ads

افغانستان د هوساينې ساه اخلي

په داسې حال كې چې په وروستيو څلورو مياشتو كې افغانستان د پراخو ناامنيو او ځای ځای د افغان دولت د وسله والو مخالفینو د جبهه یي جګړو شاهد دی، خو ترڅنګ یې د داسې اقتصادي او کرنیزو بدلونونو شاهدان هم یو چې ښيي په ډېرې نږدې راتلونکې کې به مو له مرستندویه هېوادونو د […]

نویسنده: The Killid Group
4 زمری 1394
افغانستان د هوساينې ساه اخلي

په داسې حال كې چې په وروستيو څلورو مياشتو كې افغانستان د پراخو ناامنيو او ځای ځای د افغان دولت د وسله والو مخالفینو د جبهه یي جګړو شاهد دی، خو ترڅنګ یې د داسې اقتصادي او کرنیزو بدلونونو شاهدان هم یو چې ښيي په ډېرې نږدې راتلونکې کې به مو له مرستندویه هېوادونو د سوال لاس راټول شي.

په داسې حال كې چې په وروستيو څلورو مياشتو كې افغانستان د پراخو ناامنيو او ځای ځای د افغان دولت د وسله والو مخالفینو د جبهه یي جګړو شاهد دی، خو ترڅنګ یې د داسې اقتصادي او کرنیزو بدلونونو شاهدان هم یو چې ښيي په ډېرې نږدې راتلونکې کې به مو له مرستندویه هېوادونو د سوال لاس راټول شي.

د کلید ګروپ د راټولو کړیو معلوماتو پر بنسټ دا ستر بدلونونه، د پروژو د تطبیق، د وسپنې د استخراج، د کلیو او ولسوالیو د نښلولو، د غلې دانې د خودكفايـۍ، د تازه او وچو مېوو د حاصلاتو او صادراتو د زیاتوالي په برخو كې محسوس دي چې د چارواكو په وينا ډېر ژر به يې له بركته افغانستان پر خپلو پښو ودرېداى شي.

د صادراتو د پراختيا ادارې مسوولين وايي چې سږ كال به له هېواده د تازه او وچې مېوې صادرات ۵۵ زره ټنو ته ورسي چې د تېر كال په پرتله به په كې ۱۵ زره ټنه زياتوالى راشي. د دغې ادارې رئيس مصطفى هاشمي وايي، افغانستان، تېر كال هم بايد د مېوو ۵۰ زره ټنه حاصلات وركړي واى، خو د يو لړ مشكلاتو له كبله دغه كچه له ۴۰ زره ټنو وانه وښته  او ايله ۱۶۸ مليونه ډالر له دې لارې ترلاسه شول، خو په وينا يې سږ كال به وضعيت بيخي بدلون وكړي: ((سږ كال به د سړو خونو او د مېوو د ښې ساتنې له بركته له افغانستان څخه ۲۵ زره ټنه تازه او ۳۰ زره ټنه وچه مېوه د نړۍ بازارونو ته واستول شي، ځكه د مېوو د ښې ساتنې لپاره ۱۱۰۰ سړې خونې جوړې  شوې، كه يې ښه فعاليت وكړ راتلونكي كال ته به تر دې هم زيات حاصلات وركړو.))

د افغانستان انګور، خربوزې، انار، مڼې، ګيلاس، هندواڼې، پسته، بادام، چارمغز، كشمش، توتان او چلغوزي هغه تازه او وچې مېوې دي چې  په پاكستان، هند، اماراتو، منځنۍ اسيا، روسيه، هالنډ، المان او يو شمېر نورو هېوادونو كې ډېر ښه بازار او پلور لري.

د كرنې وزارت وياند لطف الله راشد هم تاییدوي چې سږ كال د هندواڼو، خټكيو، زعفرانو او نورو سبزيجاتو حاصلات د پخوا په پرتله  زيات شوي او ټاكل شوې چې افغانستان له ۳۱۰ زره ټنه زياتې خربوزې او هندواڼې له پټيو څخه د حاصل په توګه راټولې كړي.  د ده په خبره په نورو كرنيزو محصولاتو كې هم د ښې آب و هوا، د بزګرانو د هڅو او د دولت د ښو كرنيزو پروګرامونو له بركته د پام وړ زياتوالى راغلى چې په دې برخه كې فراه ولايت تر ټولو مخكې دى: (( په فراه كې سږ كال په يو زر او ۶۵۰ جريبه ځمكه د ۲۲ مليونه ډالرو په پانګې سبزي كرل شوې چې اوس د هرې ورځې په حساب ۸۰۰ ټنه حاصلات وركوي. ۳۵۰۰ بزګران په كې په كار بوخت دي او تر اوسه يې ترې ۱۰ مليونه ډالر عايد ترلاسه كړى دى.)) راشد زياتوي، دا مهال له فراه ولايته هره ورځ ۷۰ لارۍ هندواڼې نورو ولايتونو ته صادرېږي او ماركيټ ته وړاندې كېږي:(( لنډه به ووايم چې فراه سږ كال د حبوباتو، غلې او تركاريو د حاصلاتو له كبله بې مثاله ولايت و.))

د یادونې وړ ده چې په تېرو ۱۳ كلونو كې په افغانستان کې باغي ساحه له ۷۵ زره هكټارو څخه ۱۲۵ زره هكټارو ته لوړه شوې. د انګورو حاصلات په ۱۳۸۲ لمریز کال له ۳۶۰ زره ټنه څخه وو، ۶۱۰ زره ټنو ته لوړه شوې، د مڼو حاصل په ۱۳۸۲ کال له ۱۷ زره ټنو څخه ۷۸ زره ټنو ته او د بادامو حاصل له ۹ زره ټنو څخه ۴۲ زره ټنو ته لوړ شوى دى.

د زعفرانو کرکیله چې په ۱۳۸۲ لمریز کال یې تازه د ترویجولو طرحه ښندل شوې وه، اوس یوازې په هرات ولایت کې۹۰۰ هكټارو ته رسېدلې چې سږكال به له ۴ ټنو زيات حاصل ترې راټول شي. د هرات د كرنې د ترويج عمومي مدير حميد الله ناصري وايي چې اوسمهال هرات د افغانستان ۹۵ فيصده د زعفرانو كښتونه لري. دغه راز د غنمو د تولید په برخه کې هم افغانستان د خودکفایۍ په حال کې دي. د کلید ګروپ موندنې ښيي چې دم ګړۍ په افغانستان کې شاوخوا  ۷۵۰ مليونه ټنه غنم توليدېږي، حال دا چې دغه ګراف په ۱۳۸۱ كال كې ۲ اعشاريه ۶ ټنه و او لسمه برخه يې هم په كور نه پوره كېدل، خو اوس افغانستان د خپلو كورنيو اړتياو د پوروله کولو لپاره يوازې نيم مليون ټنه غنم له بهره راواردوي. پر دې سربېره د كرنې او مالدارۍ وزير اسدالله ضمير وايي چې وزارت یې په ستراتيژيكو زېرمو كې اوسمهال د بيړنيو حالاتو لپاره ۳۵ زره ټنه غنم او ۳۴ زره ټنه بوره ساتلې ده، تر څو د قحطۍ د څرك په لګېدو د حالاتو د كنټرول لپاره همدا غله او بوره خلكو ته ورسول شي.

همدا راز باید وویل شي چې د افغانستان صادراتي اقلام هم تر ډېره كرنيزمحصولات دي چې له ۱۳۹۲ كال راهيسې يې ارزښت له ۵۱۵ مليونه ډالرو پورته ختلى دى. دا په داسې حال كې ده چې دم ګړۍ د هېواد يوازې ۱۲ فيصده خاوره د كرنې وړ ده چې له دې جملې ۳ مليونه، ۷۶۶ زره هكټاره ځمكه للمي او یوازې په يو مليون او ۵۲۴ زره هكټاره باندې یې كرونده كېږي. خو د ابي ځمکې  له درې مليونه او ۵۶۲ زره هكټاره ځمکې څخه یوازې  پر دوه مليونه او ۱۰۰ زره هكټاره کښت کېږي.

ستر صادروونكى

 

افغانستان به تر راتلونکو لسو کلونو پورې نړۍ ته د وسپنې او مسو په تر ټولو ستر صادروونکي هېواد بدل شي. دا د جمهور رئیس اشرف غني خبره ده چې د روان ۱۳۹۴کال د چنګاښ په ۳مه یې له یوه چیني پلاوي سره د لیدنې پرمهال وکړه. جمهور رئيس غني په دې ليدنه كې وويل، تر اوسه د افغانستان ۳۳ فيصده طبيعي زېرمې كشف شوې چې ارزښت يې له يو زر مليارده ډالرو اوړي. جمهور رئيس دغه راز زياته كړه، افغانستان به له خپلو ابي زيرمو هم په عصري ډول د استفادې له لارې د نورو ضرورتونو او د كانونو د استخراج لپاره ۲۶ زره ميګاواټه برېښنا توليد، هند او پاكستان ته به یې هم صادره كړاى شي: (( همداراز افغانستان په كال كې له ۸۰ تر ۱۵۰ زره ميګاواټو پورې د شمسي برېښنا د توليد وړتيا هم لري.)) جمهور رئیس افغانستان د چينايي پانګه والو لپاره د پانګونې يو ښه ځاى بللى او ويلي يې دي افغانستان په يوه داسې نقطه كې پروت دى چې جنوبي اسيا له اقتصادي پلوه له مركزي او ختيځې اسيا سره په ډېره اسانۍ نښلولى شي، خو زياته يې كړه افغانستان د دې لپاره د اورګاډي پټلۍ، د ګازو پايپ لاين، د لويو لارو رغولو، د كرنې او د اوبو سيسټم مډرنیزه  كولو او د ځوان نسل روزلو ته سخت اړ دى. جمهور رئيس غني چينايي پلاوي ته ويلي، افغانستان دې ته ليواله دى چې د چين له ساختماني تجربو څخه د ګټې اخستنې لپاره چين ته يوه يوه ډله واستوي، تر څو هغه ټكي مشخص كړي چې چين يې په برخه كې پانګه اچونه غواړي.

 

ټول کلي نښلي

 

ماليې وزارت  وايي، تر ۲۰۱۸ میلادي کاله پورې به د افغانستان داسې كلى پاتې نه شي چې مواصلاتي لار يې جوړه نه وي. مالیې  وزارت وايي چې په دې اړه سروې لري او خپله دغه سروې یې د فواعد عامې، کلیو او پراختیا له وزارت سره شریکه کړې ده. د مالیې وزارت د معلوماتو پر بنسټ تر ۲۰۱۸ میلادي کاله پورې د موصلاتي ستونزو د لرې کولو لپاره ۲۵۵۰ كیلومتره سړك او ۲۶۰۰ متره پلونه جوړ شي چې بې شمېره كلي او ولسوالۍ به له ولايتونو او ښارونو سره وتړي.

د روان کال د وري په ۹مه د ماليې وزارت د پاليسۍ مرستيال شفيق احمد قاري زاده د سروې خپرولو پر مهال خبريالانو ته ويلي وو چې په دې مواصلاتي چاره به د حكومت ۳۳۲ مليونه ډالر لګښت راشي:((موږ سره د سړکونو په رغولو کې نړېوال بانک، USAID، د انګلستان DFID او اسیايي پراختیايي بانک مرسته کوي او د تمویلولو برخه کې کومه ستونزه نشته.)) دا چې د دې مواصلاتي نښلونې ګټه به څه وي؟ په اړه يې د کلیو او پراختیا وزارت د لارو جوړولو د پروګرامونو مرستیال طارق عصمتي وايي، په کلیوالو سیمو کې د سړکونو په رغولو سره د خلکو په ژوند کې دايمي اسانتياوې رامنځته كېږي او له اقتصادي پلوه يې ګټې ډېرې زياتې دي:(( موږ د سروې له معلوماتو څخه په استفادې وکولی شول په سیستماتیک ډول د پروژې له عملي کیدو څخه مخکینی وضعیت او د پروژې تر عملي كېدو وروسته وضعیت مقایسه کړو، څو یوه اغېزناکه اقتصادي نتیجه لاسته راوړو، ځکه چې په افغانستان کې وده باید په دې معنی نه وي چې د خلکو اړتیا حل شي، بلکې انکشاف باید په دې ډول وي چې دا د هېواد له اقتصادي ودې سره څومره مرسته كوي.))

۲۰زره پروژې

که څه هم اندېښنه وه چې د بهرنیو مرستو له کمېدو سره به په کلیو او بانډو کې د بیارغونې کارونه ټکني شي، خو د کلیو او پراختیا وزارت بيا وايي، دوى پلان لري چې د ۲۰۱۶ کال ترپایه په ټول هېواد کې۱۹۸۰۰ پرمختیايي پروژې پلي کړي.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر نصیراحمد درانى وايي، په یادو پروژو ۴۲۰ ملیونه امریکايي ډالره لګښت راځي چې ۳۸۰ ملیونه یې بهرني مرسته کوونکي ورکوي:((۱۹۸۰۰ پروژې دي چې دا به د ۲۰۱۶ کال تر پایه پلې کیږي، ځینې په دې کال کې او ځینې یې بل کال كې بشپړېږي، ټوله بودجه يې ۴۲۰ ملیونه امریکايي ډالره ده.))

د ياد وزارت د چارواكو په وينا، د دغو پروژو له ډلې د ۴۵ پروژو تړونونه د کلیو پراختیا وزیر او د شپږو ولایتونو د پرمختیايي شوراګانو د رئیسانو ترمنځ لاسلیک شوي چې په بلخ، سمنګان، بغلان، بدخشان، کونړ او لغمان ولایتونو کې به د سړكونو، پلونو او اوبو لګولو سيسټم په كې ورغول شي.

د كليو او پراختيا وزارت همداراز خبر وركړى چې د اداري فساد د مخنيوي لپاره يې يو لړ اصلاحي پروګرامونه هم پيل كړي چې له مخې يې پخواني قراردادونه بيا له سره ارزول كېږي او ټول اسناد به يې د وزارت په ويبپاڼه كې د خلكو د معلوماتو لپاره خپاره شي.

 

د سلما بند افتتاح

د سلما بند پروژې د رغولو چارې چې د ۱۳۸۵ لمریز کال په لومړیو کې د هند په مالي مرسته پیل او په تېرو ۹ کلونو کې د بېلابېلو عواملو له کبله بشپړې نشوې، اوس داسې خبرونه دي چې دغه پروژه د بشپړېدو په حال کې ده.

د هرات د والي مرستيال اصيل الدين جامي زیری ورکوي چې په راتلونكو ۳۰ ورځو كې  د سلما بند د اوبو اخستنې برخه ګټې اخستنې وسپارل شي. جامي وايي، په هرات كې د هند كونسل ورته وعده وركړې چې د بند د تخنيكي چارو ستونزې حل شوې او د سلما بند له اوبو څخه به د استفادې زمينه ډېره ژر برابره او له يوې مياشتې زياته موده به ونه نيسي: (( هندي چارواكو وعده راكړې چې نوره د سلما بند له پروژې څخه د استفادې په لار كې هېڅ ستونزه نه ده پاتې او پرانسته به يې ډېر ژر وشي.)) د هرات په چشت ولسوالۍ کې سلما بند د ۳۳ ملیونه متر مکعبه اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري. دغه راز دغه بند ۴۲ میګاواټه برېښنا تولیدوی چې د کال په حساب به له ۱۰۰تر ۷۰۰ ملیونه ډالرو عواید ولري.

د ګمرکي عوایدو زیاتوالی

په داسې حال کې چې تېرکال د انتخاباتي ناندریو له کبله ګمرکي عواید مخ په ځوړ و، اوس پر لوړېدو دي. د ماليې وزارت وياند اجمل حميد عبدالرحيمزي وايي چې د افغانستان ګمركي عوايد د سږني مالي كال په لومړيو شپږو مياشتو كې ټول ټال ۷ فيصده لوړ شوي دي.

د ده په خبره تېر كال د ګمركي عوايدو لپاره ۱۳۳ اعشاريه ۷۸۹ مليارده افغانۍ هدف ټاكل شوی و او د مالي كال په لومړيو شپږو مياشتو كې ۵۱ اعشاريه ۹۸ مليارده افغانۍ عوايد ترلاسه شوي وو، خو سږ كال چې د کلنیو عوایدو لپاره ۱۲۳ مليارده افغانۍ هدف ټاكل شوى، د تېر كال په نسبت د كال په لومړيو شپږو مياشتو كې ۵۴ اعشاريه ۶۸ مليارده افغانۍ عوايد ترلاسه شوي دي.

ماليه وزارت په داسې حال كې د ګمركي عوايدو د زياتېدو خبره كوي چې فكر كېده د جمهور رئیس او اجرائیه رئیس ترمنځ لانجې او ناامنۍ به د ګمرکي عوایدو کچه ډېره راټیټه کړي.

 

نړيوالې مرستې

د ماليې وزارت د یوې خبرپاڼې پر بنسټ د افغانستان د بیارغونې نړیوال صندوق له لارې به له روان ۱۳۹۴ تر ۱۳۹۶ كاله پورې له افغانستان سره ۳۴ مرسته كوونكي ۲ اعشاريه اته مليارده امريكايي ډالر مرسته وكړي.

د دغو پيسو له جملې يو اعشاريه دوه مليارده د افغانستان عادي بودجې، ٧٢٣ مليونه ډالر د روانو پراختيايي بودجو د تمويل او ٩١٨ مليونه نور د نويو پراختيايي بودجو د تمويل لپاره ځانګړي شوي دي.

د افغانستان د بيارغونې صندوق (ARTF)  يو مالي صندوق دى چې له ۳۴ تمويل کوونکو جوړ شوى او په ٢٠٠٢ کال کې يې بنسټ اېښودل شوى او تر اوسه دا صندوق د نړيوال بانک له خوا اداره کېږي.

د ماليې وزارت د معلوماتو له مخې تر دې دمه د افغانستان لپاره د مالي وجهي صندوق له لارې اته مليارده ډالر تخصيص شوي دي.

سترې پروژې

په پورتنیو مواردو سربېره افغان حکومت، د کاسا زر، پټا او ټاپي په نوم درې نورې سترې پروژې هم په پام کې نیولې چې سږکال به يې طرحې عملي شي.

د كاسا زر پروژې له لارې ټاكل شوې چې د قرغزستان او تاجكستان نه زر ميګاواټه برېښنا د افغانستان له لارې پاكستان ته انتقال شي، افغانستان د دې پروژې په حق العبور كې ۳۰۰ ميګاواټه برېښنا اخلي. پر دې پروژه يو مليارد او ۱۶ مليونه ډالر لګښت راځي چې مديريت يې خپله نړيوال بانك پر غاړه اخستى دى، خو د امريكا، اروپايي ټولنې، بريټانيا او اسلامي پراختيايي بانك مرستې هم په كې شاملې دي.  خارجه وزارت وايي، په دې پروژه له ۲۰۰۶ كال راهيسې كار روان و او تر ۲۰۱۷ پورې به يې پروژه بشپړه شي.

پټا

افغانستان او پاكستان دا مهال د ټرانزيټي همكاريو يو سند لري چې د اپټا په نوم يادېږي، خو افغان دولتي چارواكي وايي، ډېر ژر به په دغه سند بيا كتنه وشي او دې همكاريو ته به د تاجكستان له ورداخلولو وروسته د درې هېوادونو ټرانزيټي همكارۍ ته د پټا نوم وركړل شي او حتى هند به هم په دې همكاريو كې راشريك كړي. د سوداګرۍ او صنايعو وزارت وياند مسافر قوقندي په دې اړه ویلي، كه تاجكستان دې همكاريو ته راګډ شي افغانستان به وتوانېږي چې منځنۍ اسيا له جنوبي اسيا سره وصل كړي: (( دا همكارۍ به ډېر ژر پيل شي، خو معلومه نه ده چې هند به څه وخت ورته راګډ شي.)) پاكستان ډېره زياته هڅه كوي چې له تاجكستان سره ټرانزيټي همكاري ولري، خو د دې لپاره مجبور دى چې د افغانستان رضايت بايد ترلاسه كړي.

ټاپي نل ليكه

 

د كانونو او پټروليم وزارت وايي، د ټاپي هېوادونو د وزيرانو په ۲۱مه ناسته كې افغانستان، تركمنستان، پاكستان او هند د يادې پروژې په څلورم پراختيايي او د بشپړتيا د پنځم پړاو په اړه غږېدلي او په دې پروژه به د سږني ۲۰۱۵ كال تر اخره كار پيل شي.

د ياد وزارت چارواكي وايي، په دې غونډه كې تركمنستان ژمنه كړې چې د پروژې د تطبيق تړون به ډېر ژر د فرانسې له ټوټال شركت سره لاسليك او كار به پر مخ روان كړي.

د دې پروژې په اړه د كانونو او پټروليم وزارت په ويبپاڼه كې راغلي چې دا پروژه په ۲۰۰۵ كې د سيمه ييزو اقتصادي همكاريو په كنفرانس يا ركا كې مطرح او وروسته د تركمنستان، افغانستان، پاكستان او هند تر منځ په دې اړه تفاهم لاسليك شو.

د دې پروژې پر مټ له تركمنستانه، افغانستان، پاكستان او بيا هند ته ۱۷۰۰ كیلومتره د ګازو نل ليكه تېرېږي چې ۷۳۰ كیلومتره يې د افغانستان په خاوره كې راځي.

تركمنستان د دې نلليكې له لارې ټاپي هېوادونو ته د ۳۳ كلونو لپاره د كال په حساب يو مليارد متره مكعب ګاز لېږدوي، افغانستان له دې پروژې د كال په حساب ۶۰۰ مليونه متر مكعب ګاز اخستلى شي، خو د حق العبور په برخه كې يې ټاپي هېوادونه كابل ته د كال په حساب بايد ۴۰۰ مليونه ډالر هم وركړي، د دې تر څنګ د نل ليكي هغه برخه چې له افغانستانه تېرېږي، ساتونكي، تخنيكي سمبالوونكي او نور زرګونه كاركوونكي به يې افغانان وي.  دا پروژه بايد تر ۲۰۱۴ پورې پاى ته رسېدلې واى، خو د كار د ځنډېدو له كبله اوس هوكړه شوې چې تر ۲۰۱۷ پورې يې چارې بشپړې شي او تر ۲۰۱۸ پورې ګټې اخستنې ته وسپارل شي.

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA