د پاكستان د بلوچستان ايالت مركز كوټه كې نن سهار تر لمانځه وروسته د ملېشه ځواکونو ګزمه کوونکي موټر ته نږدې چاودنه شوې، چې له كبله يې د يوه ملېشه سرتېري په ګډون درې تنه وژل شوي او د څلورو ملېشه سرتېرو په ګډون ۱۶ تنه ټپيان شوي دي.

د رپوټونو له مخې، دغه چاودنه نن سهار وختي د کوټې ښار جنوب لور ته پر سرياب سړک د ملېشه ځواکونو يوه ګزمه کوونکي موټر ته نږدې د يوه بانک مخې ته شوې ده.
پوليس وايي، چاودېدونکي توكي، چې شاوخوا څلوېښت کيلو ګرامه وو؛ په يوه موټر کې ځاى پر ځاى شوي وو او د ريموټ کنټرول پواسطه چوول شوي دي.
په ټپيانو كې د څلور تنو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى.
د چاودنې مسووليت تراوسه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى، خو په بلوچستان کې پر پوليسو او ملېشه سرتېرو د بريدونو پړه ډېرى وخت د بلوڅو وسله وال سازمانونه پر غاړه اخلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ