ads

د نولس كلنو كركټ ملي لوبډله هند ته ځي

ټاکل شوې د افغانستان د کرکټ ملي نولس کلنه لوبډله د هند په ممبيي كې د روانې نومبر مياشتې له ۲۰مې تر ۳۰مې نېټې پورې ترسره کېدونکو درې اړخيزو سياليو کې ګډون وکړي. ټاکل شوې د افغانستان د کرکټ ملي نولس کلنه لوبډله د هند په ممبيي كې د روانې نومبر مياشتې له ۲۰مې تر […]

نویسنده: The Killid Group
17 لړم 1394
د نولس كلنو كركټ ملي لوبډله هند ته ځي

ټاکل شوې د افغانستان د کرکټ ملي نولس کلنه لوبډله د هند په ممبيي كې د روانې نومبر مياشتې له ۲۰مې تر ۳۰مې نېټې پورې ترسره کېدونکو درې اړخيزو سياليو کې ګډون وکړي. ټاکل شوې د افغانستان د کرکټ ملي نولس کلنه لوبډله د هند په ممبيي كې د روانې نومبر مياشتې له ۲۰مې تر ۳۰مې نېټې پورې ترسره کېدونکو درې اړخيزو سياليو کې ګډون وکړي.
د افغانستان كركټ بورډ مطبوعاتي دفتر څخه نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې په دغو سياليو کې به افغان ملي نولس کلنه لوبډله د هند او بنګله دېش د ملي نولس کلنو لوبډلو په وړاندې سيالۍ وكړي.
د سرچينې په وينا، د افغانستان کرکټ بورډ ټاکونکې کمېټې په دغو سياليو کې د اغېزمن ګډون په هدف ملي نولس کلنې لوبډلې لپاره پياوړې لوبډله وټاکله، چې په كې حضرت الله ځاځى، نويد عبيد، احسان الله جنت، طارق ستانکزى، سيد وحيدالله شفق، پروېز ملکزى، راشد خان ارمان، مسلم موسى، کريم جنت، محمد سردارولي، ناصر خان عمر، ضياءالرحمن اکبر، محمد ظاهر احمدزى، نوين الحق مريد، شمس الرحمن ولي خېل، اکرام علي خېل، نجات مسعود او رحيم سهاک شامل دي.
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئيس نسيم الله دانش وايي، د کرکټ له مخکښو لوبډلو سره لوبه کول د ملي نولس کلنې لوبډلې مهارتونو ته وده ورکولى شي، نو ځکه ورته د نړيوالو فرصتونو برابرولو لپاره هلې ځلې کوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA