ټاكل شوې ده، چې د امريكا جمهوررئيس بارك اوباما د اسلامي دولت يا داعش په نوم د وسله والې ډلې پرضد د مبارزې لپاره د امريکا ستراتيژي د راتلونكې چهارشنبې په ورځ اعلان كړي.
ټاكل شوې ده، چې د امريكا جمهوررئيس بارك اوباما د اسلامي دولت يا داعش په نوم د وسله والې ډلې پرضد د مبارزې لپاره د امريکا ستراتيژي د راتلونكې چهارشنبې په ورځ اعلان كړي.
نوموړي د امريكا له NBC ټلويزيون سره په مرکه كې، چې پرون خپره شوه ويلي، د داعش ډلې پرضد د مبارزې ستراتيژي به له خپلو خلکو سره شريکه کړي او ډاډ به ورکړي، چې د دې ډلې په وړاندې مبارزه ممکنه ده.
د هغه په وينا، امريکا غواړي چې د داعش ډلې وړتيا په تدريجي ډول کمه او بالاخره يې ماته کړي.
تېره مياشت پر اوباما نيوکې وې، چې ويلي و، د “اسلامي دولت” د ډلې په اړه کومه تګلاره نه لري.
د امريكا پوځ پرون په عراق كې خپل عمليات پراخ كړل او په انبار ولايت کې يې د حديثه د برېښنا ستراتيژيک بند ته نږدې د اسلامي دولت پر وسله والو، چې عراقي ځواکونه يې کلابند کړي دي، هوايي بريدونه وكړل.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ