.))
په ورته وخت كې د هلمند د ولايتي شورا منشي عطاالله افغان وايي، له كليوالو خلكو څخه د ځمكو پر سر د طالبانو لخوا پيسې اخستل سراسر ظلم او د منلو وړ نه دى.
نوموړي كليد ته وويل: (( دلته سوال په دې ځاى كې دى چې د دوى دا اخستنه اصولي ده، شرعي ده، قانوني ده، يا د دوى حق دى كه نه دى، كه ووايو چې دا اصولي خبره ده، نو په سيمه كې د دوى موجوديت او بودن ته جواز وركول دي، دا مطلق بايد ترې وانخيستل شي، دلته قانون شته، دولت شته دولت بايد د دوى مخه ونيسي. هلته بايد عمليات وشي چې خلك وژغورل شي.))
د ولايتي شورا مرستيال عبدالمجيد اخونزاده هم وايي طالبانو نه يوازې د پيسې په ټولولو د مارجې خلك پزې ته راوستي بلكې په كجكي كې هم د برېښنا د پيسو تر څنګ له قاچاقبرو څخه هم لويه اندازه پيسې ټولوي او خپل جنګي امكانات پرې برابروي: (( لكه څنګه چې خبرياست په هلمند كې اته نهه مياشتې كېږي سخته جګړه روانه ده، دلته د طالبانو مالي منابع داسې دي چې له بريښنا څخه ټيكس اخلي، له بازارونو او منطقوي خلكو نه فيسونه اخستل، اوس يې په دهقانانو پيسې ټولوي، قاچاقبر هم پيسې وركوي، دولت يې بايد مخه ونيسي.))
هڅه مو وكړه چې په دې اړه د هلمند د امنيه قومندانۍ د چارواكو نظر هم ولرو خو له هڅو سره سره بيا هم د دې ارګان په استازيتوب څوك خبرو ته حاضر نه شول، خو طالبانو هم تر اوسه په رسمي ډول رسنيو ته نه ده تاييد كړې چې ګواكې وسله وال يې رښتيا هم له كروندګرو پيسې ټولوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA