اسرائيلو د غزې په ځينو برخو كې تر هغې وروسته د اوو ساعتونو لپاره اوربند اعلان كړ، چې پرون يې د ملګرو ملتونو پر يو بل ښونځى بريد د امريكا او ملګرو ملتونو له لورې په كلكه وغندل شو.
اسرائيلو د غزې په ځينو برخو كې تر هغې وروسته د اوو ساعتونو لپاره اوربند اعلان كړ، چې پرون يې د ملګرو ملتونو پر يو بل ښونځى بريد د امريكا او ملګرو ملتونو له لورې په كلكه وغندل شو.
په دې ښونځي كې له جګړې تښتېدلو درې زره فلسطينياني كډوالو پناه اخيستې ده.
پر ياد ښونځي د اسرائيلو د بې پېلوټه الوتكې د پروني بريد له كبله لس تنه چې ډېرى يې ماشومان دي وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي.
د اسرائيلو د پوځ وياند پيتر لرنر وايي چې دوى د ملګرو ملتونو ودانۍ نه بلكې ترورستان په نښه كړي دي.
دى وايي: ((موږه ترورستان په نښه كوو، چې له يوه ځايه بل ځاى ته ځي، هلته به ښايي چاودېدونكي توكي ځاى پرځاى شوي و، چې دومره مرګ ژوبله يې رامنځته كړه.))
د ملګرو ملتونو سرمنشي په غزه كې پر ښونځي بريد په كله غندلى او دا يې جنګي جنايت بللى دى.
د ملګرو ملتونو مرستيال پېرك رانبول وايي، چې اسرائيلو په غزه كې د ملكي وګړو د خونديتوب لپاره لازمه اقدامات نه دي كړي.
پېرك رانبول: ((له شكه پرته چې د اسراييلي ځواكونو په ګډون يوه لوري هم د ملكي وګړو د خونديتوب په برخه كې په كافي اندازه اقدامات ندي كړي.))
د غزې په رفح سيمه كې روغتيايي كاركونكي شكايت كوي چې د ټپيانو د درملنې لپاره په كافي اندازه اسانتياوې نلري.
په دې سيمې كې د كويټي روغتون يوه كاركونكې سنا محمد وايي چې د ټپيانو د ګڼوالي له كبله نور ټپيان نشي منلى.
ډاكټر سارا وايي: ((د كويټي روغتون دومره ظرفيت نه لري، چې په دومره لويه كچه ټپيان ومني، ډېرى ټپيان موږ د غزې رابعه او ناصر روغتونونو ته لېږدوو، لارې هم امنې نه دي – ډېرى امبولانسونه د لارو په اوږدو كې د اسراييلو له لورې په نښه كېږي.))
يوازې د شنبې ورځې راهيسې د اسرائيلو په بريدونو كې تر ۲۰۰ ډېر فلسطينيان وژل شوي دي، چې له دې سره د جګړې له پيله تر اوسه ۱۸۲۰ فلسطينيان وژل شوي، تر لسو زرو ډېر ټپيان دي چې د ملګرو ملتونو د معلوماتو پر بنسټ تر ۸۰ فيصدو ډېر يې ملكي وګړي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ