د پاکستان په کراچۍ ښار کې ځانمرګي موټربم چاونې د څو پولیس افسرانو په ګډون اته تنه ټپيان كړل. امنیتي چارواکي وايي، ځانمرګي پرون له چاودېدونکو توكو بار موټر سره د پولیسو د موټرو پر یو کاروان حمله وکړه.
د پاکستان په کراچۍ ښار کې ځانمرګي موټربم چاونې د څو پولیس افسرانو په ګډون اته تنه ټپيان كړل.
امنیتي چارواکي وايي، ځانمرګي پرون له چاودېدونکو توكو بار موټر سره د پولیسو د موټرو پر یو کاروان حمله وکړه.
د راپورونو له مخې د دې برید هدف ظاهراً د کراچۍ د پولیسو د یوه جګپوړي چارواكي فاروق اعوان موټر و.
په دې بريد كې د اعوان د سپرلۍ موټر په مكمل ډول له منځه تللى خو ده ته پكې زیان نه دی اوښتی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ