د لبنان امنيتي چارواکي وايي، يو ځانمرګي بريد کوونکي تېره شپه د بيروت په جنوب کې د تلاشۍ د يوې پوستې مخې ته ځان والوځاوه، چې له كبله يې يوې کافۍ ته زيان واوښته.
د لبنان امنيتي چارواکي وايي، يو ځانمرګي بريد کوونکي تېره شپه د بيروت په جنوب کې د تلاشۍ د يوې پوستې مخې ته ځان والوځاوه، چې له كبله يې يوې کافۍ ته زيان واوښته.
عيني شاهدان وايي، دې چاودنې، چې تېره شپه ناوخته وشوه، ګڼ كسان، چې د فوټبال د نړيوال جام د يوې لوبې ننداره يې کوله، ټپيان کړل.
دا چاودنه د بيروت د جنوب په هغه سيمه کې شوې، چې ډېرى شيعه ګان او د حزب الله د يوې متحدې ډلې عمل پلويان په کې اوسي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ