د بريتانيا لوى درستيز جنرال سر پيټر وال وايي، که اړتيا پيدا شوه ممکن بيا افغانستان ته پوځيان ولېږي. نوموړي له ډيلي ټيلي ګراف ورځپاڼې سره په مرکه کې، چې پرون خپره شوه وويل، بريتانيا به پرېنږدي چې افغانستان بيا د تروريستانو پر ځالې بدل شي.
د بريتانيا لوى درستيز جنرال سر پيټر وال وايي، که اړتيا پيدا شوه ممکن بيا افغانستان ته پوځيان ولېږي.
نوموړي له ډيلي ټيلي ګراف ورځپاڼې سره په مرکه کې، چې پرون خپره شوه وويل، بريتانيا به پرېنږدي چې افغانستان بيا د تروريستانو پر ځالې بدل شي.
هغه د افغان امنيتي ځواکونو پر وړتيا د ډاډ څرګندولو ترڅنګ زياته كړه، که طالبان او القاعده سيمې ونيسي، بريتانيا به بې تفاوته پاتې نه شي او افغانستان ته به بيا سرتېري ولېږي.
بريتانيا له افغانستانه نيمايي پوځيان ايستلي او په پام کې لري، چې د روان کال تر پايه ټول محارب سرتېري وباسي.
د ۲۰۰۱ ميلادي کال له سپټمبر څخه تراوسه پورې په افغانستان کې ټولټال ۴۵۳ بريتانيايي پوځيان وژل شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ