ads

نوى تعليمي كال او زړې ستونزې

نوی تعلیمي کال راپیل شوی او له یوولس نیم ملیون نه زیات افغان ماشومان او ځوانان د ښوونځیو په لور درومي خو دا په داسې حال کې ده چې زموږ ښوونځي لا هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي. په دې ستونزو کې یو شمېر يې حتی داسې دي چې د یو شمېر ټولنیزو ستونزو […]

نویسنده: The Killid Group
8 وری 1394

نوی تعلیمي کال راپیل شوی او له یوولس نیم ملیون نه زیات افغان ماشومان او ځوانان د ښوونځیو په لور درومي خو دا په داسې حال کې ده چې زموږ ښوونځي لا هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي. په دې ستونزو کې یو شمېر يې حتی داسې دي چې د یو شمېر ټولنیزو ستونزو د رامنځته کېدو وېره په کې موجوده ده.

نوی تعلیمي کال راپیل شوی او له یوولس نیم ملیون نه زیات افغان ماشومان او ځوانان د ښوونځیو په لور درومي خو دا په داسې حال کې ده چې زموږ ښوونځي لا هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي. په دې ستونزو کې یو شمېر يې حتی داسې دي چې د یو شمېر ټولنیزو ستونزو د رامنځته کېدو وېره په کې موجوده ده.
په تېرو کلونو کې د پوهنې په برخه کې سره له ځينو نیمګړتیاوو ښه پرمختګونه هم شوي چې څرګنده بیلګه يې کال په کال د ښوونځيو، زده کوونکو، ښوونکو او د ښوونکو لپاره د دارلمعلمینو د بنسټونو ډېریدل دي.
ولس که څه هم د پوهنې په برخه کې دغه پرمختګ ته د قدر په سترګه ګوري خو په تعليمي نظام کې د یو شمېر ستونزو له کبله اندېښمن دي.
یو له دغو ستونزو څخه چې د معارف په کچه باید ډېر تمرکز پرې وشي، د ښوونکو روحي، اقتصادي او ټولنیز وضعیت او د ښوونځيو جوړول دي. په تېرو دیارلسو کلونو کې د هر تعلیمي کال په پیل کې حکومت په بیا بیا له ښوونکو سره د هغوی د ژوند د ښه کولو لپاره ژمنې کړې خو یوه يې هم په پوره توګه نه ده ترسره شوې او زموږ ښوونکي په داسې حال کې ښوونیز بهیر روان ساتي چې خپله له ګڼو اقتصادي، ټولنیزو او روحي ستونزو سره مخ دي.
ګڼ شمېر ښوونکي او د ښوونې د برخې شنونکي انتقاد کوي چې په تېرو کلونو کې د پوهنې له وزارت سره ګڼې مرستې وشوې چې له کبله يې کېدای شوای تدریسي سیستم ښه او معیاري شي او هم د ښوونکو ژوند ورسره ښه کړای شي، خو داسې ونه شول. دا انتقاد په داسې حال کې مطرح کېږي چې د پوهنې وزارت بیا وايي چې له دې ارګان سره د مرستو کچه په هغه اندازه وه چې تعليمي بهیر له خنډ سره مخ نه شي. د ښوونکو ادعا دا ده چې دوی ته هغومره امتیاز ورکول کېږي چې خپل ژوند حتی په عادي شکل هم پرې نه شي تنظیمولی او دا کار بیا د دې سبب شوی چې نوره خواري مزدوري وکړي. د شنونکو په اند که یو ښوونکی له اقتصادي اړخه له ستونزو سره مخ وي روحا ناارامه وي او دغه ناارامي يې د تدریس پر چارو نېغ اثر پرېباسي.
په لرې پرتو سیمو کې د کتاب، ځای او مسلکي ښوونکو نشتوالی بیا هغه ستونزې دي چې هلته يې تعلیمي بهیر ټکنی کړی او له دې کبله لوی انتقاد دا دی چې هر کال له دې سیمو د کانکور له ازموینو ډېر کم زده کوونکي بریالي راووځي.
امنیت چې پر تعلیمي رغنده رول لري لا هم د یوې سترې ستونزې په توګه مطرح دی او په یو زیات شمیر سیمو کې ښوونځي د امنیت د نشتوالي له کبله تړلي پاتې دي. په هغو سیمو کې چې حتی په نسبي توګه هم د ناامنیو احساس په کې کېږي، ټولنیزې ستونزې رازېږولې دي. ویل کېږي چې په دغو سیمو کې د ښوونځي شاګردان له ځان سره وړې او جارحه وسلې ګرځوي او ښوونکي پرې وېرول کېږي.
تازه په تازه په رسنیو کې یو مطلب راغلی چې وايي په لوګر ولایت کې تعلیمي نظام د همداسې پېښې ښکار دی چې له امله يې ښوونکي یا ښوونځیو ته کم ځي او یا هم نه ځي، ځکه د خپلو زده کوونکو له خوا وېرول کېږي. د لوګر د پوهنې چارواکي که څه هم دا ادعا ردوي خو وايي چې په ښوونځيو کې يې د تالاشۍ سیستم پیل کړی دی.
که د هیواد د معارف به برخه کې یادو شویو ستونزو ته پاملرنه ونه شي سره له دې چې د ملي وحدت حکومت چې د پوهنيز سیستم ښه کولو ته ځان ژمن بولي نو لرې به نه وي چې  د هرې ورځې په تېرېدو سره به ځينې نورې ستونزې هم د دې بهیر په وړاندې سر راوچتوي. 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA