ads

ولس د دولت د خواخوږۍ قدر کوي، خو…

افغان دولت د افغانستان په یو شمېر سیمو کې د واورې ښويېدو له امله، درې ورځې ملي ماتم اعلان کړی او په دې ډول يې له قربانیانو سره خپله خواخوږي ښودلې ده. ولس د دولت د خواخوږۍ قدر کوي خو تمه يې دا ده چې دولت د پوره مسوولیت له احساس سره د افغانانو د […]

نویسنده: The Killid Group
10 کب 1393
ولس د دولت د خواخوږۍ قدر کوي، خو…

افغان دولت د افغانستان په یو شمېر سیمو کې د واورې ښويېدو له امله، درې ورځې ملي ماتم اعلان کړی او په دې ډول يې له قربانیانو سره خپله خواخوږي ښودلې ده. ولس د دولت د خواخوږۍ قدر کوي خو تمه يې دا ده چې دولت د پوره مسوولیت له احساس سره د افغانانو د ژوند د ښه کولو او له

افغان دولت د افغانستان په یو شمېر سیمو کې د واورې ښويېدو له امله، درې ورځې ملي ماتم اعلان کړی او په دې ډول يې له قربانیانو سره خپله خواخوږي ښودلې ده. ولس د دولت د خواخوږۍ قدر کوي خو تمه يې دا ده چې دولت د پوره مسوولیت له احساس سره د افغانانو د ژوند د ښه کولو او له راز راز خطرونو د خلکو د ساتنې پروګرامونه طرحه او پلي کړي، هغه څه چې په تېرو کلونو کې هيڅ راز پاملرنه ورته نه ده شوې.

د افغانستان په ځينو سيمو کې د دومداره واورو او واورې ښویېدلو له کبله ګڼ شمېر خلکو ژوند له لاسه ورکړی او کورونه يې له منځه تللي دي. د دې طبيعي پېښو له کبله تر ټولو زيات زيان پنجشېر ولایت ته رسېدلی دی.

په تیرو درې لسیزو کې دا په پنجشیر کې ترټولو ناوړه طبیعي پېښه ګڼل کیږي. په دې ولایت کې د واورو ښویېدو له امله شا او خوا ۲۰۰ کسان مړه شوي دي؛ خو د تلفاتو شمېر ممکن له دي هم زیات وي.

ولسمشر محمد اشرف غني او د حکومت اجراییه رییس تر پېښې وروسته یاد ولایت ته ورغلل او د پنجشېر له اوسېدونکو سره خپله غمرازي وښودله.

دولت ټولو وزارتونو ته د تيار سئ حکم ورکړی او هوايي قواوو ته یې لارښوونه کړې چې د هوا له لارې په پنجشېر ولايت کې مصيبت ځپلو ته مرستې ور وغورځوي.

دولت د پېښې له قربانیانو سره د مرستې پخاطر د نورو ارتزاقي موادو ترڅنګ د شل ملیونه افغانیو د ورکړې ژمنه کړې چې د اوس له پاره له ورپېښو ستونزو ووځي.

د دولت دا ګام له ولس سره د غمرازۍ او خواخوږۍ په لړ کې د ستایلو وړ دی، خو ولس غواړي چې نوی افغان دولت په راتلونکې کې له داسې ګواښونو د ژغورولو لپاره اساسي اقدامات وکړي.

په هغو سیمو کې چې د واورې د ډېر ورېدو احتمال شته او یا د سیندونو د راوتو ګواښ متوجه دی، ډېری افغانان د بیوزلۍ له کبله کورونه جوړ کړي چې ډېر ځله له داسې خطرونو سره مخ وي. دولت ته په کار ده چې د حوادثو ضد ادارې او نورو اړوندو ادارو په ملتیا دغه ګواښونه چې په هرځای کې وي وارزوي او مخکې تر دې چې ګواښ ورته متوجه شي، ژوند يې وژغورل شي.

سرپناه او د سرپناه لپاره وړ ځای د بیوزلو خلکو اساسي ستونزه ده. دولت باید پخپلو راتلونکو پلانونو او پروګرامونو کې باید دغې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي.

د هیواد په شمال کې تل د زیاتې واورې د ورېدو او برفکوچونو له کبله ډېره موده د کر ځمکې له کاره لوېږي، چې دا پخپله په راتلونکې کې د خلکو پر ژوند ډېر منفي اثر غورځوي. د دولت اړوندې ادارو ته ښايي چې د دغې ستونزې او ګواښ د مخنیوي پر لارو چارو ژور فکر وکړي، که دا کارونه ونه شي یوازې تر مصیبت وروسته منډې د موقتي درملو حیثیت لري او په اوږد مهال کې يې اغېز د حس وړ نه وي.

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA