ads

له ټولګي شړل شوی

د هېواد د لومړني جمهور رئيس سردار محمد داوود خان د خولې مشهوره خبره ده چې ويل به يې تصميم د بري لومړى شرط دى. دا خبره په ننګرهار كې  له پښو څخه د معلول علي محمد كاكړ د حوصلې لومړۍ او وروستۍ تكيه ده. هغه كه څه هم له دواړو پښو لوېدلى، خو په […]

نویسنده: The Killid Group
25 وری 1394
له ټولګي شړل شوی

د هېواد د لومړني جمهور رئيس سردار محمد داوود خان د خولې مشهوره خبره ده چې ويل به يې تصميم د بري لومړى شرط دى. دا خبره په ننګرهار كې  له پښو څخه د معلول علي محمد كاكړ د حوصلې لومړۍ او وروستۍ تكيه ده. هغه كه څه هم له دواړو پښو لوېدلى، خو په كلك

د هېواد د لومړني جمهور رئيس سردار محمد داوود خان د خولې مشهوره خبره ده چې ويل به يې تصميم د بري لومړى شرط دى.

دا خبره په ننګرهار كې  له پښو څخه د معلول علي محمد كاكړ د حوصلې لومړۍ او وروستۍ تكيه ده. هغه كه څه هم له دواړو پښو لوېدلى، خو په كلك هوډ يې د كور ګټې وټې ته اوږه وركړې او د زده كړو لمن يې هم نه ده پريښې.

كاكړ لا كمكى و چې د ګوزڼ ناروغۍ پرې د هيلو د رژېدو ګوزار وكړ، هغه داسې وخت و چې په هېواد كې د جګړو له كبله د لرې پرتو سيمو خلك د ګوزڼ ضد واكسينو سره بلد نه وو او نه هم داسې څوك وو چې د ګوزڼ واكسين يې د ماشومانو ستوني ته يو څاڅكى هم رسولي واى. هغه له كليد سره په يوه ځانګړې مركه كې د خپل هغه وخت كيسه شريكه كړه: ((  هغه وخت په وطن کې جنګونه وو، د واکسین امکانات نه وو. بلخوا بې وسي او غریبي وه، روغتون او ډاكټرانو ته تګ مې ناممكن و، بس د تقدیر پرېکړه همداسې وه او تر ننه دا دی له دواړو پښو لوېدلی یم.))

علي محمد هغه وخت ډېر مايوسه شو، خو خپله راتلونكې يې له زده كړو پرته لا تياره ليدله، همدا و چې له ښوونځي شاته رانغى او اوس د خپلو خواريو له بركته د ننګرهار عالي دارالمعلمين د وروستي كال محصل دى.

۲۵ كلن علي محمد كاكړ واده هم كړى، سپوږمۍ كاكړ يې د كاله رڼا او خوږه لور ده، دى له خپل معلوليت سره سره دومره بوختياوې لري چې ښايي ډېر روغ كسان يې هم ونه لري. هغه د خپلو بوختياو په اړه هم خپله راته غږېدلى:(( په مياعمر لېسه كې ښوونكى يم، د معلولينو د ټولنې فرهنګي مسوول او د همدې ټولنې د غږ مجلې چلوونكى يم، كله چې فارغ وخت پيدا كړم د حلالې روزۍ په لټه ښار ته راوځم او د خپل ويلچر په مرسته د موبايل كارتونه پلورم.))

كاكړ وايي، د كور غړو يې په علمي تشويق او لاسنيوي كې هېڅ كسر نه دى ور پرې ايښى خو دى د معلوليت له ورځې راهيسې له ځانه سره يو هوډ لري، هغه دا چې دى بايد هېڅكله د چا پر اوږو بار نه وي:(( زه چې كله ښوونځي ته تلم، نو وړوكى وم، ويلچر مې نه درلود، بيا به مې د كورنۍ غړو په لاسي كراچۍ كې ښوونځي پورې وړم، اوس چې زه رالوى شوى يم، نو زړه مې غواړي، د كورنۍ اوږې د ځان له باره سپكې كړم، بلكې د هغوى هر غم ته اوږه وركړم.)) دى وايي، د كورنۍ اقتصادي وضعيت يې ښه نه دى، بلكې خورا غريبه كورنۍ لري، خو فكرونه په كې روښانه دي او ده هم د همدې روښانه فكر له بركته  خپلو ټولو كشرانو وروڼو ته د زده كړې زمينه برابره كړې ده.

دى د خپل معلوليت د وخت يوه ډېره لړزوونكې او له ناهيلۍ ډكه خاطره هم په زړه لري او وايي، يوه ورځ استاده له ټولګي څخه د معلوليت له كبله وشاړه، دى هغې ورځې ډېر وژړاوه، حتى له ژونده يې زړه موړ شو:((  نهم صنف کې وم، د کیمیا استاد مو ډېر دیکتاتور سړی وو، په اوله ورځ يې وليدم چې په ويلچر كې ناست او له نورو هلكانو مې ډېر ځاى نيولى. په غوسه شو، له صنفه یی وشړلم، هغه ورځ زه په خپل ژوند پښېمانه شوم، ډېر مې وژړل.))

د هغه د غم د ورځې دا كيسه غځېږي او پخپله يې كاكړ راته په زور او زېر وايي:(( زه بهر كېناستم، استاد صنف ته ننوت، د اول نومره، دوهم نومره پوښتنه يې وكړه، بيا يې ويل درېيم نومره څوك دى؟ هلكانو وويل هغه تا له ټولګي وويست، استاد په بيړه راووت، غېږ كې يې ونيولم، زما ژړا نه درېده، بېرته يې صنف كې كېنولم.))

علي محمد وايي، هماغه استاد چې دى يې له ټولګي شړلى و، اوس ورسره په يوه لېسه كې دنده لري، كله كله ورته د ټوكې په پار خپل عمل وريادوي، خو په وينا يې اوس يې بښلى او هېڅ ګيله نه ترې لري.

علي محمد وايي، د پوليو ناروغۍ له كبله يې چې په خپل زړه څومره د هيلو غوټۍ رژېدلي، هغه يو خداى ته معلومې دي، خو اوس دى ټولو خپلوانو ته سپارښتنه كوي چې په كور كې يو ماشوم هم د پوليو له واكسينه پرې نږدي:(( زه د ګوډ، شل، ړوند او نورو نومونو څخه سخت بد وړم، په خپله هم خلكو دا ډول نومونه راته ډېر اخستي، خداى دې وكړي چې زموږ خلك له دې وروسته په دې نومونو د معلولينو د مايوسۍ سبب نه شي.))

كاكړ له حكومته هم غواړي چې د معلولينو ژوند ته پاملرنه وكړي، هغوى ته كاري زمينه مساعده كړي، زده كړو ته يې تشويق كړي او د روزنې ځانګړي مراكز ورته پرانيزي، څو د معلولينو استعدادونه هم د نورو هېوادوالو په څېر وغوړېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA