ads

پاکستان كې د وروستيو سېلابونو له كبله د تلفاتو شمېر ١٨١ ته لوړ شو

په دې وروستيو کې د پاکستان په بېلابېلو سيمو کې د پرله پسې توندو بارانونو او سېلابو له كبله تر دې دمه لږ تر لږه ١٨١ کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپيان او بې کوره شوي دي. په دې وروستيو کې د پاکستان په بېلابېلو سيمو کې د پرله پسې توندو بارانونو او سېلابو […]

نویسنده: The Killid Group
17 وږی 1393

په دې وروستيو کې د پاکستان په بېلابېلو سيمو کې د پرله پسې توندو بارانونو او سېلابو له كبله تر دې دمه لږ تر لږه ١٨١ کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپيان او بې کوره شوي دي.

په دې وروستيو کې د پاکستان په بېلابېلو سيمو کې د پرله پسې توندو بارانونو او سېلابو له كبله تر دې دمه لږ تر لږه ١٨١ کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپيان او بې کوره شوي دي.

د پاکستان د دولتي چارواکو په وينا، له تېرې جمعې شپې راهيسې د پنجاب ايالت په مرکزي ښار لاهور او همدارنګه د دې ايالت په يو شمېر نورو سيمو کې د توندو بارانونو د ورېدو له كبله سېلابونه راوتلي، چې تر دې دمه په دې ايالت کې ١٠٨،  په کشمير کې ٦٢ او ددې هېواد په شمال ګلګت بلتستان کې ١١ کسان وژل شوي، لسګونه نور ټپيان دي او سخت مالي زيانونه وراوښتي دي.

د پاکستان لومړي وزير نواز شريف تېره ورځ د پنجاب ايالت سېلاب ځپلو سيمو ته سفر وکړ او له بې کوره شويو خلکو سره يې وليدل.

نوموړي په سيالکوټ کې له رسنيو سره د خبرو پر مهال، پر خپلو مخالفو سياسي ګوندونو غږ وکړ، چې په اوسنيو ترينګلو حالاتو کې دې له احتجاجونو لاس واخلي او د سېلاب ځپلو د مرستې لپاره دې ګامونه پورته کړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA