ads

د يعقوبيو او صبريو خلك خپلو حقونو پسې راپورته شوي

د یعقوبیو او صبریو ولسوالي د خوست ښار شمال ختیځ ډډې ته په شاوخوا ۴۰ کلیومترۍ کې پرته ده.د دغې ولسوالۍ د اوسېدونكو په وينا په تېرو ديارلسو كلونو كې په خپله ولسوالۍ كې د جګړې له كبله له خپلو حقونو محروم پاتې شوي، خو اوس يې د ترلاسه كولو په خاطر د دغه ولسوالۍ […]

نویسنده: The Killid Group
8 لیندۍ 1394
د يعقوبيو او صبريو خلك خپلو حقونو پسې راپورته شوي

د یعقوبیو او صبریو ولسوالي د خوست ښار شمال ختیځ ډډې ته په شاوخوا ۴۰ کلیومترۍ کې پرته ده.
د دغې ولسوالۍ د اوسېدونكو په وينا په تېرو ديارلسو كلونو كې په خپله ولسوالۍ كې د جګړې له كبله له خپلو حقونو محروم پاتې شوي، خو اوس يې د ترلاسه كولو په خاطر د دغه ولسوالۍ یو شمېر ځوانانو او سپین ږیرو مبارزه پیل کړې ده.
په خوست ښار کې د صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ ځوانان، سپین ږیري، محصلین، د پوهنتون او ښوونځیو استادان، زده کوونکي  او سوداګر نن د همدې مبارزې د انسجام لپاره سره راټول وو او د صبریو – یعقبویو ولسوالۍ د ټولنیز بنسټ په نوم یې د مدني حرکت پرانيسته وكړه. د یعقوبیو او صبریو ولسوالي د خوست ښار شمال ختیځ ډډې ته په شاوخوا ۴۰ کلیومترۍ کې پرته ده.
د دغې ولسوالۍ د اوسېدونكو په وينا په تېرو ديارلسو كلونو كې په خپله ولسوالۍ كې د جګړې له كبله له خپلو حقونو محروم پاتې شوي، خو اوس يې د ترلاسه كولو په خاطر د دغه ولسوالۍ یو شمېر ځوانانو او سپین ږیرو مبارزه پیل کړې ده.
په خوست ښار کې د صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ ځوانان، سپین ږیري، محصلین، د پوهنتون او ښوونځیو استادان، زده کوونکي  او سوداګر نن د همدې مبارزې د انسجام لپاره سره راټول وو او د صبریو – یعقبویو ولسوالۍ د ټولنیز بنسټ په نوم یې د مدني حرکت پرانيسته وكړه.
د دغې بنسټ مسوولین وایي، دوى په کومې سیاسي ډلې پسې نه دي تړلی، یوازې د سیمې د خلکو د خیر ښګینې لپاره کار کوي او مالي تمویل یې هم د سیمې د سوداګرو په غاړه دی.
د خوست د شیخ زاید پوهنتون استاد او د یاد بنسټ مسوول حضرت محمد بهار همدا خبره كوي او وايي، د بنسټ له جوړیدو څخه یې په سیمه کې د علمي مرکزونو د معیاري کولو او ځوانانو ته د زده کړو پر برابرولو سربیره د سیمې د خلکو د حقونو د ترلاسه کولو لپاره به کار کوي: ((ژمي کې زده کوونکو او په ځانګړې ډول بې وزله زده کوونکو ته د زده کړو د زمینې برابرول، د علمي او په دولتدارۍ کې د سیمنارونو او ورکشاپونو جوړول، د سیمې د خلکو د حقونو د ترلاسه کولو په خاطر منډې ترړې، د وینې د بانك جوړول، د سیمې خلک په تېرو ۱۵ کالونو کې سره خواره واره شوي د دوی افکار او په خپله دوى په یو ځای او دسترخوان سره راټولول، زموږ د فعالیت اساس جوړوي.))
د دغه بنسټ د جوړولو لپاره ډېرې هلې ځلې ځوانانو ترسره کړیدي.
د صبریو او یعقوبیو ټولنیز بنسټ یو غړی رباني وحدت د یاد ټولنیز بنسټ جوړیدو ته هیله من دی او  وایي، د بنسټ د جوړیدو لپاره یې د سیمې له خلکو او ځونانو سره پرلپسې او هره اړخیزې مشورتي ناستې او هڅې کړیدي: ((موږ  ددغه بنسټ د جوړولو لپاره تر لسو زیاتې مشورتي ناستې د سیمې له ځوانانو، قومي مشرانو، دیني عالمانو سره ترسره کړي او هغه موارد چې د سیمې او د ولسوالۍ د خلکو لپاره ډېر ګټور دي او زموږ په اساسنامه کې لیکل شوې. زه هیله لرم چې هغه به ان شاء الله لاسته ته راځي.))
د خوست د صبریو او یعقوبیو د ټولنیز بنسټ د پرانیستې په مراسمو کې ګڼ شمېر د سیمې مشرانو هم برخه اخیستي وه.
د صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ اوسیدونکی حاجي اسمعیل خان هم هيله ښیې، چې د دغې بنسټ په جوړیدو سره به په سیمه کې روان د بیارغونې کارونه هم چټک شې: ((سړکونه مو نشته، که شته هغه هم ویجاړ دي، ښوونځي ودانۍ نلري او ګڼ یې ترمیم ته اړتیا لري او ترڅنګ يې په دغه ولسوالۍ کې ډېرې ځمکې للمي دي، په سیمه کې د څو بندونه په جوړیدو سره ځمکې حاصلخیزې کیدای شې.))
د یعقوبي او صبريو ولسوالي له تېرو ديارلس کلونو راهیسې له افغان او بهرنيو ځواكونو سره د طالبانو د جګړو ډګر و چې د سیمې د اوسیدونکو په وینا اوس یې امنیتي وضعیت تر پخوا ښه شوی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA