ads

شمالي وزيرستان كې ٢٥ وسله وال او ٢ پاکستاني سرتېري وژل شوي

د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيرستان کې د پاکستاني ځواکونو پوځي عمليات دوام لري. د پاکستاني پوځ د عامه اړيکو د دفتر ISPR لخوا د دوشنبې په ورځ په يوې خپرې شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې جنګي الوتکو د پوځي عملياتو په نهمه ورځ د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيرستان کې د […]

نویسنده: The Killid Group
3 چنګاښ 1393
شمالي وزيرستان كې ٢٥ وسله وال او ٢ پاکستاني سرتېري وژل شوي

د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيرستان کې د پاکستاني ځواکونو پوځي عمليات دوام لري. د پاکستاني پوځ د عامه اړيکو د دفتر ISPR لخوا د دوشنبې په ورځ په يوې خپرې شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې جنګي الوتکو د پوځي عملياتو په نهمه ورځ

د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيرستان کې د پاکستاني ځواکونو پوځي عمليات دوام لري.

د پاکستاني پوځ د عامه اړيکو د دفتر ISPR لخوا د دوشنبې په ورځ په يوې خپرې شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې جنګي الوتکو د پوځي عملياتو په نهمه ورځ د شمالي وزيرستان په ميرعلي سيمه كې د مېشتو سخت دريځو وسله والو پر مرکزونو هوايي بريدونه کړي، چې په ترڅ کې يې لږ تر لږه ١٥ کورني او بهرني وسله وال وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان دي.

د سرچينې په وينا، د دوشنبې په ورځ يې په لومړي ځل د شمالي وزيرستان په بېلابېلو سيمو کې ځمکني عمليات هم کړي او په وينا يې، په سپين وام نومې سيمه کې د ځمکنيو عملياتو پر مهال له وسله والو سره په مخامخ نښته کې ١٠ وسله وال او ٢ پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.

د پاکستان پوځي چارواكي وايي، د هوايي ځواکونو په بريدونو کې يې د شمالي وزيرستان په ميرانشاه، ميرعلي او شاوخوا سيمو کې د وسله والو اته مرکزونه هم له منځه وړي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA