ads

په غزې کې ټینګ شوی اوربند له څو ساعتونو وروسته مات شو

فلسطیني چارواکي وایي، اسراییلي ټانکونو له اوربند څخه څو ساعته وروسته؛ د غزې په جنوب کې ډزې وکړې؛ خو اسرائیلو بیا فلسطیني وسله وال له اوربند څخه په سرغړونې تورن کړي دي. فلسطیني چارواکي وایي، اسراییلي ټانکونو له اوربند څخه څو ساعته وروسته؛ د غزې په جنوب کې ډزې وکړې؛ خو اسرائیلو بیا فلسطیني وسله […]

نویسنده: The Killid Group
10 زمری 1393
په غزې کې ټینګ شوی اوربند له څو ساعتونو وروسته مات شو

فلسطیني چارواکي وایي، اسراییلي ټانکونو له اوربند څخه څو ساعته وروسته؛ د غزې په جنوب کې ډزې وکړې؛ خو اسرائیلو بیا فلسطیني وسله وال له اوربند څخه په سرغړونې تورن کړي دي.

فلسطیني چارواکي وایي، اسراییلي ټانکونو له اوربند څخه څو ساعته وروسته؛ د غزې په جنوب کې ډزې وکړې؛ خو اسرائیلو بیا فلسطیني وسله وال له اوربند څخه په سرغړونې تورن کړي دي.
د اسراییلو صدراعظم بینیامین نتنیاهو نن وویل چې؛ اوربند مات شوی دی.
د ۷۲ ساعتونو لپاره دا بشري اوربند د ملګرو ملتونو او د امریکا د متحده ایالاتو په منځګړیتوب د افغانستان په وخت د سهار په نهو بجو او دیرشو دقیقو نافذ شوی و.
د غزې چارواکې وایي، په جګړو کي له ۱۴۵۰ زیات فلسطینیان وژل شوي دي.
دغه راز په دي شخړه کي چې له دریو اونیو زیاته موده یي دوام وکړ؛ ۶۱ اسراییلي عسکر او دري تنه ملکیان هم وژل شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA