حماس ډلې او اسراييلو د مصر په غوښتنې د ۷۲ ساعتونو لپاره اوربند منلی، چې د ګرينويچ په وخت نن سهار له پنځو بجو پيل شوی دى. قاهره د دواړو لورو ترمنځ د دايمي اوربند لپاره هلې ځلې کوي.
حماس ډلې او اسراييلو د مصر په غوښتنې د ۷۲ ساعتونو لپاره اوربند منلی، چې د ګرينويچ په وخت نن سهار له پنځو بجو پيل شوی دى.
قاهره د دواړو لورو ترمنځ د دايمي اوربند لپاره هلې ځلې کوي.
بلخوا تردې وړاندې د اسراييلو لومړي وزير بنيامن نتنياهو په يوه اعلاميه کې ويلي وو، چې د دوى سيمو ته د سولې او ارامۍ تر راتلو پورې به په غزه کې خپلو عملياتو ته دوام ورکړي.
نوموړي دغه اعلاميه د غزې د ځينو سيمو لپاره د اسراييلو د ۷ ساعته اوربند له ختمېدو وروسته خپره کړې وه.
په غزه کې د دغه اوربند له کبله تاوتريخوالى يو څه را کم شوى و، خو فلسطينيانو ويلي چې اسراييلو په غزه کې پر يوه کور بريد کړى او دغه اوربند يې لا له وړاندې مات کړى و.
پر غزې د اسراييلي بريدونو له پيله تراوسه ۱۸۶۸ فلسطينيان، چې ډېرى يې ولسي وګړي دي او ۶۷ اسراييليان، چې له درې کسانو پرته نور ټول يې پوځيان دي، وژل شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ