ads

غزه کې پر نوي ٧٢ ساعته اوربند هوکړه شوې

اسراييلي او فلسطيني ډلې د مصر په منځګړيتوب په غزه کې پر يوه نوي ٧٢ ساعته اوربند سره سلا شوي، چې په مصر کې نورو خبرو ته لا ره هواره شي. دغه اوربند سر له ننه پيل شوى دى. اسراييلي او فلسطيني ډلې د مصر په منځګړيتوب په غزه کې پر يوه نوي ٧٢ ساعته […]

نویسنده: The Killid Group
20 زمری 1393

اسراييلي او فلسطيني ډلې د مصر په منځګړيتوب په غزه کې پر يوه نوي ٧٢ ساعته اوربند سره سلا شوي، چې په مصر کې نورو خبرو ته لا ره هواره شي.
دغه اوربند سر له ننه پيل شوى دى.

اسراييلي او فلسطيني ډلې د مصر په منځګړيتوب په غزه کې پر يوه نوي ٧٢ ساعته اوربند سره سلا شوي، چې په مصر کې نورو خبرو ته لا ره هواره شي.

دغه اوربند سر له ننه پيل شوى دى.

مصري چارواکي، چې د د واړو ښکېلو غاړو ترمنځ خبرو کې منځگړيتوب کوي وايي، له دواړو غاړو يې غوښتي چې د سولې پر يوه هر اړخيز تړون خبرې له سره پيل کړي.

د مصرپه منځګړيتوب پر يوه ورته اوربند تېره اونۍ هم موافقه شوې وه، خو د درېيو ورځو له پاى ته رسېدو سره سم د جمعې په ورځ د اسراييلي ځواکونو او د فلسطيني وسله والو ډلو ترمنځ جګړې بيا پيل شوې.

اسراييلي چارواکو ويلي، چې که اوربند پرځاى پاتې شي نو استازي به يې نن له فلسطينيانو سره په قاهره کې خبرې وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA