ads

خوست د وزن پورته كولو سياليو كې د زون په كچه اتل شو

د خوست د وزن پورته کولو (پاورلېفټېنګ) لوبډلې د سوېل ختیځ زون په کچه د سیالیو په ترسره کولو سره د لومړي مقام خپلولو تر څنګ د سرو، سپینو او زېړو مډالونه او ستاینلیکونه هم ترلاسه کړل.یاده لوبډله، تېره اوونۍ د کلید ګروپ په مالي ملاتړ پکتیا ته لاړه څو په هغو سیالیو کې ګډون […]

نویسنده: The Killid Group
11 لړم 1394
خوست د وزن پورته كولو سياليو كې د زون په كچه اتل شو

د خوست د وزن پورته کولو (پاورلېفټېنګ) لوبډلې د سوېل ختیځ زون په کچه د سیالیو په ترسره کولو سره د لومړي مقام خپلولو تر څنګ د سرو، سپینو او زېړو مډالونه او ستاینلیکونه هم ترلاسه کړل.
یاده لوبډله، تېره اوونۍ د کلید ګروپ په مالي ملاتړ پکتیا ته لاړه څو په هغو سیالیو کې ګډون وکړي چې د زون په کچه د څلورو ولایتونو(خوست، پکتیا، پکتیکا، لوګر) ترمنځ ترسره کیدې. د خوست د وزن پورته کولو (پاورلېفټېنګ) لوبډلې د سوېل ختیځ زون په کچه د سیالیو په ترسره کولو سره د لومړي مقام خپلولو تر څنګ د سرو، سپینو او زېړو مډالونه او ستاینلیکونه هم ترلاسه کړل.
یاده لوبډله، تېره اوونۍ د کلید ګروپ په مالي ملاتړ پکتیا ته لاړه څو په هغو سیالیو کې ګډون وکړي چې د زون په کچه د څلورو ولایتونو(خوست، پکتیا، پکتیکا، لوګر) ترمنځ ترسره کیدې.
د وزن پورته کولو دغه ټيم له بریا وروسته خوست ته را ورسید او د خبري کنفرانس پر مهال یې خپلې لاسته راوړنې رسنیو ته وښودې.
د یادې لوبډلې مشر فیض محمد ګلاب دوست وویل، په سیالیو کې تر ګډون وروسته یې لوبغاړو په منظم ډول لوبې وکړې او په ترڅ کې يې خوست لومړى مقام خپل کړ.
دوست زياته كړه واحدالله امانزوی د شاوخوا ۲۷۰ کیلوګرامه وزن په پورته کولو سره، د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو او په دې سره یې د سوېل ختیځ زون لومړۍ درجه وګټله:((د خوست ورزشکارانو دا وښودله چې د امن په کور کې ژوند کوي، ښه تمرینات لري او په همدې وجه مو لومړى مقام د زون په کچه راوړ. څو ورځې وروسته په کابل کې سیالۍ لرو چې هڅه کوم له داسې لوبغاړو سره ورته د لوبو زمینه برابره کړم چې د اسیا په کچه لوبیږي.))
ددې سیالیو غوره لوبغاړی واحدالله امانزوی وايي، ویې کولای شول د خپلو استادانو په ښه روزنه او پراخو هڅو د ټول زون د غوره لوبغاړي مقام وګټي.
دده په وینا، که چېرې د لوبو کولو ښه زمینه ورته برابره شي، د حکومت اړونده ادارې ورته نور هم پام وکړي هیله شته چې د هېواد او سیمې په کچه لوبو کې به ښې لاسته راوړنې ولري:((که مونږ ته همداشان زمینه مساعده وي او لا هم امکانات برابر شي مونږ به وکولای شو چې د هېواد او نړۍ په کچه بریاوې ولرو او د هېواد نوم به لوړ وساتو.))
د وزن پورته کولو(پاورلېفټېنګ) دغه لوبډلې د کلید ګروپ په مالي ملاتړ په دغو سیالیو کې ګډون وکړ.
په خوست کې د کلید راډيو مشر نوراجان بهیر وايي، موخه یې دا وه چې د ځوانانو هیلو ته پام وشي، استعدادونه یې نورو ته څرګند شي او دغه راز نور تجاران او مرستندویه  ادارې هم وهڅیږي چې د ورزشکارانو ملاتړ وکړي.
ده زیاته کړه، هڅه به وکړي څو د نورو برخو د ځوانانو د هڅونې په موخه هم دغسې د لاسنیوي لړۍ روانه وساتي :((کلید ګروپ غوښتل چې ورزش ته او په ټوله کې ځوانانو ته د نورو ادارو، نورو ټولنو او تجارو توجه زیاته شي ځکه دوی ډېرې هلې ځلې کوي، خولې تویوي چې خپلې سیمې او هېواد ته لاسته راوړنې راوړي، خو ورته هغسې پام نه کیږي مونږ همدا غوښتل او له نېکه مرغه دادی بری یې راوړ او څ ورځې وروسته تمه شته چې په کابل کې د کیدونکو لوبو پر مهال به هم ښې لوبې ولري.))
د خوست د المپیک امریت مسؤولین وايي، د دوی یادې لوبډلې ښې لاسته راوړنې لرلې او دغه مقام خپلول یې د ستاینې وړ دي.
عزیز ملنګ وايي، د زون په کچه د سیالیو په ترسره کیدو سره د دوی لوبډلې یو ځل بیا وښوده چې ښه استعدادونه لري او د ورزش په برخه کې ستوري دي.
ملنګ دغه راز د کلید له ملاتړ هم مننه وکړه چې د ځوانانو لاسنیوی کوي او له نورو ادارو، شتمنو کسانو، مرستندویه ټولنو یې هم غوښتنه وکړه چې د ځوانو استعدادونو د ځلونې لپاره یې ملاتړ وکړي.
د کنفرانس په وروستیو کې د لوبې ستورو لوبغاړو ته جام او مډالونه هم ورکړل شول، وروسته د خوست – پکتیا د وزن پورته کولو فدراسیونونو له لوري کلید ګروپ او د لوبې غوره لوبغاړی په ستاینلیکونو ونازول.
د وزن پورته کولو(پاورلېفټېنګ) لوبډله په پکتیا کې تر بریا وروسته خوست ته را رسیدلې او ټاکل شوي په څو راتلونکو اونیو کې په مرکز کابل د ولایتونو ترمنځ په کیدونکو سیالیو کې هم ګډون وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA