ads

د ولس د قرباني کولو نوې هڅه

د دولت وسله وال مخالفان په جګړه کې د عام ولس وسیله ګرځولو او برمته نیولو ته د یوه نوي تکتيک په سترګه ګوري او له همدې کبله هرځای ولس د ناامنۍ احساس کوي. د دولت وسله وال مخالفان په جګړه کې د عام ولس وسیله ګرځولو او برمته نیولو ته د یوه نوي تکتيک […]

نویسنده: The Killid Group
22 وری 1394

د دولت وسله وال مخالفان په جګړه کې د عام ولس وسیله ګرځولو او برمته نیولو ته د یوه نوي تکتيک په سترګه ګوري او له همدې کبله هرځای ولس د ناامنۍ احساس کوي.

د دولت وسله وال مخالفان په جګړه کې د عام ولس وسیله ګرځولو او برمته نیولو ته د یوه نوي تکتيک په سترګه ګوري او له همدې کبله هرځای ولس د ناامنۍ احساس کوي.

څه کم څلوېښت کلن ناتار نه یوازې دا چې ملیونونو افغانانو ته مرګ ژوبله واړوله بلکې دا ولس يې د نړۍ په کچه ډېر خوار او بېوزلی کړ. هغه ولس چې تل د جګړې دوو اورونو په منځ کې پاتې او د قدرت د تږو قرباني شوی دی. د خواښینۍ وړ خبره دا ده چې دا لوبه لا ختمه نه ده او اوس هم روانه ده او له ولس نه قرباني اخلي.

دا لوبه هغه وخت نوره هم د اندېښنې وړ را څرګندېږي چې سره مخالف لوري د خپلو ګټو په خاطر، په لوی لاس ولس او یا د هغو بنسټونو کارکوونکي وسیله وګرځوي چې د افغان ولس د خدمت لپاره يې مټ بډ وهلې وي. بده خبره لا دا چې د عادي وګړو برمته کول او وژل د سیاسي مقاصدو لپاره یو جګړه ييز تاکتیک وګڼي.

په تېرو دیارلسو کلونو کې د ګڼو خیریه بنسټونو کارکوونکي د افغان دولت د مخالفانو له خوا نیول شوي او وژل شوي چې په لرو پرتو سیمو کې يې د مجبورو او بې روزګاره افغانان لاسنیوی يې کاوه.

له یوې میاشتې په زیاته موده کې د افغانستان په جنوبي سیمو زابل او ارزګان کې د هغه بدو پېښو شاهدان یو چې عام ولس او د ولس خدمتګاران برمته شوي او بیا له منځه وړل شوي دي.

څلوېښت ورځې مخکې د ارزګان له ترينکوټ نه د سیف دي چلډرن پنځه تنه کارکوونکي د دولت د وسله والو مخالفانو له لوري وتښتول شول او وړمه ورځې د دغو کارکوونکي مړي د یاد ولایت په ګېزاب ولسوالۍ کې وموندل شول.

له څو وروستیو کلونو راهيسې چې امنيتي وضعیت خړ پړ غوندې شوی دی او ځينې سیمې ډېرې او ځينې په کې کمې ناامنې بلل کېږي، دیری د مرسته رسوونکی او ملاتړیزې ادارې زړه نه ښه کوي چې هلته يې دفترونه وي. خو یو کم شمېر يې بیا داسې وي چې په ځان سخته مني او د ولس ملاتړ حتمي ګڼي. یو له دغو بنسټونو سیف دي چلډرن اداره ده چې له څلوېښتو کلونو راهيسې د افغانستان په پنځه لسو ولایتونو کې دفترونه لري.

اوس چې شواهد بیانوي، د دې ادارې پنځه قرباني شوي کارکوونکي په دې خاطر د دولت د وسله والو مخالفینو له خوا تښتول شوي وو چې له حکومت پرې خپل مهم بندیان راخوشي کړي. خو چې د ځايي ادارې وسه ونه رسيده، دغه خوار خدمتګار کارکوونکي په ډېر بدحال او مظلومانه ډول شهیدان کړای شوي دي.

په جګړه کې خپلو هدفونو ته د رسیدو لپاره، د ولس د وسیله ګرځولو او برمته کولو پېښه د دغو پنځو کارکوونکو په نیولو او وژل پای ته نه رسېږي. په همدې موده کې په زابل کې ۳۱ مسافرین د دولت د وسله والو مخالفانو له خوا موټرو راښکته کول کېږي او له یوې میاشتې راهيسې د هغوی په برمته کې دي.

که څه هم تراوسه په رسمي ډول دا نه دي ویل شوي چې د دولت وسله والو مخالفانو له لوري د دغو ۳۱ افغانانو په بدل کې د ځينو طالب او د هغوی د نورو ملاتړو د خلاصولو غوښتنه شوې خو د سیف دي چلډرن د کارکوونکو د وژلو پېښه بې له شکه دا باور زیاتوي چې ښايي دا برمته نیونه هم د همدې لپاره شوی وي. دولتي چارواکي وايي چې د دې ۳۱ مسافرو د ژغورنې لپاره يې عملیات پلان کړي او هڅه کوي چې هغوی ته په کې زیان وانه وړي.

تر پرونه د ولس وېره له سړک غاړې بمي چاودنې او ځانمرګي بریدونه وو، خو اوس يې برمته کول نوې او وېروونکې اندېښنه ده. نوی افغان حکومت که چیري د وطن او ولس ثبات ته ځان ژمن بولي په کار ده چې پخپلو امنيتي تدابیرو او ستراتيژيک باندې جدي غور وکړي او د ولس د خونديتوب ډاډ رامنځته کړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA