ads

د ساه بندېدو ۶۰۰ زره حملې

د چاپېريال ككړتيا هغه ستونزه ده چې ورځ تر بلې يې لمن پراخېږي او ډېرې جدي ستونزې  رامنځته كوي. شمېرې ښيي چې زموږ په هېواد كې هم هر كال په زرګونه تنه د هوا د ككړتيا له امله خپل ژوند له لاسه وركوي. د چاپېريال ككړتيا هغه ستونزه ده چې ورځ تر بلې يې لمن […]

نویسنده: The Killid Group
18 غبرګولی 1394
د ساه بندېدو ۶۰۰ زره حملې

د چاپېريال ككړتيا هغه ستونزه ده چې ورځ تر بلې يې لمن پراخېږي او ډېرې جدي ستونزې  رامنځته كوي. شمېرې ښيي چې زموږ په هېواد كې هم هر كال په زرګونه تنه د هوا د ككړتيا له امله خپل ژوند له لاسه وركوي.

د چاپېريال ككړتيا هغه ستونزه ده چې ورځ تر بلې يې لمن پراخېږي او ډېرې جدي ستونزې  رامنځته كوي. شمېرې ښيي چې زموږ په هېواد كې هم هر كال په زرګونه تنه د هوا د ككړتيا له امله خپل ژوند له لاسه وركوي.

د چاپېريال ساتنې اداره وايي، څو كاله وړاندې يې په كابل ښار كې د هوا د ككړتيا اړه يوه څېړنه ترسره كړې چې له مخې يې په تخميني ډول هر كال شاوخوا ۲۰۵۰ يا ۳۰۰۰ تنه هېوادوال د هوا د ككړتيا له كبله خپل ژوند له لاسه وركوي.

د چاپېريال ساتنې ادارې د پاليسۍ او نړيوالو اړيكو مرستيال عبدالولي مدقق وايي، كومې ستونزې يې چې د چاپېريال له ككړتيا څخه درلودې لا هم پر خپل ځاى دي.

د هغه په وينا، خو د خوښۍ ځاى دى چې اړوندو ادارو كه څه هم په دې برخه كوم د ګټې وړ كار نه دى كړى، خو دا هڅه يې كړې چې وضعيت تر دې بدتره نه شي.

مدقق زياتوي: “د هوا په ككړتيا كې كموالى راغلى، تېر كلونه د ادارو تر منځ يو ګډ پلان جوړ شوى و چې بايد د هغوى له خوا پلى شوى واى، خو يو شمېر ادارو په دې برخه كې له موږ سره همكاري وكړه.”

نوموړى وايي، كابل ښاروالۍ د خامه سړكونو جوړولو ته چې د هوا د ككړتيا يو مهم علت و؛ پاملرنه كړې ده.

د هغه په خبره، كوم ارقام چې د چاپېريال ساتنې ادارې د يوې دستګاه په وسيله راټول كړي؛ د تېرو كلونو په پرتله د هوا په ككړتيا كې كموالى راغلى چې د خوښۍ خبر دى.

مدقق وايي، د چاپېريال په ساتنه كې ټولې ادارې او وګړي مسووليت لري، خو د كورنيو چارو وزارت، كابل ښاروالي او يو شمېر نورې ادارې خپل مسووليتونه په ښه ډول ترسره كوي او ځينې نورې ادارې بيا هغه ډول چې ښايي همكاري نه كوي.

راتلونكې تګلارې

د چاپېريال ساتنې ادارې د پاليسۍ او نړيوالو اړيكو مرستيال عبدالولي مدقق په ملي كچه د دې ادارې له راتلونكو تګلارو څخه داسې يادونه كوي: “د طبيعي زېرمو د ساتنې او د وحشي حيواناتو د حفاظت په اړه يو شمېر پروګرامونه تر لاس لاندې دي، همدارنګه په پام كې ده چې سږ كال به يوه بله سيمه د خوندي شوې سيمې په نوم اعلان كړو، له تېرو كلونو څخه مو داسې طرحه تر لاس لاندې وه چې د وحشي حيواناتو او ښكار قانون مو جوړ كړى چې ډېر ژر به پارلمان ته ولېږل شي.”

هغه زياته كړه، په غير پلاني ډول د ښار پراختيا او د نقليه وسايطو تګ راتګ د هوا د ككړتيا يو علت بلل كېږي.

د نوموړي په خبره، كه څه هم د دې ستونزې د مهارولو لپاره زياتې د حل لارې چارې شته، خو په كابل ښار كې يې نه شي پلي كولاى.

مدقق زياتوي: “موږ په ټاكلو برخو كې د نړيوالو ادارو همكاري هم له ځانه سره لرو، په ځانګړي ډول د كابل ښار د هوا د ككړتيا د كموالي په خاطر كوم بهرنى هېواد دې ته نه دى حاضر شوى چې له موږ سره مرسته وكړي، خو زموږ هڅې روانې دي چې تر يوې اندازې بهرنۍ مرستې هم راجلب كړو.”

هغه وايي، دا چې په ځينو برخو كې دوى د متخصصينو له كموالي سره مخ دي؛ د اسيا پراختيايي بانك په پخوا وختونو كې ورسره مرسته كړې ده.

دا په داسې حال كې ده چې د اسيا پراختيايي بانك په يوه رپوټ كې ليكلي چې د هوا ككړتيا  هر كال  د ساه بندېدو د ۶۰۰ زره حملو سبب ګرځي او په ټوليز ډول هر كال شاوخوا ۲ زره او ۲۸۷ تنه كابل ښاريان د هوا له ككړتيا څخه د رامنځته كېدونكو ناروغيو له كبله خپل ژوند له لاسه وركوي.

تنظيفي سرغړوونكو ته دې سزا وركړل شي

په ورته مهال د كابل ښاروالۍ د تنظيف رياست چارواكي وايي چې په هرو ۲۴ ساعتونو له كابل ښار څخه ۶ زره ټنه كثافات راټولېږي.

د كابل ښاروالۍ د تنظيف رياست مشر نثار احمد حبيبي غوري وايي، د كثافاتو د راټولولو سيسټم يې پراخ كړى او په دې بريالى شوى چې له كابل ښار څخه د كثافاتو د راټولولو كچه څو چنده زياته كړي.

د نوموړي په وينا، زيات شمېر كابل ښاريان له ښاري فرهنګ سره بلدتيا نه لري، نو ځكه كثافات په غير مسوولانه ډول په هر ځاى كې غورځوي.

هغه زياتوي: “ټولې غږيزې او انځوريزې رسنۍ له ښاري فرهنګ سره د خلكو د بلدتيا مسووليت لري، خو رسنيو خپل دا مسووليت په ښه ډول نه دى ترسره كړى او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هم پر رسنيو د يوه اغېز لرونكي بنسټ په توګه تر اوسه خپله دنده په ښه ډول نه ده ترسره كړې.”

د كابل ښاروالۍ د تنظيف رياست مشر وايي، د حج او اوقافو، لوړو زده كړو او پوهنې وزارتونه هم خپل مسووليتونه په سمه توګه نه ترسره كوي.

د هغه په خبره، د چاپېريال ساتنې، فردي او ټولنيز نظافت موضوعات بايد د ښوونځيو په ښوونيز او تدريسي نصاب كې ځاى ولري او ملا امامان دې هم د وعظونو او تبليغ له لارې په جوماتونو او تكيه خانو كې د اسلام د سپېڅلي دين له نظره د پاكوالي د ارزښت او اهميت په اړه خپله دنده ترسره كړي.

نثار احمد حبيبي غوري تنظيفي سرغړوونكو ته د سزا وركولو لار هم ګټوره بولي او وايي: “كه چېرې د ښاروالۍ د تنظيف رياست له خوا جوړه شوې مقرره چې د عدليې په وزارت كې ده تصويب او عملي بڼه غوره كړي، نو مثبتې پايلې به ولري.”

د چاپېريال ساتنې ادارې چارواكي پر كابل ښار سربېره د كندوز، جلال اباد، پلخمري، هرات او كندهار ښارونو د هوا له ككړتيا نه هم سر ټكوي.


خطرناك ګواښ

دا په داسې حال كې ده چې د چاپېريال ساتنې ادارې رئيس مصطفى ظاهر د چاپېريال او هوا ككړتيا د ناامنيو له پېښو څخه هم خطرناك ګواښ بولي او وايي، كه په دې اړه كوم اقدام ونه شي، نو زيات تلفات به رامنځته كړي.

نوموړى ټينګار كوي چې د ملي يووالي حكومت بايد د هوا د ككړتيا موضوع ته ځانګړې پاملرنه وكړي، كه نه نو روغتيايي ناورين به رامنځته شي.

بل لور ته بيا د ملګرو ملتونو سازمان هم په افغانستان كې د هوا له ككړتيا او اقليمي بدلونونو څخه اندېښمن دى. د دې سازمان د چاپېريال ساتنې د پروګرام مشر انډرس سكانلن وايي، د هوا له ككړتيا سره د مبارزې په لار كې يوه لويه ستونزه د ټاكلو هدفونو او پروګرامونه نه تعقيبول دي.

نوموړى زياتوي: “د هوا د ككړتيا علتونه د وخت په تېرېدو سره بدلون مومي، په تېرو وختونو كې ستونزه جګړه وه، خو اوس ښارونو ته د خلكو مخه كول تر ټولو جدي ستونزه ده چې د هوا د ككړتيا سبب ګرځي.”

د عامې روغتيا وزارت هم د هوا ككړتيا په هېواد كې د تنفسي ناروغيو د زياتېدو يو علت بولي، خو دا وزارت هېڅ ډول ارقام په دې اړه نه لري.

د عامې روغتيا وزارت د چاپېريالي روغتيا د برخې مشر كنشكا تركستانى وايي، په دې اړه چې هر كال څومره وګړي د هوا د ككړتيا له كبله خپل ژوند له لاسه وركوي؛ كوم دقيق شمېر نه لري او نه هم دې وزارت په دې تړاو كومه سروې ترسره كړې ده.

خو د ده په وينا، د هغو كسانو شمېر چې هر كال د هوا د ككړتيا له كبله خپل ژوند له لاسه وركوي لوړ دى.

نوموړى زياتوي، د هوا ككړتيا د ناقصه زېږونونو، د زړه، مغزي سكتې، سږو او زياتو نورو ناروغيو سبب ګرځي.

كوم كثافات چې له روغتونونو او كلينيكونو څخه راټولېږي د انسان د روغتيا او چاپېريال لپاره تر ټولو زيات خطر لرونكي دي او د روغتيايي چارواكو، د چاپېريال ساتنې ادارې او كابل ښاروالۍ اندېښنې يې زياتې كړې دي.

روغتيايي چارواكي وايي، دا ډول كثافات په پرانيستې فضا كې د ناروغيو د انتقال او د چاپېريال او هوا د ككړتيا سبب ګرځي.

د چاپېريال ساتنې د چارو د پوهانو په اند، كلينيكي كثافات له ډېرو خطرناكو كثافاتو څخه دي چې نه يوازې د انسانانو، بلكې د څارويو د ژوند لپاره خطر رامنځته كوي.

په ورته مهال د ملي انسجام ګوند د ټولنيزو خدمتونو د كمېټې مشر انجنير خليل الله دانش وايي، هيله من دى چې د ملي يووالي حكومت د كابل ښار لپاره داسې ښاروال وټاكي چې له فساد څخه پاك وي، ټولو ښاريانو ته په يوه سترګه وګوري او ستونزې يې په اساسي ډول حل كړي.

د نوموړي په خبره، اوسمهال په كابل ښار كې د چاپېريال ككړتيا تر دې حده د اندېښنې وړ ګرځېدلې چې ګواښ يې له امنيتي ګواښونو څخه كم نه دى.

يادې كمېټې څه موده وړاندې له كثافاتو څخه د كابل ښار د پاكولو پروګرام په لاره اچولى و چې هدف يې له سالم چاپېريال څخه ملاتړ و.

په دې پروګرام كې د يادې كمېټې د كاركوونكو تر څنګ د كابل ښاروالۍ د تنظيف رياست او د شپږمې او ديارلسمې ناحيو خدماتي كار كوونكو هم ګډون كړى و.

د ملي انسجام ګوند د ښځو د كمېټې مسووله فرخنده زهرا نادري بيا وايي چې د مسوولو ښاريانو په توګه بايد د ښار پاكول او ښاري نظافت خپل د ورځني ژوند يوه برخه وګڼو.

د هغې په وينا، ټول ښاريان بايد د چاپېريال په پاكولو كې ونډه واخلي او دا كار بايد په يوه فرهنګ بدل شي.

خامه سړكونه، د هوا د ككړتيا لوى علت

د چاپېريال ساتنې ادارې چارواكي وايي، يو له عمده ستونزو څخه چې د هوا د ككړتيا سبب ګرځي؛ خامه سړكونه دي.

خو د كابل ښاروالۍ چارواكي بيا وايي، د سړكونو د جوړولو د پروژې كار اختياري نه دى، بلكې د نړيوال بانك له خوا تمويلېږي.

د كابل ښاروالۍ د پلانونو د طرحې او تطبيق د مرستيال ياسين هلال په وينا، د كابل ښار د سړكونو د جوړولو كار پيل شوى او له ځنډ پرته پرمخ ځي.

نوموړى زياتوي، د كثافاتو راټولېدل، د هوا ككړتيا، دوړې او خاورې او په كندو كې ولاړې اوبه هغه ستونزې دي چې دغير معياري سړكونو او د منظم كاناليزاسيون د نه موجوديت په پايله كې رامنځته كېږي.

كه څه هم ويل كېږي چې د تېرو لسو كلونو په بهير كې له ۷ زره كيلو مټرو څخه زيات سړكونه په كابل ښار كې پاخه شوي، خو د لازمې پاملرنې د نه كولو له كبله بېرته له منځه تللي.

خو ياسين هلال بيا وايي چې د دې سړكونو د كيفيت د ښه والي لپاره يې هم يو لړ اقدامات تر لاس لاندې نيولي دي.

د هغه په خبره، له تېرو تجربو څخه په ګټې اخيستنې د سړكونو د جوړولو د كار كيفيت كتل كېږي، د كانكرېټ لابراتواري ټسټونه کېږي او د خاورې مقاومت سنجول كېږي.

نوموړى دا هم وايي چې د سړكونو د كيفيت په برخه كې اوس كومه اندېښنه وجود نه لري او په عملي توګه تر نظارت لاندې دي.

خو د هغه غوښتنه د اوبو او برېښنا او مخابراتو او معلوماتي ټكنالوژۍ له وزارتونو څخه دا ده چې د كابل ښاروالۍ سره په همغږۍ دې خپلې پروژې پلې كړي، ترڅو پاخه سړكونه ويجاړ نه كړي.

د كابل ښاروالۍ د چارواكو په وينا، د خيرخانې مېنې، رحمان مېنې، بهارستان او يو شمېر نورو سړكونو د جوړولو كار روان دى چې سږ كال به بشپړ شي، خو لا هم داسې سيمې شته چې سړكونه يې په ډېر بد وضعيت كې دي.

د كابل د ښوونې او روزنې د پوهنتون استاد او د چاپېريال د چارو كارپوه واثق حسيني وايي، كه چېرې تر اوسه پورې د كثافاتو د تنظيمولو لپاره سم پروګرامونه جوړ شوي واى او د تمويلېدو چارې يې پانګه اچوونكو شركتونو او بهرنيو هېوادونو ته سپارل شوې واى، نو دا كثافات د هېواد لپاره په يوې عايداتي سرچينې بدلېدل.

د چاپېريال د چارو د كارپوهانو په اند، كه چېرې د كابل ښار كثافات په لازم ډول مديريت او د توليد په هدف وكارول شي، نو ګاز، برېښنا، كېمياوي سره، پلاستيك او نور ګټور مواد به ترېنه لاسته راشي او ښاريان به يې په كمه بيه وپېري.

د كابل ښاروالۍ د تنظيف رياست عمومي مشر نثار احمد حبيبي هم په دې باور دى چې د كثافاتو د سم مديريت او د توليد په هدف د كارولو په صورت كې به د كابل، پروان، كاپيسا، ميدان وردګ او لوګر ولايتونو ته برېښنا وركړل شي.

دا په داسې حال كې ده چې كابل ښاريان ښاروالي په دې برخه كې ملامتوي او وايي، د كثافت دانيو كموالى او د كثافاتو د غورځولو لپاره د مناسب ځاى نشتوالى په ښار كې د كثافاتو د راغونډېدو سبب ګرځي.

د كابل ښار د تايمني سيمې اوسېدونكى ميرويس كمال وايي: “د ښار دننه كثافت دانۍ كمې شوې دي، په هغو سيمو كې چې پخوا به په كې دوه يا درې كثافت دانۍ ايښې وې ښاروالۍ هغه لرې كړي، نو خلك مجبوره دي چې كثافات د ځمكې پر سر وغورځوي.”

د كابل ښاروالۍ وياند عبدالقادر ارزو د كثافاتو په راټولو كې د خلكو ونډه ضروري ګڼي او وايي، ښاروالي په يوازې توګه نشي كولاى هغه ښار چې نفوس یې د تېرو دوو لسيزو په پرتله څو چنده زيات شوى؛ پاك وساتي.

د نوموړي په وينا، د كابل ښاروالۍ د تنظيف رياست ۲۵۰۰ تنه كار كوونكي لري چې دا شمېره په هېڅ صورت د كابل ښار لپاره بسنه نه كوي او د خلكو همكارۍ ته اړتيا ده.

د هغه په خبره، دغه شمېر كار كوونكي سره له دې چې د بارانونو په موسم كې مايع كثافات انتقالوي؛ له ۲۵۰۰ ټنه څخه زيات جامد كثافات هم له ښار څخه بهر لېږدوي.

قادر ارزو وايي: “د كابل ښار ۷۵ فیصده غير معياري دى او ښاروالي له خپل توان سره سم په ټولو پلاني او غير پلاني سيمو كې كثافات ټولوي او د ورځې درې ځله يې له ښار څخه بهر انتقالوي.”

پايله

په كابل ښار كې د زياتو خلكو هستوګنه، د پراختيايي او ساختماني پروژو پلي كېدل، د توليدي فابريكو او هوټلونو فعاليت، د موټرونو ګڼه ګوڼه، د سوند بې كيفيته توكي، د شنو سيمو نه شتون او د ښاري فرهنګ سره د خلكو نه بلدتيا هغه څه دي چې ورځ تر بلې يې د چاپېريال او هوا د ككړتيا ګواښونه زيات او د خلكو ژوند يې له خطر سره مخ كړى، خو د چاپېريال د چارو د كارپوهانو په اند، دا ستونزه به هغه وخت حل شي چې دولت د پاك چاپېريال او پاكې هوا د برابرولو په هدف پراخ پروګرامونه عملي او د نړيوالې ټولنې مالي او تخنيكي مرستې راجلب كړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA