ads

ننګرهار کې د ځمکې پر سر شخړه جرګې حل كړه

په کلیو او لرې پرتو سیمو کې ډېری وخت د ځمکې، پولې او اوبو پر سر د کلیوالو، تربرونو او حتي نورو خپلوانو ترمنځ نښتې کېږي چې ان په مرګ ژوبلې تمامېږي او راتلونکو نسلونو ته دښمنۍ په میراث پرېږدي. خو په دې منځ قومي مخور، دیني عالمان او سپین ږیږي هم لاس تر زنې […]

نویسنده: The Killid Group
27 غویی 1394
ننګرهار کې د ځمکې پر سر شخړه جرګې حل كړه

په کلیو او لرې پرتو سیمو کې ډېری وخت د ځمکې، پولې او اوبو پر سر د کلیوالو، تربرونو او حتي نورو خپلوانو ترمنځ نښتې کېږي چې ان په مرګ ژوبلې تمامېږي او راتلونکو نسلونو ته دښمنۍ په میراث پرېږدي. خو په دې منځ قومي مخور، دیني عالمان او سپین ږیږي هم لاس تر زنې نه دي ناست او د

په کلیو او لرې پرتو سیمو کې ډېری وخت د ځمکې، پولې او اوبو پر سر د کلیوالو، تربرونو او حتي نورو خپلوانو ترمنځ نښتې کېږي چې ان په مرګ ژوبلې تمامېږي او راتلونکو نسلونو ته دښمنۍ په میراث پرېږدي. خو په دې منځ قومي مخور، دیني عالمان او سپین ږیږي هم لاس تر زنې نه دي ناست او د دغسې شخړو او لانجو د اواري لپاره یې خولې تویې کړې دي.

د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ د بالاباغ سیمه کابو یونیم کال وړاندې د دغسې یوې سیمه ییزې منازعې او شخړې شاهده وه چې په نتیجه کې یې پنځو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

دا شخړه په بالاباغ سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ د ۱۳۹۲ لمریز کال د جدي په ۶مه د یوه باغ پر سر رامنځته شوې وه چې د سیمه ییزو قومي مشرانو د هلو ځلو په نتیجه کې یې تر پورتنۍ نېټې ۲۲ ورځې وروسته پای وموند.

د محمدروز او ملك عبدالغفار كورنۍ د دغې شخړې قرباني دي. محمدالله چې د ځمکې پر سر په دغه شخړه کې یې پلار وژل شوی، كليد ته وويل د کوم باغ پر سر چې شخړه شوې په اصل کې په امريكا كې د يوه افغان اوسېدونکي محمد عمرخان جايداد دى چې دوى یې د ځمکو دهقاني کوله:(( محمد عمرخان لومړی زما پلار دهقان او وروسته خپل شرعي وكيل وټاكه. دوى دلته په سره رود ولسوالۍ كې خپل ټول جايداد خرڅ كړ او يوازې همدا باغ پاتې شو چې موږ ته يې شرعي وكالت راكړى و.))

محمد الله زياتوي، په دې وروستيو كې د محمد عمرخان د كورنۍ غړي افغانستان ته راغلي وو او غوښتل یې چې دا باغ هم وپلوري او له همدې کبله یې له باغ سره د نږدې ځمکې( شفدار) له خاونده سره اړیکه ونیوله او ترې ویې غوښتل که اړتیا یې وي؛ نو لومړنی حقدار دی، دی چې دا باغ واخلي، خو تر بیا بیا اړيكو وروسته هم د باغ شفداران حاضر نه شول چې سره توافق ته ورسيږي. محمد الله وايي، تر دې وروسته د باغ مالك( د محمدعمرخان کورنۍ) دوى ته اجازه وركړه چې باغ پر چا وپلوري:(( د باغ د مالك تر اجازې وروسته موږ دا ځمکه په خپل ترورزي حاجي شاه لالا وپلورله، خو د ځمکې د پلورلو پرمهال هيچا دا غږ ونه كړ چې دا باغ ولې پلورئ، دا موږ شفداران اخلو.))

حاجي شاه لالا چې دا باغ يې اخستى هم همدې ټكي ته اشاره كوي. دى وايي چې(( دوى ملك غفار(شفدار) ته  لس ځله وويل چې دا باغ واخلي، خو د ملك غفار له خوا نه د هو او نه هم د رد ځواب وركړل شو)).

خو ملك غفار چې د دې شخړې بل اړخ دى دا نه مني چې ګنې ده ته دې د باغ د اخستلو په اړه خبر ورکول شوی وي:(( دا باغ زموږ له دېرې او كور سره نږدې و او له همدې کبله موږ غوښتل چې دا باغ واخلو، خو مقابل اړخ دا نه غوښتل.))

پر شاه لالا د باغ تر پلور کېدو څه موده وروسته ملك غفار له محمدروز غواړي باغ دې پر ده وپلورل شي. د وژل شوي محمد روز زوی محمد الله وايي چې د ملك غفار تر غوښتنې وروسته، دوى اماده شول چې په همدې تړاو د کابل د قرغې په سیمه کې جرګه وکړي او ستونزې ته د پای ټکی کېږي:(( په قرغې كې د قومي مشرانو په ګډون ګڼ خلك راټول شول. په همدې مو سره خبرې وكړې، خو كله چې د دې خبرې وار راورسېد چې د ځمکې قيمت معلوم كړو، نو ملك غفار چېغه وكړه چې تاسې دا باغ پر ما قيمته خرڅوئ او جرګه یې ګډه وډه كړه او د باغ اخستلو ته يې زړه ښه نه كړ.))

د شخړې رامنځته کېدل

د کابل په قرغه کې د جرګې تر ناکامېدو وروسته هره ډله خپل كور ته ستنيږي، د ۱۳۹۲ لمریز کال د جدي په ۶مه د جمعې په ورځ محمدروز له خپلو اولادونو سره یو ځای چې بیا هم د دغه پلورل شوي باغ دهقاني ورترغاړه شوې، له باغ څخه د نارنجانو د راټولولو لپاره باغ ته دننه کېږي. د وژل شوي محمدروز زوی محمدالله وايي:(( موږ د دې لپاره چې خپل فصل راټول كړو، باغ ته د نارنجانو د شكولو لپاره ولاړو.)) خو د محمد الله په خبره د ملك غفار يو وراره (زلمي) هڅه كوله چې د دوی د کار مخه ونیسي، نوموړی وايي:(( ده موږ ته وويل، طالبانو امر كړى چې بايد د دې باغ نارنجان ونه شكوو. په دې وخت كې مې پلار ورغبرګه كړه كه طالبانو امر كړى وي او كه بل چا زه د دې باغ شرعي وكيل يم او دا مې حق دى چې خپل فصل ټول كړم.))  د محمدالله په وینا تر دغې لفظي شخړې وروسته زلمی کورته ستنېږي او د خپلې کورنۍ له نورو غړو سره چې وسله یې هم لرله، بېرته راګرځي:(( دوى د دې پر ځاى چې له موږ سره خبرې وكړي، جنګ یې شروع كړ. له دوى سره وسلې هم وې، ډزې يې وكړې او د همدې ډزو له كبله يې د خپلې كورنۍ يو تن غړی هم چې نقيب الله نومېده وواژه او يو بل تن يې چې همايون نومېده سخت ټپي کړ، همايون يو كاله وروسته د همدې ټپ له کبله مړ شو. زه او ورور مې هم ټپيان شوو، له موږ سره كومه وسله نه وه، له همدې كبله ډېر ووهل شوو.)) حاجي شاه لالا هم د خپل ترورزي د خبرو په تاييد وايي، شاهدان شته چې د جنګ سيمې ته دوى له ځان سره هيڅ ډول وسله نه وه وړې:(( هغوی له وړاندې دې كار ته تیاري نيولې وه او له وسلو سره يو ځاى د باغ د دېوال شاته ناست وو. يو تن يې راوليږه او كله چې هغه لاړه ټول ورسره راغلل او جنګ يې پيل كړ.)) خو ملك غفار دا خبره چې ګنې د خپلې كورنۍ غړي يې خپله وژلي، يو ډول تهمت بولي او وايي:(( تاسې فكر وكړئ يو څوك غواړي چې د خپلې كورنۍ غړى خپله ووژني.))

د دواړو كورنيو ترمنځ دا نښته چې د سهار له ۱۰بجو پيليږي، د حكومتې چارواكو تر مداخلې وروسته د ماسپښين پر ۲ بجو پاى مومي. محمدالله وايي، سيمې ته د پوليسو تر راتګ وروسته جګړه پای مومي، پولیس دی، د ده ورور او د مقابل لوري څو تنه له ځانه سره وړي، خو دا جنګ همدلته پای نه مومي، بلکې غځېږي. محمد والله وړاندې وايي، تر دې وروسته چې دوی د ولسوالۍ په مرکز کې بندیخانې ته اچول کېږي، د همدغې ورځې په ماښام د ملک غفار کسان د دوی پر کور برید کوي:(( ماښام ته نږدې د ملك غفار كورنۍ غړي يو دم زموږ پر كورونو راغلل. زما پلار په كور كې يوازې و او دوى زموږ درې كلاګانې وسوځولې او يو ۲۰۰۶ ماډل  ټوډي موټر ته يې هم اور واچوه. همدارنګه يې زما پلار هم په ډېر بې رحمۍ په شهادت ورساوه.))

د جرګې هڅې

تر هغه وروسته چې منازعه له کنټروله وځي او دواړه لوریو ته مرګ ژوبله اوړي، د کلي او ولسوالۍ خلک، قومي مشران او د ښکېلو غاړو خپلوان د شخړې د لا پراخېدو د مخنیوي په خاطر خپلې هڅې پیلوي.

د ننګرهار ولايت د منازعو د حل كمسيون مشر او د يادې جرګې منځګړى حاجي ګل مراد وايي چې د دې لانجې د رامنځته كېدو پر مهال په هند كې و، خو كله چې يې په دې اړه واورېدل، تر وسه وسه یې هڅه وکړه چې یوه مناسبه حل لاره راوباسي:(( زه له خپلو ملګرو سره په يوه ۱۴ورځني سفر هند ته تللى وم، هلته راته مازديګر مهال ټلیفون وشو چې داسې يوه پېښه شوې. ما لومړى عادي وګڼله، خو ماښام بيا ټلیفون دې ته اړ كړم چې خپل سفر ۸ ورځو ته رالنډ كړم.))  د ښاغلي ګل مراد په خبره ننګرهار ته په رارسېدو يې ټولې هغه لارې وسنجولې چې له مخې يې د يادې منازعې د اوارې لپاره ترې ګټه پورته كېداى شوه. نوموړی وايي:(( سمدستي د ننګرهار محبس ته لاړم له ښكېلو غاړو سره مې وكتل، هغوی راته وويل، هر ډول چې كيږي بايد د دې ستونزې د مخته تګ مخه ونيسم. له كورنيو سره مې هم وكتل هغوی هم همدا خبره راته وكړه.)) ګل مراد وړاندې وايي، د منازعې له دواړو اړخونو سره تر كتنې وروسته يې د ولايت مقام په مرسته له ننګرهار محبس څخه د دواړو کورنیو يو شمېر بنديان راخلاص او په دې توګه د سولې د ټینګښت لپاره لومړی ګام واخستل شو.

د دې شخړې د حل لپاره ټاكل شوى مشر او د ننګرهار ولايت د سولې شورا د عالې كمېتې رئيس ملك حاجي نظير وايي چې تر دې وروسته  جرګې له دواړو کورنیو واک واخست او بیا یې د منازعې وړ سیمه له نږدې وکتله:(( كه څه هم د دې خلكو په سيمه كې امنيت سم نه و، مګر موږ په ډېر قوت سره هلته ولاړو، ټول ځايونه مو وليدل او په دې سره پوه شوو چې خبره اصلاً له كومه ځايه راپورته شوې ده.)) ملك نظير وايي چې د منازعې وړ ځمکې تر لیدو وروسته یې دواړه ډلې قطعي اوربند ته تیارې او له دواړو لوریو وغوښتل چې د خپلو ټپیانو درملنه وکړي:(( ورپسې مو د دواړو کورنیو پاتې بندیان هم له بنده خلاص کړل او دې ته لاره اواره شوه چې جرګه د دواړو کورنیو ترمنځ فیصله وکړي.))

د جرګې فیصله

دغه شخړه د پیل له نېټې شاوخوا ۲۲ ورځې وخت اخلي چې پای مومي. د شخړې دواړه غاړې د جرګې د مشرانو د هلوځلو په بركت د منځګړي حاجي ګل مراد په كور كې سره په يوه ټغر كېني.

د جرګې منځګړى حاجي ګل مراد وايي، وړاندې تر دې چې عمومي يا وروستۍ جرګه وشي، دوى په ۲۲ ورځو كې پنځه وړې جرګې هم درلودې چې بالاخره وروستۍ جرګې ته یې لاره خلاصه کړه او د جرګې پرېکړه دواړو کورنیو ته واورول شوه.

ملك حاجي نظير وايي چې د جرګې د پرېكړې په وخت كې يې پوره پوره هڅه كړې چې الله جل جلاله حاضر او ناظر وګڼي او هراړخیزه او منصفانه پرېکړه وکړي:(( موږ د جرګې مشرانو داسې پرېکړه وكړه، هغه كس چې باغ يې اخستى، يعنې حاجي شاه لالا به د ملك غفار كورنۍ ته د مړي په بدل كې ۳۰ لكه کلدارې د دیت په توګه ورکوي او زخمي ته به ۱۵لکه کلدارې ورکوي، خو د ملك غفار كورنۍ به بيا هغه دهقان ته چې دا باغ يې كرلو او شرعي وكيل و، يعنې د محمد روز كورنۍ ته ۳۰ لكه کلدارې دیت ورکوي او دوو زخميانو ته به يې هم پنځلس پنځلس لکه کلدارې ورکوي چې جمعا ۶۰ لکه کلدارې کېږي.))

خو محمدالله وايي له دې پرته، د جرګې مشرانو د دوى د سوځېدلو كورونو او موټر پرېكړه د ده په غياب كې كړې وه او شاوخوا ۴۵ لكه کلدارۍ یې د ملك غفار په كورنۍ ناغه اېښې وه چې دوى يې ايله ۶ لكه ترلاسه کړې دي. ملك نظير د دې پوښتنې په ځواب كې چې د باغ په اړه يې څه ډول پرېكړه وكړه، وويل:(( باغ مو دې ته پرېښود چې مالك يې له امريكا راشي او په هر چا چې يې خرڅوي او څه ډول فيصله كوي، خپله خوښه يې ده.))

یادونه: دا دی کلید په یوه بل نوښت لاس پورې کړی. کلید اوس هغه پېښې څېړي او راپورونه پرې جوړوي چې ښيي سوله او عدم تشدد په هېواد کې ممکن دی. په سلګونه قضیو کې دا واقعیت لیدل کېږي. د سولې او عدم تشدد دا راپورونه پر کلید او مرسل اوونیزو سربېره د کلید ګروپ د ټولو راډیوګانو له لارې په غږیزه بڼه هم خپرېږي. کوم راپور مو چې ولوست د دغې لړۍ نهم راپور دی چې خپور شوی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA