ads

د ناامنیو کابو کول، د افغان حکومت لومړنۍ دنده ده

د ناامنیو کابو کول، د افغان حکومت لومړنۍ دنده ده. یو شمېر افغان او بهرني چارواکي له څه مودې داسې څرګندونې کوي چې د ناامنیو په اړه اندېښنې ورسره ملې دي. د ولس غوښتنه دا ده چې افغان حکومت او نړیوال ملاتړي يې له اندېښنو سره سره د ناامنیو د کابو کولو لپاره باید سر […]

نویسنده: The Killid Group
22 سلواغه 1393
د ناامنیو کابو کول، د افغان حکومت لومړنۍ دنده ده

د ناامنیو کابو کول، د افغان حکومت لومړنۍ دنده ده. یو شمېر افغان او بهرني چارواکي له څه مودې داسې څرګندونې کوي چې د ناامنیو په اړه اندېښنې ورسره ملې دي. د ولس غوښتنه دا ده چې افغان حکومت او نړیوال ملاتړي يې له اندېښنو سره سره د ناامنیو د کابو کولو لپاره باید سر له اوسه لاس په کار شي.

د ناامنیو کابو کول، د افغان حکومت لومړنۍ دنده ده. یو شمېر افغان او بهرني چارواکي له څه مودې داسې څرګندونې کوي چې د ناامنیو په اړه اندېښنې ورسره ملې دي. د ولس غوښتنه دا ده چې افغان حکومت او نړیوال ملاتړي يې له اندېښنو سره سره د ناامنیو د کابو کولو لپاره باید سر له اوسه لاس په کار شي.

د ولس اندېښنه دا ده چې تر دې مخکې یوازې طالبان د افغان حکومت وسله وال مخالفت کاوه خو اوس د داعش ډلې د فعالیتونو اوازې هم خپرې دي او امنیتي چارواکو هم تاييد کړي چې د افغانستان په ځینو ولایتونو کې دې ډلې خپلې هڅې شروع کړي دي.

تر ډېره پورې د داعش په اړه ګونګسې داسې وې چې په جنوبي او مرکزي سیمو تمرکز کړی. څه موده مخکې په هلمند کې د طالبانو او داعش ډلې ترمنځ د اخ و ډب خبرونه خپاره شول خو وروسته وویل شول چې د دوی ترمنځ سلا رامنځته شوې.

په افغانستان کې د داعش ډلې د خپروېدو اوازې لا خورې وې چې وړمه ورځ په هلمند کې د بی پیلوټو الوتکو په برید کې د داعش ډلې د مسوول ملا عبدالروف خادم د وژل کېدو خبر راغی.

ملي امنيت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره د ملا خادم په اړه معلومات خپاره کړي او ويلي دي چې نوموړی د کوېټې شورا پخوانی غړی او د افغانستان په جنوب لویدیځه حوزه کې د داعش ډلې مسوول و.

د دغو معلوماتو په بنسټ، ملا عبدالرووف خادم د هلمند ولایت د کجکي ولسوالۍ د اذان کلي اصلي او فعلي اوسېدونکی او په قوم علیزی و، چې په یوه پښه معیوب او د جهاد په وخت کې یې د استاد سیاف په مشرۍ د اتحاد اسلامي تنظیم غړیتوب درلود. وروسته د طالبانو له ډلې سره یو ځای شو، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د هرات قول اردو قوماندان و او د طالبانو واکمنۍ تر نسکورېدو وروسته ونېول شو او د بګرام په زندان کې بندي و. په دغو معلوماتو کې راغلي چې نوموړي تر خوشې کېدو وروسته د کوېټې شورا غړېتوب ترلاسه کړ او دغه راز د څه وخت لپاره د طالبانو لخوا د روزګان ولایت لپاره نومول شوی والي و، د استخباراتو کمېسیون غړېتوب او د ملا عمر د ځانګړي سلاکار په توګه یې هم فعالیت درلود.

په معلوماتو کې راغلي چې په وروستیو کې د طالبانو له ډلې سره د نوموړي اړیکې ترینګلې شوې او د کوېټې شورا له غړېتوب څخه ګوښه کړی شو او د روان کال د لړم په میاشت کې د پاکستان له کوېټې څخه د جعفریه مذهب پیروانو تر پوښښ لاندې په جعلي پاسپورټ او ویزه د مذهبي مراسمو د ترسره کولو او د کربلا د لېدلو په پلمه لومړی ایران او له هغه ځایه عراق ته لاړ او د داعش له مشرانو سره یې ولېدل او د هغوی د ملاتړ له ترلاسه کولو وروسته کوېټې ته راستون شو؛ وروسته یې د طالبانو ډلې څخه د خپلو اړوندو قوماندانانو او ۱۰۰ کسانو په جلب و جذب سره د هلمند ولایت د دیشو ولسوالۍ د بهرامچه له لارې ځان د کجکي ولسوالۍ د اذان سیمې ته ورساوه او ترهګریز فعالیتونه یې د هماغې ډلې په پلوۍ په هلمند، فراه او د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې پیل کړل او د جبهو د جوړولو زړه یې هم وکړ.

یوه مهمه خبره چې په دې معلوماتو کې راغلي او اندېښمنوونکې څرګندېږي دا ده چې ویل شوي چې نوموړي د ځینو قومونو او په ځانګړې توګه د علیزیو قوم ملاتړ هم ترلاسه کړی و او په دې توانیدلی و چې په کجکي کې د طالبانو ډېر شمېر قوماندانان راخپل او د ګروپونو هر قوماندان ته د پنځوس زره کلدارو او د ګروپونو غړو ته د دېرش زره کلدارو په اندازه امتیازات ورکړي.

دا خبرې د دې څرګندويي کوي چې دا ډله ډېر مالي امکانات په لاس کې لري او په اوږد مهال کې ډېر خطر پېښوونکې کېدای شي. د ناامنیو له پراختیا سره دا خطر بیا ډېر محسوس دی ځکه په ناامنو سیمو کې کار نه وي او یو شمېر خلک د یو څو روپیو د ترلاسه کولو په پار هم له هغو ډلو سره یوځای کېږي چې مالي امکانات لري.

داسې ښکاري چې افغان حکومت د ناامنیو د خپرېدو اندېښنه لري خو په کار ده چې د خپلو مخالفو ډلو د ځپلو لپاره خپل ټول امکانات برابر او مقابلې ته ووځي. پرته له دې راتلونکې پېښېدونکې ناامنۍ به په زیاته پیمان قرباني وغواړي، چې لویه برخه به يې بیا خوار او ځپلې افغان ولس وي.

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA