ads

غزه کې د اسرائيلي پوځيانو عمليات لا هم روان دي

په غزه کې له حماس سره د ۷۲ ساعته اوربند له ماتېدو وروسته، اسرائيلي ځواکونه د خپل يوه پوځي په لټه کې دي چې ګومان کېږي نيول شوى دى. اسرائيلي ځواکونو ويلي دغه ۲۳ کلن پوځي چې هدار ګولدين نومېږي هغه وخت لا درکه شو چې اسرائيلي ځواکونو هڅه کوله غزه کې د حماس مقاومت […]

نویسنده: The Killid Group
11 زمری 1393
غزه کې د اسرائيلي پوځيانو عمليات لا هم روان دي

په غزه کې له حماس سره د ۷۲ ساعته اوربند له ماتېدو وروسته، اسرائيلي ځواکونه د خپل يوه پوځي په لټه کې دي چې ګومان کېږي نيول شوى دى. اسرائيلي ځواکونو ويلي دغه ۲۳ کلن پوځي چې هدار ګولدين نومېږي هغه وخت لا درکه شو چې اسرائيلي ځواکونو هڅه کوله غزه کې د حماس مقاومت

په غزه کې له حماس سره د ۷۲ ساعته اوربند له ماتېدو وروسته، اسرائيلي ځواکونه د خپل يوه پوځي په لټه کې دي چې ګومان کېږي نيول شوى دى.

اسرائيلي ځواکونو ويلي دغه ۲۳ کلن پوځي چې هدار ګولدين نومېږي هغه وخت لا درکه شو چې اسرائيلي ځواکونو هڅه کوله غزه کې د حماس مقاومت كونكو يو تونل ويجاړ کړي چې پر مهال يې د ياد سرتېري د لادركه كېدو په ګډون دوه اسرائيلي سرتېري ووژل شول.

د حماس جنګي ډلې القسام د دغه سرتېري د نيولو خبر رد كړى دى او ويلي يې دي چې نوموړى به ښايي د تونل د ورانولو پر مهال له دوو نورو اسرائيلي سرتېرو سره وژل شوى وى.

د اسرائيلو پوځ د دغه سرتېري د موندلو لپاره چې ويل كېږي د دفاع وزير د اكازوى دى په غزه كې د لټون كلك او پراخه عمليات پيل كړي دي.

د غزې د روغتيا وزارت ويلي چې د دغه سرتيري د لټې په عملياتو كې له پرون ورځې راهيسې د اسرائيلو په هوايي او ځمكني بريدونو کې اتيا تنه فلسطينيان وژل شوي او څلور سوه نور ټپيان دي.

د اسرائيلو د دفاع وزارت وياند پيتر وايي چې دوى به خپلو عملياتو ته چې موخه يې د تونلونو ورانول، د حماس د راكټي بريدونو بندول او د ورك شوي سرتېري بېرته ستنول دي په شدت سره دوام وكړي.

د اسرائيلو د پوځ وياند پيتر وايي: ((په سميه كې وضعيت خورا پېچلى دى، تر نن سهاره پورې مو د ماموريت دوه عمده هدفونه وو يو د تونولونو له منځه وړل او د راكټي بريدنو راكابو كول خو اوس د اسرائيلي پوځي موندل زموږ د ماموريت د تركيب يوه برخه ده. موږ بايد هغه  بيرته كورته راستون كړو.))

بلخوا سپينې ماڼۍ حماس د اوربند پر ماتېدو پړ ګڼلى او پر اسرائيلي پوځيانو يې د دغې ډلې بريد وحشي بللى.

د امريكا جمهور رئيس بارك اوباما وايي، د اوربند بېرته ټينګېدل تر هغه مهاله ستونزمنه ده تر څو چې حماس د اوربند په وړاندې ژمن پاته نشي.

اوباما وايي: ((زه ګومان كوم تر هغې چې اسرائيل او نړيواله ټولنه د اوربند پر وړاندې د حماس له تعهده ډاډه نشي د اوربند د ويجاړ وضعيت راټولول به خوارا ستونزمنه چاره وي.))

خو د حماس يوه تن استازى وايي چې د اوربند تړون حماس نه بلكې اسرائيلو تر پښو لاندې كړى دى.

دوى وايي، كله چې اسرائيلي ځانګړي ځواكونه د غزې رفع سميې ته ننوتل نو له ځان څخه له دفاع پرته له دوى سره بله لار نه وه.

د حماس استازى وايي: ((دا اسرائيلي دښمنان وو چې د اوربند تړون يې ترپښولاندې كړ، كله چې د اسرائيلو ځانګړي ځواكونه د رفعه ختيزو سميو ته ننوتل موږ ورسره جګړه پيل كړه له خپل ځانه دفاع زموږ حق دى.))

بل خوا بيا د جمعې پر ورځ د فلسطينيانو او اسرائيلو استازي قاهرې ته د يوه اوږد مهال اوربند د رامنځ ته کېدو په هيله رسېدلي وو، خو مصري چارواکو ويلي چې دغه خبرې اوس ځنډول شوې دي.

ورته مهال د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيال په لنډ مهال كې د اوربند له ټينګېدو او سوله ييزو خبرو ته د بيا راګرځېدو څخه ناهيلى ښكاري.

جفري فېلډمن وايي چې دوى هليه من دي چې ښكېلې غاړې د اوربند توافق ته را وګرځي خو دا يوه اسانه چاره نه ده.

جېفري فيلډمن وايي: ((موږه په تمه يو چې ښكېلې غاړې له يو بل سره په همكارۍ څنګه كولى شي څو د تيرې شپې توافق ته بېرته ځان ورسوي او دا به اسانه چاره نه وي.))

كه له يوه اړخه له هغه مهاله چې پر غزې د اسرائيلو بريدونه پيل شوي تر شپاړس سوه ډېر فلسطينان وژل شوي او شاوخوا نهه زره نور ټپيان شوي چې د وژل شويو او ټپي شويو لويه برخه ښځې، ماشومان او بې ګناه وګړي دي، له بلې خوا امريكا د حماس د راكټي بريدونو پر وړاندې دفاع د اسرائيلو حق بولي او د امريكا پارلمان په خپل وروستي اقدام كې د اسرائيلو د راكټ ضد دفاعيي سيسټم د پياوړي كولو لپاره د ۲۲۵ مليونه ډالرو لايحه تصويب كړې او اوباما ته يې د لاسليك لپاره استولې ده.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA