د پاکستان پوځ وايي، په قبايلي سيمې شمالي وزيرستان کې يې تېره ورځ د وسله والو پر مرکزونو په هوايي بريدونو او له هغوى سره نښته كې لږ تر لږه ۱۵ وسله وال وژلي دي.
د پاکستان پوځ وايي، په قبايلي سيمې شمالي وزيرستان کې يې تېره ورځ د وسله والو پر مرکزونو په هوايي بريدونو او له هغوى سره نښته كې لږ تر لږه ۱۵ وسله وال وژلي دي.
د پاكستاني پوځ مطبوعاتي دفتر يا ISPR وايي، د شمالي وزيرستان په غلام خان او يو شمېر نورو سيمو کې يې د مېشتو وسله والو پر مركزونو هوايي بريدونه كړي، چې له كبله يې ۱۲ وسله وال وژل شوي او د هغوى درې مركزونه او له مهماتو ډك درې موټر هم له منځه وړل شوي دي.
د سرچينې په وينا، د شمالي وزيرستان په بويه سيمه کې هم د امنيتي ځواکونو او وسله والو تر منځ نښته كې درې تنه وسله وال او يو پاكستانى سرتېرى وژل شوي دي.
په شمالي وزيرستان کې د جون له پنځلسمې نېټې راهيسې د مېشتو وسله والو پرضد د پاکستاني پوځ عمليات دوام لري.
د پاکستان پوځ ادعا کوي، چې د شمالي وزيرستان شاوخوا ۸۰ فيصده سيمې يې د وسله والو له شتون نه پاکې کړې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ