د شانګهاى د همکاريو سازمان د مشرانو څوارلسمه غونډه نن د تاجکستان په پلازمېنې دوشنبې کې پيل شوه. جمهور رييس حامد کرزي د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ تېره ورځ پرون په ياده غونډه کې د ګډون په موخه تاجکستان ته دوه ورځنى سفر وکړ.
د شانګهاى د همکاريو سازمان د مشرانو څوارلسمه غونډه نن د تاجکستان په پلازمېنې دوشنبې کې پيل شوه.
جمهور رييس حامد کرزي د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ تېره ورځ پرون په ياده غونډه کې د ګډون په موخه تاجکستان ته دوه ورځنى سفر وکړ.
پژواك د جمهوري رياست له مطبوعاتي دفتره د خپرې شوې خبرپاڼې پر بنسټ ليكلي، چې جمهور رييس حامد کرزى به په ياده غونډه کې د خبرو ترڅنګ د دې سازمان د مشرانو او د شانګهاى د غړو هېوادونو له يو شمېر مشرانو سره هم خبرې وکړي .
سرچينه زياتوي، په دې سفر کې د بهرنيو چارو وزير ضرار احمد عثماني، د ملي امنيت مشاور ډاکټر رنګين دادفر سپنتا او د نړيوالو چارو سلاکار يحيى معروفي د جمهور رييس حامد کرزي ملتيا کوي.
په دې غونډه کې افغانستان، منګوليا، ايران، هندوستان او د پاکستان مشرانو د ناظرينو په توګه ګډون کړى دى.
د شانګهاى د همکاريو سازمان په سږنۍ غونډه کې به تر ډېره بريده له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو پر وتلو او د سيمې د امنيت پر ټينګښت خبرې وشي.
په دې غونډه کې د افغانستان له موضوعاتو سربېره، شانګهاى سازمان ته د نويو غړو د جذبولو د ميکانيزم پر پوره کېدو هم خبرې اترې کېږي.
له دې غونډې وروسته به د شانګهاى د همکاريو سازمان نوبتي مشري له تاجکستان څخه رسما روسيې ته وسپارل شي او د دې سازمان راتلونکې غونډه به په ٢٠١٥ زيږديز کال کې د روسيې په اوفا ښار کې تر سره شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ