ads

ملګري ملتونه: په ټوله نړۍ كې ۱۲۰ ميليونه نجونې ځورول شوي

د ملګرو ملتونو په يوه نوي رپوټ کې راغلي، چې په ټوله نړۍ کې تر شل کلنۍ ۱۲۰ ميليونه نجونې ځورول شوي او يا جنسي تېرى پرې شوى دى. رپوټ همدارنګه وايي، په ۲۰۱۲ کال کې په ټوله نړۍ کې له پنځو تنو وژل شويو کسانو نه يو يې ماشوم دى. د ملګرو ملتونو په […]

نویسنده: The Killid Group
15 وږی 1393
ملګري ملتونه: په ټوله نړۍ كې ۱۲۰ ميليونه نجونې ځورول شوي

د ملګرو ملتونو په يوه نوي رپوټ کې راغلي، چې په ټوله نړۍ کې تر شل کلنۍ ۱۲۰ ميليونه نجونې ځورول شوي او يا جنسي تېرى پرې شوى دى. رپوټ همدارنګه وايي، په ۲۰۱۲ کال کې په ټوله نړۍ کې له پنځو تنو وژل شويو کسانو نه يو يې ماشوم دى.

د ملګرو ملتونو په يوه نوي رپوټ کې راغلي، چې په ټوله نړۍ کې تر شل کلنۍ ۱۲۰ ميليونه نجونې ځورول شوي او يا جنسي تېرى پرې شوى دى.

رپوټ همدارنګه وايي، په ۲۰۱۲ کال کې په ټوله نړۍ کې له پنځو تنو وژل شويو کسانو نه يو يې ماشوم دى.

دغه رپوټ د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې (يونيسف) چمتو کړى او له ۱۹۰ هېوادونو څخه د لاس ته راغلو معلوماتو پر بنسټ جوړ شوى دى.

رپوټ وايي، چې په ټوله نړۍ کې ماشومان په پراخه کچه د رواني، بدني او جنسي تاوتريخوالي له خطر سره مخ دي.

رپوټ زياتوي، دغه بد چلند، چې جنسي تاوتريخوالى، ښکنځلې كول، فزيکي او رواني ځورونې پکې شاملې دي، په ډېرو مواردو کې د کورنۍ د غړو او يا پالونکو له خوا ورسره ترسره کېږي.

يونيسف په خپل رپوټ کې ويلي، چې ۱۰ فيصده نجونې تر ۲۰ کلنۍ پورې د جنسي تېري ښکار کېږي.

د رپوټ له مخې، يو پر درېيمه برخه پېغلې او کم عمره واده شوې نجونې د مېړونو له خوا په رواني، جسمي او جنسي ډول ځورول کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA