د پاکستان د تر ټولو لوی ښار کراچۍ پر نړيوال هوايي ډګر وسله وال بريد تر پنځه ساعته جګړې وروسته پاى ته ورسېد. ځايي چارواكي وايي، بريد تېره شپه په ځايي وخت شاوخوا لس نيمې بجې پيل شو.
د پاکستان د تر ټولو لوی ښار کراچۍ پر نړيوال هوايي ډګر وسله وال بريد تر پنځه ساعته جګړې وروسته پاى ته ورسېد.
ځايي چارواكي وايي، بريد تېره شپه په ځايي وخت شاوخوا لس نيمې بجې پيل شو.
د پاكستان د سند ايالت اعلى وزير قايم علي شاه خبريالانو ته ويلي، چې په دې پېښه كې لس بريد كوونكي، ۱۳ امنيتي ساتونكي او د هوايي ډګر كار كوونكي وژل شوي او ۲۳ تنه نور ټپيان دي.
عيني شاهدان وايي، په دې بريد كې د يوه شخصي شركت يوه الوتكه هم سوځېدلې، خو چارواكي دا خبره نه مني.
د ځايي چارواكو په وينا، بريد كوونكو پوځي جامې اغوستې وې.
د دې بريد مسووليت تراوسه چا پرغاړه نه دى اخيستى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ