ads

د اسرائيلو په تازه بريدونو كې ٢٠٠ فلسطينيان وژل شوي

په غزه کې روغتيايي چارواکي وايي تېره ورځ د لنډ مهالي اوربند له ماتېدو وروسته، د اسراييلو په بريدونو کې تر ٢٠٠ ډېر فلسطينيان وژل شوي دي. اسرائيلو تر ټولو درنه بمباري په رفح سيمه کې كړې چې ادعا يې كوله يو اسراييلي سرتيرى په کې د حماس د مقاومت كونكو له لوري نيول شوى […]

نویسنده: The Killid Group
12 زمری 1393
د اسرائيلو په تازه بريدونو كې ٢٠٠ فلسطينيان وژل شوي

په غزه کې روغتيايي چارواکي وايي تېره ورځ د لنډ مهالي اوربند له ماتېدو وروسته، د اسراييلو په بريدونو کې تر ٢٠٠ ډېر فلسطينيان وژل شوي دي. اسرائيلو تر ټولو درنه بمباري په رفح سيمه کې كړې چې ادعا يې كوله يو اسراييلي سرتيرى په کې د حماس د مقاومت كونكو له لوري نيول شوى دى خو

په غزه کې روغتيايي چارواکي وايي تېره ورځ د لنډ مهالي اوربند له ماتېدو وروسته، د اسراييلو په بريدونو کې تر ٢٠٠ ډېر فلسطينيان وژل شوي دي.

اسرائيلو تر ټولو درنه بمباري په رفح سيمه کې كړې چې ادعا يې كوله يو اسراييلي سرتيرى په کې د حماس د مقاومت كونكو له لوري نيول شوى دى خو په سميه كې تر پراخو وژنو وروسته اسرائيلي چارواكو وويل چې عسكر يې له فلسطيني مقاومت كونكو سره په مخامخ جګړه كې وژل شوى دى.

د تېرې جمعې په ورځ د اسرائيلو او حماس ترمنځ اوربند مات شو، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر غزې او رفح د اسراييلو بريدونو تر ٢٠٠ ډېر فلسطينيان وژلي.

په رفحه كې د روغتيا كاركونكي وايي چې د دې سيمې ډېرى روغتونونه چې د ټپيانو درمنله به پكې كېده د اسرائيلي بريدونو له وېرې يې تخليه كړى دى.

اسرائيلو له هغه مهاله چې پر غزې يې بريد پيل كړى دى د سلګونو ښونځيو، جوماتونو دولتي او غير دولتي ودانيو د ويجاړولو تر څنګ په سلګونه روغتونه په نښه كړي او له منځه يې وړي.

د شته وو معلوماتو پر بنسټ تر اوسه په غزه كې د اسرائيلي بريدونو په پايله كې ۹۲۶۰ كورونه، اته روغتونونه، ۶۶ ښونځي، او د غزې د يوه تارخي جومات په ګډون ۱۱۰ جوماتونه او يو اسلامي پوهنتون له خاور سره خاورې شوي دي.

په غزه كې روغتيايي چارواكي وايي چې د اسرائيلي بريدونو له وېرې يې ګڼ شمېر روغتونه تړلي دي او په پرانيستو هغو كې هم د دارو درمل او امكاناتو له كمښت سره مخ دي.

دوى زياتوي چې د ټپي شوو زرګونو كسانو لپاره په غزه كې شته روغتيايي خدمات بسنه نه كوي.

په  اړه يې د سيمې يوه ډاكټر رسنيو ته ويلي: په رفح كې زښت ډېر ټپيان دي روغتيايي اسانتياوې مو بسنه نه كوي، موږه نشو كولى چو هغوى ټول دلته را ولېږدوو.

پر غزې د اسرائيلو د ځمكني او هوايي يرغل  راهيسې تر اوسه ۱۷۰۳۵ فلسطينيان وژل شوي، او شاوخوا لس زره نور ټپيا شوي دي.

د الجزيرې ټلويزوني شبكې د معلوماتو له مخې په وژل شوو كې تر څلور سوه پورې مېرمنې، له دوو سوو ډېر ماشومان او له اوياوو ډېر سپينږيري، چې د ټولو وژل شوو او ټپي شوو اتيا فيصده ملكي وګړي دي.

ملكي فلسطينيانو ته له يادو درنو تلفاتو پر اوښتو سربېره اسرائيلو په غزه كې د خپلو عملياتو پر دوام ټينګار كړى دى.

د اسرائيلو لومړى وزير بنيامين نتنياهو وايي چې تر اوسه يې په غز ه كې روان عمليات بريالي دي او دې عملياتو ته به د خپلې وروستۍ موخې تر رسېدو دوام وركړي.

نتنياهو وايي: د اسرائيلو پوځ په پوره اغېزمنتيا د عملياتو د اهدافو په بشپړولو چې اسرائيلي استوګنو ته د ارامتيا راګرځول او د ترهګريزو تونلونو نړول دي بوخت دي.

اوس مهال اسرائيلي ځواكونه په غزه كې د ترهګرو د تونلونو ويجاړول كابو بشپړ كړي دي. تر دې مهاله يې ګڼ شمېر دا ډول تونلونه له منځه وړي دي. دا چاره د حماس ستراتېژيكو جوړښتونو ته چې له تېرو څو كلونو راهيسې يې په جوړولو ډېره خواري كړې سخت ګزار وي.

په غزه كې د روان بشري ناورين په وړاندې د نړۍ په ګوټ ګوټ كې د اسرئيلو پرضد اعتراضونه روان دي. ياد اعتراضونه له فرانسې پيل او د ګڼو اروپايي او اسيايي هېوادونو په ګډون اوس يې لمن تر امريكا پراخه شوې ده.

په زرګونه امريكايان د سپينې ماڼۍ مخې ته راټول شوي او څو په غزې كې د روان بشري ناورين په اړه خپله غوسه څرګنده كړي.

تر دې مخكې په افغانستان كې هم د مركز كابل په ګډون په يو شمېر ولايتونو كې خلكو پر غزې د اسرائيلي بريدونو په وړاندې لاريونونه كړي.خو له دې سره سره امريكا چې د اسرئيلو تر ټولو ستر ملاتړى هېواد دى تېره ورځ د اسرائيلو د راكټ ضد دفاعي سيسټم د پياوړي كولو لپاره د ۲۲۵ مليونو ډالرو مرستې اعلان وكړ.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA