ads

ايا نوي كانديد وزيران به د ولسي جرګې باور ترلاسه كړي؟

نوي ۱۶ تنه کاندید وزیران پارلمان ته ورپېژندل کېږي خو وېره دا ده چې ایا د پارلمان دریځ د تېر ځل په څېر به وي او که بدلون به مومي. ځکه تېر ځل له ۲۵ تنو کاندیدانو یوازې ۸ تنو د اعتماد رايې ترلاسه کړې. نوي ۱۶ تنه کاندید وزیران پارلمان ته ورپېژندل کېږي خو […]

نویسنده: The Killid Group
11 وری 1394
ايا نوي كانديد وزيران به د ولسي جرګې باور ترلاسه كړي؟

نوي ۱۶ تنه کاندید وزیران پارلمان ته ورپېژندل کېږي خو وېره دا ده چې ایا د پارلمان دریځ د تېر ځل په څېر به وي او که بدلون به مومي. ځکه تېر ځل له ۲۵ تنو کاندیدانو یوازې ۸ تنو د اعتماد رايې ترلاسه کړې.

نوي ۱۶ تنه کاندید وزیران پارلمان ته ورپېژندل کېږي خو وېره دا ده چې ایا د پارلمان دریځ د تېر ځل په څېر به وي او که بدلون به مومي. ځکه تېر ځل له ۲۵ تنو کاندیدانو یوازې ۸ تنو د اعتماد رايې ترلاسه کړې.

سبا چهارشنبه، شپاړس تنه نور کاندید وزیران پارلمان ته معرفي کېږي، خو پوښتنه او اندېښنه دا ده چې پر افغانستان د تروریستي ډلو له خوا د تمرکز زیاتیدو په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیتونو د پیلېدو په اړه د جمهور رییس محمد اشرف غني له اندېښنو سره سره ولې لا هم په دغه کاندیدانو کې د دفاع وزارت د کاندید ځای تش دی.

افغان حکومت وايي چې سبا چهارشنبه ۱۶ تنه کاندید وزیران د رايې ترلاسه کولو لپاره ولسي جرګې ته معرفي کوي. سره له دې چې په دې شپاړسو کاندیدانو کې ډېری نوې څېرې دي او په تېرو دیارلسو کلونو کې يې په ډېرو لوړو چوکیو کې نه دي لیدل شوي، خو ویل کېږي چې په دوی کې د تخصص مساله د پوښتنې وړ ده، ځکه ځینې کسان داسې وزارتونو ته ورپېژندل شوي چې په هغه برخه کې تخصص نه لري. که څه هم دا مهمه موضوع ده خو له دې سره په څنګ کې کاري تجربې او وړتيا هم باید له یاده ونه ایستل شي.

تېر ځل چې حکومت خپل کاندیدان پارلمان ته وروپېژندل، په هغه کې د ښځو ونډه ډېره کمه وه او دې مسالې د یو شمېر مدني ټولنو غبرګونونه راوپارول، خو سره له هغې هم په  تیر دور کې معرفي شوې ښځې په یو او بل نامه د رایې ورکولو تر صندوقونو هم ونه رسېدې او چې کومه یوه ورسېده هم، وکیلانو پوره رايې ورنه کړې.

تېر ځل د تحصیلي اسنادو او دوه ګوني تابعیت له کبله یو زیات شمېر کاندیدانو ته حتی د رایو صندوقونه کښېنښودل شول او یو شمېر نورو ته رايې ورنه کړل شوې او په دې ډول له پنځه ویشت تنو کاندید وزیرانو ایله اووه تنه رايې ترلاسه کړې. شنونکي وايي چې د وکیلانو له دې چلند څخه داسې ښکاري چې د دوی او حکومت ترمنځ ستونزه شته. دا خبره انديښمنوونکې ده، که رښتيآ هم داسې وي په روانو حساسو حالاتو کې د هیواد او خلکو لپاره بد پیغام دی. ولس له دولت نه د ثبات او پرمختګ تمه لري که د دولت اساسي بنسټونه په داسې مسایلو کې سره درګيره وي، د هیڅ ډول پرمختګ هیله نه شي کېدای او د کابینې موضوع به په يوه دوامداره کشاله بدله شي.

له دې اندېښنې سره سره ولس له ولسي جرګې تمه لري چې د هیواد ټکنی اقتصادي او امنيتي وضعیت ته په پام نویو کاندیدانو ته د هغوی د وړتیا او مسلکي توب له مخې رايې ورکړي او په دې ډول د کابینې د سریاله د دوامداره کېدو، چې وېره يې موجوده ده، مخه ونيسي او د پرمختګ په لور لومړی ګام پورته کړي.

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA