ads

بانكي مون له ډاكټر اشرف غني او ډاكټر عبدالله سره ټليفوني خبرې وكړې

د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون له د افغانستان د جمهوري رياست له دواړو کانديدانو سره ټليفوني خبرې وكړې. نوموړي د ټېلېفوني اړيکې پر مهال له دواړو كانديدانو غوښتي، چې د ملي حکومت د جوړولو په اړه په خپلو ژمنو ودرېږي.   د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون له د افغانستان د جمهوري رياست له […]

نویسنده: The Killid Group
21 وږی 1393
بانكي مون له ډاكټر اشرف غني او ډاكټر عبدالله سره ټليفوني خبرې وكړې

د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون له د افغانستان د جمهوري رياست له دواړو کانديدانو سره ټليفوني خبرې وكړې. نوموړي د ټېلېفوني اړيکې پر مهال له دواړو كانديدانو غوښتي، چې د ملي حکومت د جوړولو په اړه په خپلو ژمنو ودرېږي.

 

د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون له د افغانستان د جمهوري رياست له دواړو کانديدانو سره ټليفوني خبرې وكړې.

 

نوموړي د ټېلېفوني اړيکې پر مهال له دواړو كانديدانو غوښتي، چې د ملي حکومت د جوړولو په اړه په خپلو ژمنو ودرېږي.

پژواك په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له دفتره د خپرې شوې خبرپاڼې پر بنسټ ليكلي، چې بانکي مون تېره شپه له ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله عبدالله سره ټېلېفوني خبرې کړې دي.

سرچينې زياته کړې، د دې اړيکې پر مهال بانکي مون له دواړو کانديدانو غوښتي، چې د ملي حکومت د جوړولو په اړه په خپلو ژمنو ودرېږي.

د چنګاښ په مياشت کې د امريکا د بهرنيو چارو د وزير جان کيري په منځګړيتوب دواړو کانديدانو د يوه ملي حکومت په جوړولو هوکړه کړې وه.

د ملګرو ملتونو سرمنشي له دواړو کانديدانو غوښتي، چې ژر تر ژره سياسي پروسه بشپړه کړي.

بانکي ويلي، د دواړو کانديدانو په موافقې سره د ټولو رايو د بياشمېرنې او څېړنې بهير د ملګرو ملتونو په همکارۍ په نړيوالو معيارونو ترسره شوى دى.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دې ټېلېفوني اړيکې پر مهال د ملګرو ملتونو سرمنشي له دواړو کانديدانو غوښتي، چې د خپل هېواد او ولس د راتلونکي په اړه فکر وکړي.

هغه زياته کړې، ملګري ملتونه او نړيواله ټولنه په افغانستان کې د سياسي لېږد د پروسې ملاتړ کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې بانکي مون له جمهور رييس حامد کرزي سره هم ټېلېفوني خبرې کړي او ډاډ يې ورکړی، چې ملګري ملتونه به له افغانستان سره خپلو همکاريو ته ادامه ورکړي.

د يادونې ده، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيال جيفري فيلمټن د افغانستان د ټاکنيزو شخړو د هواري په موخه په کابل کې دی او پرون يې له دواړو کانديدانو سره ليدلي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA