د پاکستان جنګي جېټ الوتکو په قبايلي سيمو شمالي وزيرستان او خيبر اېجنسۍ كې د وسله والو پر مرکزونو تازه بريدونه کړي او لسګونه وسله وال يې وژلي دي.
د پاکستان جنګي جېټ الوتکو په قبايلي سيمو شمالي وزيرستان او خيبر اېجنسۍ كې د وسله والو پر مرکزونو تازه بريدونه کړي او لسګونه وسله وال يې وژلي دي.
د پاکستاني پوځ د عامه اړيکو د دفتر يا ISPR لخوا خپره شوې خبرپاڼه كې ويل شوي، چې د پاکستان هوايي ځواک د سه شنبې په ورځ د شمالي وزيرستان او خيبر اېجنسۍ په بېلابېلو سيمو کې د مېشتو سخت دريځو وسله والو پر مرکزونو هوايي بريدونه کړي، چې په ترڅ کې يې په شمالي وزيرستان کې ٣٠ او په خيبر اېجنسۍ کې لږ تر لږه ١٨ وسله وال وژل شوي دي.
د رپوټونو له مخې، د پاکستان جنګي جېټ الوتکو په دغه بمبارۍ کې په شمالي وزيرستان او خيبر اېجنسۍ کې د وسله والو ١٢ مرکزونه، د دوى يو شمېر موټر او موټرسايكلونه هم له منځه وړي دي.
پاكستاني پوځ د جون له ١٥مې نېټې راهيسې په شمالي وزيرستان کې د مېشتو کورنيو او بهرنيو وسله والو پرضد عمليات پيل کړي، چې تر دمه پکې د سلګونو وسله والو د وژلو ادعا کوي، چې ډېرى يې ازبک جنګيالي ښيي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ