ads

د سپېدې فصلنامې ۷مه ګڼه چاپ شوه

د سپېدې فرهنګي او هنري فصلنامې اوومه ګڼه له چاپه راووته. د سپېدې په دې ګڼه كې چې په ۱۰۰۰ ټوكه تېراژ سره په ۹۶ پاڼو كې چاپ شوې، د هېواد د وتلو ليكوالو تازه ليكنې چاپ شوې دي. د سپېدې فرهنګي او هنري فصلنامې اوومه ګڼه له چاپه راووته. د سپېدې په دې ګڼه […]

نویسنده: The Killid Group
9 وری 1394
د سپېدې فصلنامې ۷مه ګڼه چاپ شوه

د سپېدې فرهنګي او هنري فصلنامې اوومه ګڼه له چاپه راووته. د سپېدې په دې ګڼه كې چې په ۱۰۰۰ ټوكه تېراژ سره په ۹۶ پاڼو كې چاپ شوې، د هېواد د وتلو ليكوالو تازه ليكنې چاپ شوې دي.

د سپېدې فرهنګي او هنري فصلنامې اوومه ګڼه له چاپه راووته.

د سپېدې په دې ګڼه كې چې په ۱۰۰۰ ټوكه تېراژ سره په ۹۶ پاڼو كې چاپ شوې، د هېواد د وتلو ليكوالو تازه ليكنې چاپ شوې دي.

دغه راز په دې ګڼه كې د نورو فرهنګي او هنري مطالبو تر څنګ په تېره يوه لسيزه كې د افغانستان د سينما وضعيت ته ځانګړې كتنه شوې.

د سپېدې چلوونكي وايي، هڅه يې كړې ده، تر ډېره هغه تازه ليكنې چې په نورو سرچينو كې نه موندل كېږي، د سپېدې فصلنامې په دې ګڼه كې په پښتو او دري ژبه لوستونكو ته وړاندې كړي.

بيژن سيامک، اسدالله غضنفر، يعقوب يسنا، اجمل ښکلی، سهراب سروش، خاطره شينوارې، کريمه شبرنګ او بريالى باجوړى هغه ليكوالان دي چې د سپېدې په دې ګڼه كې يې منثور او منظوم آثار چاپ شوي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA